آیا حضرت عیسی علیه السلام عیسائیت پېژندئ؟

نه! هیڅکله نه.

دغه کلمه عیسائیت او مسیحیت نه حضرت عیسی علیه السلام پېژني ، نه دغه کلمې ده پخپل ۳۳ کلن ژوند کي و چا ته استعمالې کړیدي او نه هم ده خپل دین ته عیسائیت او مسیحیت وایه، او کله چي حضرت عیسی ابن مریم علیه السلام ددوهم ځل لپاره د اسمانو څخه راکښته شي او دغه عیسایان ورته ووایي چي موږ ستا د دین عیسائیت او یا د مسیحیت پیروان یو، نو حضرت عیسی علیه السلام به یې پر مخ په څاپېړه ووهي چي زه نه عیسایي یم، نه مسیحي یم، نه زما دین عیسائیت وو،نه مسیحیت وو او نه هم دغه کلمې او مفکورې پېژنم؛ دا ځکه چي نه حضرت عیسی علیه السلام دغه کلمې اورېدلي وې او نه یې هم استعمال کړي وې.

او بل کچيری دغه عیسایان ورته ووايي چي دغه اوسنۍ نوې عهدنامه (New Testament) هغه وحې دي چي پر تا نازلي شوي وې، نو حضرت عیسی علیه السلام به ورته ووايي چي په دې کي زما یوه خبره نشته دا ځکه چي په دغو کتابونو کي زیات کتابونه زما سر سخته دښمن پال/پولس لیکلي دي، چي زما په ژوند کي زما سخت دښمن او یهودي عالم وو، او بل دغه څلور انجیلونه یا انجیل متي دی، یا انجیل مرقوس دی، یا انجیل لوقا دی او یاهم انجیل یوحنا دی، هغه زما اصلي انجیل چي الهي وحي وې (انجیل عیسی) هغه چيری دی؟؟؟

بله د یادونې وړ خبره داده چي د (عیسائیت او یهودیت) نوم په نه په اوسني بایبل کي سته، نه په اوسني تورات کي سته او نه هم په تلمود کي سته، که موږ اسلام ته راسو، د (اسلام) توری هم په قرآنکریم کي سته او هم په مبارکو احادیثو کي شتون لري، لکه د بېلګې په ډول سره: ان الدین عند الله الاسلام.

او داسی نور..

که موږ له عیسایانو او یهودو څخه پوښتنه وکړو چی تاسو دغه د (عیسائیت او یهودیت) نومونه له کومه پیدا کړل؟ دوی به هک پک حیران سي؛ چي همدا پوښتنې موږ ورڅخه کړیدي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب