اسلامي شخصیتونو غوره ویناوې ۱۱

پنځه  شيان  په پنځو شيانو  کې دي:  دليل په قرآن کې درناوي او عزت  په قناعت  کې، ذلت  په ګناه کې وويره د شپې پر لمانځه  کې او مالداري اوشتمنې په تمه پرېښودلو کې.

( حکيم )

د ټولو هوښيارانو دا نظر دى، چې  له حکمتونو سره خاموشي ده.

( وهب بن منبه رحمه الله )

مؤمن پر ستونزو صبر کوي؛ خو پر عافيت يواځې صديق صبر کوي.

( حکيم)

غيبت  د رزيلانو خلکو مال څر دى.

( عدى بن حاتم رضى الله تعالى عنه )

بشپړ سړى دا دى، چې په سلامتيا باندې صبر وکړي.

( ابن جوزي رحمه الله )

له دنيا څخه  ځان وژغورئ، دا د تل لپاره  د پاتې کېدو ځاى نه دى.

( عيسى عليه السلام )

ډېر پوهه په انسانانو کې غرور پيدا کوي کله چې پرې عمل نه کوي.

( ايوب رحمه الله )

سکوت حکمت دى؛ خو د دې غوره کوونکي لږ خلک دى.

( لقمان حکيم رحمه الله )

څوک، چې د علم اراده ولري؛ نو قرآن کريم دى راواخلي ځکه چې په دې کې اولني  او روستني ټول علمونه  پراته دي.

(ابن مسعود رضى الله تعالى عنه )

عالم هغه نه دى، چې خير او شر  دواړه جلا جلا  پېژني، بلکې عالم هغه څوک دى، چې خيروپېژني؛ نو پېروي يې وکړي او شر وپېژني؛ نو ځان ترې وساتې.

( سفيان ابن عيينه  رحمه الله)

غم او خپګان نيکي زياتوي، ګناه او تکبر بدي زياتوي.

( منصور بن زازان)

کله، چې  تاسو له چا سره نيکي وکړئ؛ نو  هغه هيره کړئ اوکله چې درسره احسان وشو مه يې هېروئ.

( حکيم )

د جنت  اوسېدوونکي هغه خلک دي، چې د هغوى غوږونه د خلکو له ستاينې څخه ډک دي، چې دوى يې کوي او د دوزخ  اوسېدنکي هغه خلک دي، چې د هغوى غوږونه د خلکو د بدي وينا څخه ډک وي.

( علي رضى الله تعالى عنه )

عالم هغه دى،چې علم يې له عمل سره برابروي.

( حسن بصري رحمه الله )

کله چې له زړه څخه ويره جدا شي،نو زړه خراب شي.

( ابو سليمان رحمه الله )

عارف دې ته وايې، چې د خپل ځان لپاره پر بل چا هېڅ حق نه ويني او نه پر چا ځان غوره ګڼي.

( ابن تيميه رحمه الله )

کله چې  ته په خپل  زړه کې د عمل مزه پيدا نه کړي؛ نو دغه عمل بد وګڼه.     ( ابن تيميه رحمه الله )

کوم شخص، چې  څلوېښت ورځي اخلاص وکړي؛ نو له زړه څخه  به يې د حکمت چينې راڅرګندي شي.

( ابن تيميه رحمه الله )

د دوستۍ او الفت لپاره تل  کوښښ کوئ له دښمنۍ څخه ځانونه وساتئ.    ( ابوبکر صديق رضى الله تعالى عنه)

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب