څلوم مخرج ادني الحلق | تجوید ۹ لوست
ادنی الحلق (د حلق نږدې برخه)
موخه: د “غ ، خ ” د مخرج پېژندنه
ادنی الحلق د ستوني هغې برخې ته وايي چې شونډو ته نژدې ده، له دې مخرج څخه هم دوه توري (غين او خا ) ادا کيږي؛ خو ددې دواړو تورو د ادا کولو پر مهال بايد شونډې را غونډې نشي.
د غين تلفظ | غا | غِيْ | غُوْ | اَغْ | اِغْ | اُغْ |
د خا تلفظ | خا | خِيْ | خُوْ | اَخْ | اِخْ | اُخْ |
پوښتنې:
ادنی الحلق د ستوني کومې برخې ته وايي؟
له ادنی الحلق څخه کوم توري ادا کيږي؟