ژور سوچ
بهار وو ، او د ګلونو موسم ،تر هغه ځایه چې نطر ورتله ،ښکلا وه ،سمه او غر په رنګین ګلونو پوښلي وو ،درویش چې د دیواله اړخ ته ډډه لګولي او دي ورشو ته مخامخ ناست وو، سر یی په ګریوانه کې د ننه کړی وو،لاروی چې پرې د تیریدو په حال کې وو ،ور ږغ یی کړ: درویشه! سر د ګریوانه څخه راپورته کړه چې ګلونه او ګلزار ووینې ،درویش ووییل: سر په ګریوانه کې د ننه کړه چې د ګلونو خالق ووینې.
د فارسي ادبي پارچو څخه ژباړه.
سید عبیدالله نادر