ولې خپل ماشومان وړکتون ته لېږو؟

له خپل پلار، نیکه او نورو مشرانو نه پوښتنه وکړئ چې ایا په ټول عمر کې یې داسې څوک لیدلی دی چې خپل مال او دولت یې، یوه پردي کس ته د ساتنې لپاره ورکړی وي؟

ستا د اولادونو روزنه او برخلیک په چا پورې تړلی دی؟
تاسو، ستاسو د ګاونډي او که د کوم بل هېوادوال چې ته یې هېڅ نه پېژنې؟
زه باور لرم چې ستاسې ځواب (نه) دی.

له ښوونځي مخکې د زده کړو مساله په اتلسمه پېړۍ کې رامنځته شوه خو تر نورې نړۍ په اروپا په تېره المانیانو دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه کوله، همدا لامل هم دی چې لومړنی وړکتون په ۱۸۳۷ میلادي کې کال کې په المان کې جوړ شو. د هغه وړکتون نوم د (ماشوم باغچه)و.

هغه مهال له ښوونځي مخکې د زده کړو مساله ډېره ګرمه وه خو وروسته بیا وړکتون کې څه بدلونونه راغلل. شکل او محتوا کې یې بدلون راغی او اوسني وړکتونونه خو موږ او تاسو په خپلو سترګو لیدلي دي.

وروستیو کلونو کې چې افغانانو تعلم او پوهې ته مخه کړې ده او د ماشوم روزنې او پالنې ته څه ناڅه پاملرنه کېږي د وړکتونونو بازار هم ښه ګرم دی.

your ads

بې له دې چې دولت ددغو وړکتونونو د جوړونې لپاره علمي، اساسي او ښوونیز معیار په پام کې ونیسي. هر چاته اجازه ورکړل شوې ده چې وړکتون جوړ کړي.

په دې وړکتونونو کې هغه کسان کار کوي چې نه ورته په دولت او نه ورته په موسسو کې دنده پيدا شوې ځکه چې د دې وړکتونونو امتیازات او امکانات ډېر نه دي.

نو تقریبا ټول یا هم ډېری کارکوونکي غیر مسلکي کسان دي چې یوازې د معاش اخیستلو لپاره په یادې ادارې کې دنده ترسره کوي.

په غرب یا اروپا کې د یوه وړکتون د روزونکو لپاره بې شمېره معیارونه په پام کې نیول کېږي، حکومت او د ماشوم د حقونو څارونکې ډلې له دغو وړکتونونو په کلکه څارنه کوي. وسایل، امکانات، روزونکي، تدریسي مواد، د لوبو، خوړو، خوب توکي هرڅه کتل کېږي. دلته یوازې څو هغه معیارونه چې یوازې روزوونکي پورې اړه لري له تاسو سره شریکوم.

  • باید چې بشپړه روغتیا ولري.
  • په یاده برخه کې کافي تجربه او مورنی احساس ولري.
  • خوشاله او ښه چلند ولري.
  • ماشومانو ته اخلاقي او ایماني ژمنتیا ولري.
  • د ماشوم په هکله د کافي مالوماتو درلودونکی وي.
  • ماشوم کې تغیراتو او بدلونونو ته په پام سره باید د ماشوم روغتیايي حالت، علمي کچه، عاطفي، روانی او ذهنی حالت او دا ډول نورو بېلابېلو خواوو ته يې پام وي.
  • روزونکی باید منظم، پاک او د باطني ښکلا تر څنګ، ظاهري ښکلا هم ولري.
  • مینه ناک او زړه سواندی وي.
  • د ماشوم د ساتنې او پالنې په برخه کې باید پوره وړتیا ولري.
  • په دیني او مذهبی برخه کې مالومات ولري.
  • په ژبه حاکم وي.

او داسې په لسګونه هغه معیارونه چې یو ښه او کامل انسان یې لري، ځکه چې روزونکی د ماشوم لپاره یوه بېلګه یا مثال وي.

بهرنیان ولې خپل ماشومان وړکتون ته لېږي؟

تاسو ته ښه مالومه ده چې پرته له څو محدودو هېوادونو، په ټولو هېوادونو کې د کورنۍ د غړو شمېر درې یا هم څلور کسان وي، ښځه، خاوند یو یا هم دوه اولادونه.

غیر اسلامي نړۍ کې هر څوک د خپل ځان مسولیت لري. یانې ښځه مکلفه ده چې د خپل خرڅ او مصرف پيسې په خپله پیدا کړي او خاوند خپله.

نو د دې له پاره چې ښځه او خاوند دواړه خپلو دندو ته دوام ورکړي، په کورنۍ کې د ماشوم د ساتنې او پالنې لپاره هم څوک نه لري نو اړ دي چې خپل ماشوم وړکتون ته وليږي او خپله کار وکړي.

او بل دا چې هلته د وړکتون او ماشوم روزنه او پالنه په خورا جدیت تر څارنې لاندې وي.که چېرې له درې کلنۍ وروسته د لږو ساعتونو لپاره ماشوم هغو معیاري وړکتونونو ته ولېږل شي کېدای شي چې زیان یې خورا کم وي خو که د اوسني دود له مخې چې یو یا دوه میاشتني کې یې وړکتون ته سپاري، دا به د ماشوم لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه ولري چې د ژوند تر پایه به ورسره مله وي.

موږ ولې خپل ماشومان وړکتون ته لېږو؟

زموږ د کورنیو د غړو اوسي شمېر اته کسان دي، کورنۍ کې یوازې نارینه کار کوي او مېرمنه پرته د کور او ماشوم له کار نه بل هېڅ مسولیت نه لري. د دې ځای مېرمن له پیدايښت نه تر مرګه، ټول ژوند یې بیمه دی. له دې سره سره، په کورنۍ کې پلار، مور، نیا، نیکه، عمه، خور، ورور، کاکا او نور غړي چې د ماشوم له روزنې او پالنې سره عادت دي او تجربه هم لري او تر ټولو مهمه دا چې هم په عاطفي لحاظ او هم په اخلاقي لحاظ پرې د ماشوم د ساتنې اعتماد کېدای شي. د ماشوم په روزنه او پالنه کې له مور او پلار سره په کافي اندازه مرسته کوي.

ایا د ماشوم لپاره تر دې ښه، غوره او د اعتماد وړ روزونکي پیدا کولای شو؟

که غربیانو دا سې کورنۍ درلودای نو ایا هغوی به پردیو او نا اشنا خلکو ته د خپلو اولادونو روزنه او پالنه ور سپارلې وای؟

دا چې هغوی یوازې دي شاید یو لامل یې دا وي چې ماشومان د مور او پلار له مینې او تودې غېږې لرې د ډول، ډول روزونکو تر څارنې لاندې لوی شوي وي. دوی چې د مور او پلار مینه نه ده لېدلې نو دوی هم خپله مینه له مور، پلار یا هم د کورنۍ له نورو غړو سره نه وېشي او د زړښت امسا یې نه جوړېږي.

کله چې همدغه ماشومان غټان او میندې او پلرونه بوډاګان شي بیا نو همدغه اولادونه خپل مور او پلار سره هغه ډول سلوک کوي چې له دوی سره یې کړی دی. دوی هم خپل مور او پلار هغو مرکزونو ته سپاري چې دولت د بوډاګانو د ساتنې لپاره جوړ کړي دي.

زه نه غواړم امر وکړم یا فتوا صادره کړم چې خپل ماشومان وړکتون ته ولېږئ یا یې مه لېږئ، خو زما نظر دا دی چې د افغانستان شرایطو ته په پام سره، زه خپل ماشوم هېڅ کله هم وړکتون ته نه لیږم، ځکه چې دلته نه معیاري روزونکي شته، نه معیاري وړکتون او نه هم د حکومت او نورو ټولنو له خوا کومه څارنه او پاملرنه شته.

خپله لاسه، ګل لاسه.
(مصنوعي پښه د اصلي او میره د مور ځای نه شي نیولی)

ليکنه: آرش ننګیال

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب