ګورو (GURU) څه ته وایي او ګورو څوک دی؟

ګورو له آره يوه سنسکريټ کلمه ده او ګورو يا ګوروجي هغه چاته ويل کيږي چې د ډېرې پوهې خاوند وي او هم دزيات علمي صلاحيت او واک درلودونکی وي او خلکو ته د يوه لارښود حيثيت ولري. همداراز دګورو کلمه دښوونځيو ښوونکو، مور او پلار او ان هغه کسانو ته چې دمذهبي پوهې خاوندان او هغو ته چې نورو ته روحاني پوهه ليږدوي هم کاروله کيږي.

دغه کلمه وروسته بيا دسنسکرېټ د ژبې نه هندي، پنجابي، بېنګالي، مرهټي، ګجراتي، نيپالي او ان اندونيشيايي، ملايي، انګريزي او اروپايي ژبو ته لېږدېدلې ده.په هندوئېزم سر بیره په بودېزم، جېنېزم او سکهېزم کې هم دګورو کلمه کار وله کيږي.
په لوېدېزو او غربي ټولنو کې دګورو کلمه هغه چاته کاروله کيږي چې ځانګړی مهارت او تخصص ولري په تېره بيا د بېلا بېلو علومو په ډګر او له هغې جملې نه دبېزنس په ډګر کې.

همداراز ګورو هغه چاته هم ويل کيږي چې خلک د اندهېرو او تورو تيرو او جهالت او تورتمونو نه درڼايۍ او روښنايۍ پرلوري بيايي. همداراز دغه کلمه دهندوانو او سکهانو مذهبي لارښودونکو او مذهبي کتابو نو لپاره هم کاروله کيږي.
د ګورو دکلمې ايټمولوجي او رېښه موږ دويدي عصر په سپيڅلو متونو، اوپنيشدونو او بګهودګيتا کې هم ليدلای شو.
دهندوانو تر مينځ دګورو او شاګرد اويا پيرۍ او مريدۍ لړۍ دلرغونو زمانونه تر اوسه پورې راروانه ده او د اوپنشيدونو داصولو پر بنسټ به چې کله يو شاګرد د خپل استاد په وړاندې په ډېر ادب او درناوي سره ناست واو خپل لاسونه به يې دخپل ګورو په پښو کې ښکته کول اوس هم د هماغو اصولو پر بنسټ خپل لاسونه دګورو درناوي او احترام لپاره دهغه پښو ته ور ښکته کوي او په مقابل کې ګورو هم ورباندې دشفقت او مهربانۍ لاس راکاږي.

په هندوئېزم کې ډېر نامتو ګورو او ښوونکي تېر شوي دي او اوس هم شته. دځينو مشهورو نومونه په لاندې ډول دي :
ادي شنکر اچاريه، سري رام کريشنا، شري مهارانا مهاريشي،شري چتا نيا مها پر بهو، مهامهاريشي پرنجهو تير،شري روي شنکهر،شري اوروبيندو ګوش،ستها سايي بابا، شري چندرا شيکهرېندا سراسوتي، سوامي سيوانندا، پراما هنسا يو ګانندا،سوامي چينما يا نندا، سوامي ويکانندا،ای سي بکهتي ويدنتها سوامي پربهوپادا.
په سکهيزم يا سکهـ مت کې هم دګورو کلمه دسکهانو لسو لارښودونکو او د دوی سپيڅلي مذهبي کتاب ګورو ګرنت لپاره کارول کيږي.
دګورو کلمه دسکهانو دلسو لارښوونکو دنو مونو په پيل کې راغلي دي.

د سکهان د لسو ګورو نومونه په لاندې ډول دي:

١-ګورو نانک چې افغانانو کې په بابانانک سره شهرت لري.
٢-ګورو انګد
٣-ګورو امرداس
٤- ګورو رام داس
٥-ګورو ارجن ديو
٦-ګورو هر ګوبيند
٧- ګورو هر رای
٨-ګورو هرکشن
٩- ګورو تيك بهادر
١.-ګورو ګوبيند سنګهـ

په بودهيزم کې دالايي لاما د بودايانو ستر مذهبي لار ښود او ګورو ګڼل کيږي

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب