اسلام له نظرهروغتیايي ګټې

په اسلام کښې دخوب ډولونه

 د «نعاس‏» مانا لنډ او سپک خوب ، چرت یا پرکالي ده چې دا  ډول خوب  له ډیر فکري کار  وروسته  پیښیږي .

دا ډول  خوب په  دوه ډوله «سنه» او «نوم» ویشل سوی دی
«سنه » د انسان او نورو موجوداتو خوب ته وايي او «نوم» یوازې د انسان خوب لیدو  ته  وايي
د قرانکریم په دوه ځایه کښې «نعاس» ارامتیا او له زړه څخه  د ویرې او پریښاني  د منځ وړولو په مانا راغلی دی
یو د احد په جنګ کښې د مسلمانانو د غفلت او د رسول الله (ص) د امر ته پام نه کول ځکه اصحاب   په وحشت او پریښانی  کښې وه چې دا خوب  له  سترګو د تللو او روحي ستړیا څخه  هغوی ته  ورپیدا سوی وواو هغه ددوی ویره ورکه کړه

د احدجنگ د عمران دسوری( ۱۵۴ )مبارک ایت شریف کښې راغلي دي:
(ثم انزل عليكم من بعد الغم امنه نعاسا…)
ژباړه : بیا یې راواستول پر تاسو د غم وروسته  د امن خوب (پرکالی)
بل د بدر د جنګ کښې  «نعاس  » چې د مسلمانانو په زړونو کښې  ویره او نګراني پیداسوه پر هغو سپک خوب مستولی سو  او د هغوی ویره په ارمتیا بدله سوه .
د انفال د سوری په یوولسم  مبارک ایت کښې راغلي دي
«اذ يغشكم النعاس امنه منه و ينزل عليكم  »
ژباړه :  (په یاد ولره هغه وخت چې واچوله «الله»  په تاسی  باندی پرکالی  لپاره د امن ستاسی).
«امام فخر رازى‏» په  «مفاتيح الغيب‏»  په تفسیر کښې وايي : نعاس د خدای  لخوا لطف او مهرباني ده  چې له  هغه وروسته  انسان  ته تسلا او امنیت پیداکیږي.

په اسلام  کښې د خوب وختونه  :

په قران کریم کښې یوازی  د شپې خوب راغلی دی نو د اسلام له نظره د شپې خوب تر ورځي ښه دی
د شپې دسر خوب تر نیمې شپې تر خوبه  ښه  تره دی  او مستحب دی .

د لوط قوم د ورځي خوبونه کول او د شپې به ویښ وه .
د خوب څیړونکو د څیړونو په اساس  د خوب څلورم پړاو د شپې په لومړی نیمه برخه کښې لیدل کیږي،او څېړنه وایي د ( سوماتورمون) هارمونونه دشپې په سر کښې ډیر یږي .
په یو حدیث  شریف کښی قيلوله خوب  ( دغرمی مخکښی خوب راغلی  دی)

حضرت امام كاظم (رض) وايي چي روژه مو نیولې وي قیلوله خوب کوئ ځکه قیلوله خوب کوونکي ته  خدای (ج)  جنتی رزق  په دی  خوب کښې ورکوي.
ځینې  مفسرین  د قیلوله خوب  چې د  فرقان د سوری( ۲۴ )مبارک ایت شریف کښې راغلی  دی داسې دی :
«اصحاب الجنه يومئذ خير مستقر او احسن‏مقيلا»
ژباړه :د جنت اهل  ته به  په دې ورځ (قیامت )  کښې خیر  وی له جهته  د هستوګنی او ډیر ښه به وی  د جهت د غرمی د خوب (  راحت ) .
ددې ایت  شریف اشاره قیلوله خوب ته دی دا خوب د غرمې دډوډۍ مخکښې او د سهار نهاری وروسته دی
رسول (ص) یو سړی ته چې د حافظې له کمزوري څخه  یې شکایت کوی  هغه وفرمایل:  لکه چې  د قیلوله خوب دی هیر کړی  دی
د مازیګر خوب کولو ته  بد ویل سوی دی تقويم المحسنين کتاب کښې راغلی چې رسول اکرم (ص) فرمايي
هغه څوک چې د مازیګر وروسته ویده سی حافظه او عقل يي  د زوال سره مخامخ کیږی نو ځان له دې  خوبه وساتئ . له مازیګر څخه مراد هغه وخت دی چې سایه دوه چنده سي.
درسول اکرم (ص) فرمايي : د ماښام او ماخستن د لمانځه تر منځ خوب د روزي د قطع کولو سبب ګرځي.
مرسل  درسول اکرم (ص)  د خولی روایت کوي : په ورځ کښې پنځه ډول خوب سته
عیلوله :-دلمر د ختلو  په وخت کښې خوب  چې دا خوب  مکروه دی.
له فجر صادق څخه تر  سهار  دلمر ختلو پورې ویده کیدل کراهت لري او ان حرام دی
فیلوله خوب : د لمر ختلو وروسته خوب  دی چې د انسان د ضعفی سبب ګرځي
قیلوله خوب :  د لمر خټلو وروسته تر ماپښین تر لمانځه خوب   دی  چې ښه  خوب ګڼل سوی دی
حیلوله خوب: د ماپښين د لمانځه داذان په وخت کښې خوب  یا وروسته د هغه خوب ته وايي
دې خوب ته  د ظلمت خوب ویل سوی دی  ځکه دا وخت ددعا او اجابت وخت دی او د اسمان دروازی  خلاصی وي
غیلوله خوب : د ورځي په جریان کښې خوبونه  ته وايي  چې ویل کیږی  دانسان د بدنی او ظاهري  ناروغیو  لامل ګرځي
علما وايي په مسجد کښې خوبونه مکروه دی ،په احادیثو کښې راغلي دي چې  مسجد الحرام او دحضرت رسول (ص) مسجد، هغه ځای  دی چې کله  انسان یوازې وي باید هلته  ویده نسي
د  معتبروروایاتو په استناد په دې ځایو کښې خوبونه د عصبي اختلالاتو  اوپریشانه  او ګډوډو خوبونو لامل ګرځي،
په احادثو کښې راغلي پر هغه  بام  چې دیوالونه  نه لري یا یوازې پر بام ویدکیدل منع سوي دي
هغه خونه چې هوا کش ونه لري یا د غني تارونه  وی  یا د انسان یا حیوان مجسمه یا انځور وي  یاپه هغه خونه کښې چې د لمر نیغي وړانګې لګیږی یا هغه خونه چې ور یا چت ونه لري  یا چت يې ډیر لوړ وي  خوب مکره یا ښه نه دی بلل سوی
ځینی مفسرین « نوم » د خوب هغه برخه بولي چې په کښې خوب لیدل کیږي.
د قرانکریم  د صافات د سورې به  (۱۰۳) مبارک  ایتونو کښې  د حضرت ابراهيم(ع) له ژبې  ویل سوي دي:
(انى ارى فى المنام…)« بیشکه زه پرله پسې  وینم په خوب کښې‏».
وايي رسول اکرم (ص) هر سهار په سجده کښې ویل :
««الحمد لله الذى احيانى بعد ما اماتنى و اليه البعث و النشور»
(شکر خدایه  چې ما ژوندی کوې له مړینې وروسته او بیا د هغه خواته  دوباره ژوندی کیدل او قیامت دی
علما وايي «النوم اخ الموت‏» مړینه دخوب ورور دی .

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: