استقلال

ليکوال: عمار عمير

استقلال

ليکوال: عمار عمير

ازادي او استقلال د الله جل جلاله هغه ستر نعمت دی، چې شکر يې ادا کول محال دي.

د دې ازادۍ د لاس ته راوړلو لپاره قربانيو ته ضرورت وي، الله جل جلاله په هر وخت کې داسي يو څوک پيدا کړي وي، چې د ازادۍ د تر لاسه کولو لپاره قربانۍ ته اماده وي، افغانانو ۴۰ کاله داسي قربانۍ ورکړې چې فکر يې هم نسي کيدای، او الله جل جلاله د دې قربانيو داسي ثمره ورکړه چې بايد تل يې شکر ادا کړل سي.

دا هغه ازادي ده چې د ميلينونو شهيدانو ويني يې ځبيښلي دي.

دا هغه ازادي ده چې داسي اتلان يې وړي چې مثال به يې په تاريخ کې ډير کم وړاندي سي.

دا هغه ازادي ده چې د لاس ته راوړلو لپاره يې قربانۍ ورکوونکي تل يواځي پاته سوي.

دا هغه ازادي ده چې داسي ځوانانو خپلي تاندي ځوانۍ پري لولپه کړې چې لا به د ځوانۍ په پيل کې وه او د دنيا له خواهشاتو به يې ځانونه بېل کړل.

دا هغه ازادي ده چې د تر لاسه کولو لپاره يې کفارو ته داسي درس ورکړل سوی چې بيا به هيڅکله د افغانانو د استعمار فکر ونکړي.

دا هغه ازادي ده چې افغانان يې له ډير وخته منتظر وه.

دا هغه ازادي ده چې په راتګ سره يې په اسلامي نړۍ کې نوی روح وچليدی خصوصا د هغه هيوادونو لپاره چې کفارو په زور اشغال کړي دي.

 

 

بايد د دې مبارکي ازادۍ قدر وکړو، د الله تعالی جل جلاله شکر وباسو چې موږ يې په داسي عظيم نعمت نازولي يو.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب