ژوند ته بدلون ورکړئ، خو څنګه؟

۱– د سهار له ۴ تر سهار ۶ بجو، ځکه دغه وخت کې مغز ۱۰۰ سلنه کار کوي.
د سهار له شپږو تر ماښام ۷ بجو پورې دغه وخت کې مغز ۵۰ سلنه کار کوي.
د شپې له پلوه مغزه ۲۰ سلنه کار کوي.

۲- په درس کې په لومړۍ څوکۍ کې کيښنئ، تر څو درباندې د استاد ډير پام وي او درس هم له نيږدې زده کړئ. دغسې زده کوونکي چې په اوله څوکۍ یا صف کې کيښني تر ډيره پرې د استادانو نيک پام وي او ممکن ښې نومرې هم واخلي.

۳- له ۳۰ تر ۵۰ دقيقو لپاره مطالعه وکړئ، په منځ کې يې د ۱۰ دقيقو دمې سره که داسې مو وکړل ، نو درس به مو په مغزو کې ښه کيښني.

۴- که چېرته غواړې چې يو لغت يا هير څه شي راياد کړې ، نو د لاس پنجه مو موټي (سره راټول) کلک کړئ. په دې سره مغز لا ډير فعاله کيږي او دا فعاليدل حافظه تقويه کوي چې په پايله کې به هر څه ښه او ژر راياد کړئ.

۵- په يو وخت کې په يوه کار تمرکز وکړئ. کله چې مطالعه کوئ نو ښه ده چې نور کارونه لکه تلويزون ليدل، موسقي اوريدل او خبرې کول پريږدئ. همدارنګه ذهن مو هم يوازې پر لوست متمرکز کړۍ او نور سوچونه بل وخت ته پريږدئ.

۶- په ټولو ټولنيزو رسنيو کې له مزاحمت کوونکو کارونو ځان وساتئ، ډير زيات يې هم مه استعمالوئ، يوازې په خپله اندازه او هغه هم د زده کړې، ساعتيرۍ او اړتيا لپاره.

۷- کله چې امتحان ته ځئ يا پارچې ته کيښنئ، مثبت ذهنيت سره ورشئ او کيښنئ، تير هغه هير کړئ چې په کوم مضمون کې ناکام شوي ياست ، بلکې دې ته مو مثبت فکر واوړوئ.

۸- د نوي او له دې مشخص کتابه بهر څه شي ليکل او لوستل ډير غوره دي. يوازې په يوه درس مه پاتې کيږئ.

۹- هغه څه چې مو په اسماني رنګه خط ليکلي وي ، د هغه خط په نسبت چې په تور رنګ ليکل شوي وي ، ژر ياديږي.

۱۰- کله چې په يوه مشخص کتاب کې مطالعه کوئ، داسې فرض کړئ چې تاسې به ددې مواد وروسته تدريس کوئ،
دا کار ددې لامل کيږي چې لا ډيره پاملرنه وکړئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب