نیک عمل | لنډه کیسه

یو تن د روښانه زړه خاوند چې د جهان و چارو ته یې د معرفت سترګي غړولي وي ،او د دنیا د اشارو نه یې یو څه اوریدل ، په یو بیابان کې یې یو څا ته نژدې ، یو سپی بیاموند، چې د ډیري تندی د لاسه یې د ژوندون آخری سلګۍ وي ، دې نیک عمله سړي د ډیر مهربانۍ او زړه سواندی نه ،څرنګه چې د څاه تر خواه د څاه بوقه (دولچه) نه وه ، نو خپله خولي یې د بوقی په شکل کړه ، او لنګی څخه یې د پړی کار واخیست او څاه ته یې د ننه استه او څو واری یې پری اوبه راویستلي ، او سپی ته یې اوبه ورکړي ، او هغه  یې د تندی د مرګ څخه وژغوره ،وايي : شپی یې خوب ولید چې یو ډیر نورانی سپین ږیری ،چې د ډیرو تجربو خاوند ښکاریده ده ته په خوب کې د ډیرو لوړو مقامونو بشارت یا زیری ورکړ ،د ده دهغه عمل په وړاندی چې سپی سره یې کړی وو. څومره د رحمت د دریاب غیږه پراخه ده ، چې یو سپی سره احسان هم دلته نه ورکیږي.

»»»»»»»»»»»»»

دا کیسه زمونږ د مکتب د فارسی په درسی کتابونو کې د فارسي په خواږه شعر کې وئیل شوي وه ، چې د کیسي انتباه، تعلیمی ، تربیوی ، او اخلاقی اړخ دومره اغیزناک وو ، چې لکه ما غوندی د ډیره خلکو به دا کیسه چې په شعر کې وه په یاد وي ، چې د هغه وخت او زمان د یو ښه اصول تدریس آستازیتوب یې هم کاوه ، او کوي یې،بده به نه وي که اصول تدریس کې داسي پند آموزه کیسې چې تعلیمی ، تربیوی ، اخلاقی ، او انتباهی اړوخونه ولري داخل شي ،

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب