په قرآن کې د ابجد شمېرې

 

دعربی هریو توری یو حسابی ارزښت لری . یعنی هریو توری یوه شمېره څرګندوی اوپه دې توګه دتوریو له مخې محاسبې کېږی. دغې پوهې ته جمل حساب یا ابجد وایی: خلک له دغې پوهې نه په بېلابېلو ځایو کې ګټه اخلی چې یوه بېلګه یی دجفر پوهه ده.

۱          ۲          ۳          ۴          ۵          ۶          ۷          ۸          ۹
ا           ب         ج          د           ه           و           ز           ح          ط

۱۰        ۲۰        ۳۰        ۴۰        ۵۰        ۶۰        ۷۰        ۸۰        ۹۰
ى          ک         ل          م           ن          س         ع          ف         ص

۱۰۰      ۲۰۰      ۳۰۰      ۴۰۰      ۵۰۰      ۶۰۰      ۷۰۰      ۸۰۰      ۹۰۰
ق          ر           ش         ت         ث         خ          ذ           ض         ظ

۱۰۰۰
غ

جفر دوړاندوینې پوهه ده . پوهان دکلمو حسابی مانا تعبیروی . دابجد اوجفر په مېنځ کې توپیر دادی چې ابجد پیښ شوی حالت اواوسنی حالت ښکاروی اوجفر دراتلونکو پیښو احتمال بیانوی.

دغه علوم دقرآن کریم له نازلېدو سلګونه کاله وړاندې دخلکو په مېنځ کې رواج درلود. دعربو خلکو تاریخی پېښې دابجد په توریو لیکلی اودهرې پېښې نېټه یی ثبتوله اوبیا وروسته دعددی مانا په زیاتولو سره یی کولای شول نېټه ومومی.

+++++++++++++++++++++++++++++
که قرآنی ځینې آیتونه دابجد له نظره مطالعه کړو داسې رقمونه موترسترګو کېږی چې د آیت له موضوع سره اړیکه لری . کله پوهېږو یوه پېښه سمه په هغه وخت کې شوې چې دابجد له لاری له قرآنه استنباط شوې پوهیږو چې دا دیوه رمز په شانې پېښې ته یوه اشاره ده. (والله اعلم). په کال ۱۹۶۹ میلادې کې دسپوږمۍ په کرې باندې دپل اېښېدوپه هکله قرآن کې داسې راغلی:

هغه ګړۍ نږدې شوه اومیاشت شق شوه (القمر ۱).

په عربی کې دانشقاق کلمه دسوری کیدو، شق کیدو،دیوشی دلوړیدو لامل، دځمکې کیندل اوکولبه کولو په مانا ده.
بیا مو ځمکه شق کړه اوله هغه نه مو حبوبات راشنه کړل. (عبس ۲۶-۲۷).

وینو چې انشقاق  دشق کولو یادځمکې د څیرلواوکولبه کولو په مانا هم کارول شوې ده. ددې موضوع په پام کې نیولو سره د “الشق القمر” موضوع کولای شی په کال ۱۹۶۹ کې دسپوږمۍ په کرې باندې دښکته کیدو اودسپوږمۍ په خاوره باندې څېړنوته اشاره وی.  (والله اعلم).
په زړه پورې داده چې دابجد له نظره په دې موضوع کې هم ۱۹۶۹ آیت لاسته راځی.
پام باید وکړو چې دابجد په طریقه کې ډیر بې ارتباطه رقمونه هم لاسته راتلای شی. اودمناسبو رقمونو موندل ډیر لږ دی خو بیاهم له دغه آیت نه لاسته راغلی عدد ډیره عالی پایله په لاس راکوی.

په کال   ۱۹۶۹ کې امریکایی خلاوهونکو دسپوږمۍ کره په بېلابیلو وسایلو کینلې وه اوخاوره یی دڅېړلو لپاره ځمکې ته رواړې وه.

داهم باید روښانه کړو چې دسپوږمۍ شق کول زموږ دپیغمبر حضرت محمد(ص) معجزه هم وه. خلکو له رسول الله (ص) وغوښتل څوچې یوه معجزه دوی ته وروښیی څو چې دوی ایمان راوړی، محمد(ص)    دګوتې په اشاره سپوږمۍ دوه ټوټې کړه اودهغه په مینځ کې دحرم دغره دوه څوکې لیدل کېدې (بخاری). له دې آیت نه منظور د رسول اکرم(ص) معجزه هم کیدلاشی . خوداچې قرآن داسې یو کتاب دی چې په ټولو زمانو پورې اړه لری نو ځکه په عین وخت کې دسپوږمۍ پرکرې څېړنو ته هم کې اشاره کیدلای شی.

ا ل س ا ع ه و ا ن ش ق ا ل ق م ر
1 30 60 1 70 400 6 1 50 300 100 1 30 100 40 200

ددې عددونو ټولګه ۱۳۹۰ کېږی او۱۳۹۰سپوږمېز هجری  کال برابر ؤ له ۱۹۶۹ میلادی کال سره.

محمد شفیق حقپال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب