ځمکه انسان ته اوازونه کوي، وايي:
انس بن مالكؓ وایي ځمکه هره ورځ په لس ډوله جملو سره اوازونه کوي، وایي :
اې د ادم زویه !
۱_ ته زما پر شا باندي تګ راتګ کوې، اخر راتلل به دي زما نس ته وي یعني قبر ته.
۲_ ته زما پر شا باندي ګناهونه او نافرماني کوې، خو زما په نس کي به عذاب در کول سي یعني په قبر کي.
۳_ ته زما پر شا باندي خاندې خو زما په نس کي به وژاړې، یعني په قبر کي.
۴_ ته زما پر شا باندي خوشحالي کوې خو زما په نس کي به غمجن سې یعني په قبر کي.
۵_ ته زما پر شا باندي مال جمع کوې خو زما په نس کي به پښېمانه سې یعني په قبر کي.
۶_ ته زما په شا کي حرام خورې خو زما په نس کي به دي چینجیان وخوري یعني په قبر کي.
۷_ ته زما په شا کي فخر او غرور کوې خو زما په نس کي به ذلیله او خوار سې یعني په قبر کي.
۸_ ته زما په شا کي په خوشحالي او فخر تګ کوې خو زما په نس کي به غمجن پرېوزې یعني په قبر کي.
۹_ ته زما پر شا باندي په رڼا کي تګ کوې خو زما په نس کي به په تیاره کي پرېوزې یعني په قبر کي.
۱۰_ ته زما پر شا باندي د ټولیو ټولیو سره تګ کوې خو زما په نس کي به یوازي پرېوزې یعني په قبر کي.
ماخذ : منبهات ابن حجر عسقلاني صـ۱۰۹_۱۱۰