معاملات په جبر او اکراه

په مجموعي توګه معاملات درې ډوله دي،چې په ځینوکې ئې په شرعي توګه د ژبې وینا سره دزړه خوښه او رضأ داعتبار وړوي، په ځینوکې یواځي په ژبه اقرار شرط وي نه دزړه خوشحالي،چې دا ټول روا او جائز دي،بلکې عبادت دی چې دانصاف لمن پرې نه ښودل شي دریم هغه چې رضأ وي خو تر شا ئې اکراه او مجبوریت وي چې دا ډول معاملات فاسد او ناروا دي.
لمړی: هغه چې په اکراه او جبر تحمیل شي.
دویم:هغه چې پرته له خوښېۍ په اقرارتر سره شي.
دریم: هغه معاملات چې رضأ او خوښه پکې شامل وي.

معاملات په جبر او اکراه:

قال الله تبارک وتعالی: يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَأۡكُلُوٓاْ أَمۡوَٰلَكُم بَيۡنَكُم بِٱلۡبَٰطِلِ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجَٰرَةً عَن تَرَاضٖ مِّنكُمۡۚ وَلَا تَقۡتُلُوٓاْ أَنفُسَكُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُمۡ رَحِيمٗا .( النسأ: ۲۹)
ژباړه:اې مؤمنانو! مالونه مو په خپل منځ کي په ناروا مه خورئ، مګر داچي ستاسو د رضأمندۍ تجارت وي او ځان وژنه مه کوئ، یقیناٍ چي الله درباندي مهربان دی.

الله (عزوجل)مؤمنان مخاطب کوي او فرمايي(لَا تَأۡكُلُوٓاْ أَمۡوَٰلَكُم بَيۡنَكُم بِٱلۡبَٰطِلِ: مالونه مو په خپل منځ کي په ناروا مه خورئ)په دې مبارک کلام کې ټول ناروا چاري چې د بل مال خوړل، تاوان رسولو سربېره دا حکم هم داخل دی چې خپل مال به هم په نامشروع لارو نه مصرفوې اونه به پرې حرام خوراک کوي اونه په پلورل او پېرودل کوي او نه به هم بې ځایه اسراف کوئ.
قرآنکريم دسوداګري او معاملاتو چاري بنیاد اواصل په لنډه توګه بیان کړ چې تشریحات ئې په مبارکو احادیثو کي ښودل شوي.

د سودا ګرۍ او اجارو څومره صورتونه دي په پلورلو،پېرېدلو(اخستلو او خرڅولو) کې او هم معاملات، فقهاي کرامو په سترو سترو کتابونو،فصلونو، بابونو او مباحثو کې توضیح او تشریح کړي،چې ټول دقرآنکريم د همدې لنډي جملي تفسیر او تشریح دي.

الله سبحانه وتعالی په دي مبارک بلیغ کلام کې ټول هغه ناحقه، ناروا او حرام پانګه تر لاسه کولو او خوړلو نه منع کړې ده،چې په زور،ظلم،جبر،تعدا،غلا، قمار،رشوت،دوکه،سټه د حرامو شیانو تجارت او حتی احتکار تر لاسه شي،ټول حرام معاملات ئې باطل او فاسد ګرځولي.
حضرت ابن حبان په تفسیر بحرمحیط کې لیکلي: د قرآنکریم په دې هدایت کې دیوتن شخصي پانګه هم شامل دی چې په نارواووکې مصرف کړي چې شرعاً ناجائز او اسراف وي.
د نارواوو دغه ټولې چاري لکه د پردي مال کي ناروا تصرف او خوړل دځان وژنې مترادف دي.
ځکه په ورځ د قیامت کې الله سبحانه وتعالی دذرې ذرې حساب اخلي.
په اخستلو او پلورلو کې ظلم، جبر او اکراه معاملات فاسدوي.
که معاملات تر سره هم شي،په چاچې تحمیل شوی وي د حالاتو مساعد کیدو په صورت کې اختیارمند دی چې معامله پرځای پریږ دي یا ئې باطله کړي.

حضرت رسول الله(صل الله عليه وسلم) دیو مؤمن مال د حرمت درجه دهغه دویني په اندازه بیان کړی او په دې اړوند ئې تاکید کړی.
وعن ابن عباس أن النبي صل الله عليه وسلم خطب الناس في حجة الوداع : لا يحل لامرئ من مال أخيه إلا ما أعطاه من طيب نفس.(رواه البيهقي في كتاب الغصب بإسناد صحيح)
ایضاً ، قال النبي( صلی الله عليه وسلم ): لا يحل مال امرئ مسلم إلا بطيب نفس منه. (حديث صحيح أخرجه أحمد والبيهقي والدارقطني وغيرهم)
ژباړه:حضرت عبدا لله ابن عباس(رضی الله عنهما) فرمايي: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) د حجة الوداع په موقع وفرمایل:  دیو مسلمان مال ترهغي بل چاته حلال او رواه نه دی،ترهغه چې په خوشحالۍ سره ئې په ورکولو راضي نه شي.

وعن عبد الله بن مسعودقال: قال النبي( صل الله عليه وسلم ): حرمة مال المؤمن كحرمة دمه.( سنن الدار قطني، مسند أبي يعلى و أخرجه البزار و…)
ژباړه : حضرت عبدا لله ابن مسعود(رضی الله عنه) فرمايي: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: دیومؤمن دمال حرمت دهغه دوینې په شان دی.

عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ رضي الله عنهما قَالَ: رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ(صلى الله عليه وسلم)يَطُوفُ بِالْكَعْبَةِ وَيَقُولُ: مَا أَطْيَبَكِ وَأَطْيَبَ رِيحَكِ، مَا أَعْظَمَكِ وَأَعْظَمَ حُرْمَتَكِ، وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَحُرْمَةُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ حُرْمَةً مِنْكِ، مَالِهِ وَدَمِهِ، وَأَنْ نَظُنَّ بِهِ إِلاَّ خَيْرًا.(رواه ابن ماجه و…)
ژباړه: حضرت عَبْد اللَّه ابْن عُمَر(رضي الله عنهما)فرمايي: سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) مې ولید چې دکعبې طواف په حال کې فرمایل:څومره دخوشحالۍ وړ او شان والائې، خوشبود څومره پراخه او حرمت دڅومره عالي دی.
قسم په هغه ذات چې دمحمد(صلی الله علیه وسلم)نفس دهغه په (بلاکیف) لاس کې دی،چې دالله سبحانه وتعالی په نزد دیو مؤمن حرمت دهغه پانګه او وينه ستا له حرمته ستر دی، موږ ئې د خېر له فکره بل څه نه ګڼو .

د کعبې لوړ مقام چې قبله دی،حرمت ئې څومره ستر او عظمت ئې څومره عالي دی، د دې سره سره سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) فرمايي چې د یو مؤمن بنده حرمت، پانګه او وینه د الله سبحانه وتعالی په نزد له هغه لوړ دی.
عن رفاعة بن رافع الرزقي(رضی الله عنه) خَرَجَ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى المُصَلَّى فَرَأَى النَّاسَ يَتَبَايَعُونَ، فَقَالَ : يَا مَعْشَرَ التُّجَّارِ، فَاسْتَجَابُوا لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَرَفَعُوا أَعْنَاقَهُمْ وَأَبْصَارَهُمْ إِلَيْهِ ، فَقَالَ: إِنَّ التُجَّارَ يُبعَثُونَ يَومَ القِيَامَةِ فُجَّارًا ، إِلَّا مَن اتَّقَى اللَّهَ وَبَرَّ وَصَدَقَ. (سنن ابن ماجه،سنن دارمي،سنن بیهقي،ابو نعیم الاصبهاني فی الحلیه،و…)
ژباړه: حضرت رفاعه بن رافع(رضی الله عنه) فرمايي: موږ دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په خدمت کې د مصلی په لور ووتلو، خلک مو لیدل چې اخستل او پلورل(ئې کول)،ورته وویل شول: اې دسودا ګرو ټولیه! دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) لورته متوجه شي، غاړې مو لوړ او سترګې مو پورته کړئ(هغوی داسي وکړل) حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)وفرمایل: قیامت په ورځ به سوداګر د فاسقانو او ګناهګارانو په صف کې وي،پرته له هغو(سوداګرو) چې له الله(عزوجل) ووېريږي نیکه معامله وکړي او رښتیا ووايي.

لیکوال:احمد الله عاطفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب