قياس شرعي اصل او په قرآن او حديث باندې ثابت دی

قیاس څه ته وايي؟

قياس په اصول الفقه کې څلورم اصل بلل سوی دی چې مظهر د شرعي حکم بلل کېږی، ځيني هغه خلګ چې د قرآن او حديث علم ورسره نه وي د قیاس د منلو څخه انکار کوي او هغه د شرعي اصل په حيث نه پېژني ځکه مې وپتيل چې د قرآن او حديث په حواله د قياس په ثبوت کې لاندي مقاله وليکم:

د قياس ثبوت د قرآن څخه:

فَاعتَبِرُوا يَا أُولِي الأَبصَار.[ سورة الحشر2]

ژباړه: عبرت واخلئ ای خاوندانو د عقل!

دلته “اعتبار” چې مصدر د “اعتبروا” دی  علماو په قياس باندي ترجمه کړی دی.

لکه چې په “حجية القياس” کې راځي:

وقد روى عن ثعلب أحمد بن يحيى النحوي اللغوي: أنه فسر الاعتبار بالقياس.

فالاعتبار هو تمثيل الشيء بغيره, وإجراء حكمه عليه, ومساواته به, وهذا هو القياس ……

والاعتبار مأمورٌ به لقوله {فاعتبروا} فيكون القياس مأموراً به)).[ حجية القياس صفحه 10]

ژباړه: د ثعلب احمد بن يحيی نحوي څخه روايت دی چې ده  تفسير د “اعتبار” په قياس باندي کړی دی، نو “اعتبار” مثال ورکول د يو شي دی په بل شي سره، او جاري کول د حکم د هغه دی پر هغه بل باندي، او مساوات د هغه شي دی دده سره، او عينا دغه خپله قياس دی.

او په اعتبار باندي امر سوی دی ځکه چې الله پاک فرمايي: فاعتبروا. نو په قياس باندي هم امر سوی دی.

  1. فجزاءٌ مثل ما قتل من النعم يحكم به ذوا عدلٍ منكم.[ سورة المایدة 95]

ژباړه: نو بيا جزاء کېږي د مثال د هغه چې ده وژلی دی د حيواناتو څخه او په هغه باندي دي ستاسو څخه دوه عادلان خلګ حکم وکړي.

ددې آيت په تفسيرکې جلالين ليکلي دي: و قد حكم ابن عباس وعمر وعلي رضي الله عنهم في النعامة ببدنة، وابن عباس وأبو عبيدة في بقر الوحش وحماره ببقرة، وابن عمر وابن عوف في الظبي بشاة، وحكم بها ابن عباس وعمر وغيرهما في الحمام، لأنه يشبهها في العبّ.

ژباړه: عبدالله ابن عمر، عمر او علي رضي الله عنهم حکم کړی په شترمرغ کې په اوښ سره، او ابن عباس او ابوعبيدة رضي الله عنهما حکم کړی په وحشي غوا او خره کې په کورني غوا سره، او ابن عمر او ابن عوف رضي الله عنهما حکم کړی په هوسۍ کې په پسه سره، همدا راز عبدالله ابن عباس او عمر او نورو رضي الله عنهم حکم کړی په کوتري کې په پسه سره ځکه چې کوتره د پسه سره په چښلو کې د اوبو مشابهت لري.

پدې آيت کې الله پاک مثل د شي پر ځای د شي ګرځولی دی، يعني مثل ته د شي يې د هغه شي حکم ورکړی دی، نو ددې څخه له ورايه داسي ښکاري، چې حکم د يوه شي وبل هغه شي ته چې د ته ورته وي ورکول کېږي، او د متماثلينو حکم يو شی دی، چې همدغه د شرعي قياس معنی ده.

او بيا په تفسير کې چې کوم صحابه راغلي چې هغوی د ځينو حيواناتو د جزاء په هکله حکم کړی دی ، آيا دغه قياس ندی؟ يقينا دا خپله قياس دی.

  1. إن الله لا يستحي أن يضرب مثلاً ما بعوضة فما فوقها.[ سورة البقرة 26]

ددې آيت څخه له ورايه داسي ښکاري چې الله پاک يو شی د بل شي سره مشابه کوي، لکه چې په همدغه سورت کې څو آيته وړاندي فرمايي: مثلهم کمثل الذي استوقد نارا…

او بيا فرمايي: اوکصيب من السماء فيه ظلمات ورعد وبرق…

چې شرعي قياس همدغه ته وايي: ځکه په قياس کې هم دغسي وي چې يوه مسئله پر بلي مسئلې باندي قياسيږي، نو چې کله الله پاک د خلګو د ښه سرخلاصېدلو لپاره قياس کوي پداسي حال کې چې د الله پاک د علم څخه هيڅ شی پټ او مخفي ندی، نو انسان چې عاجزه او کم علمه دی ولي به د يوې مسئلې د حکم د ښکاره کېدلو لپاره قياس نکوي؟

  1. همدا راز که سړی په دقت په قرآن کې وګوري نو دا به سړيته معلومه سي چې د قياس ثبوت په قرآن کې د ډېرو ځايونو څخه کېږي.

چې يو د هغو څخه هغه ځای دی کوم چې په قيصه کې د پيدا کولو د آدم عليه السلام راځي چې ملائکې الله پاک ته وايي: آيا ته هغه څوک په مځکه کې خليفه ګرځوې چې په مځکه کې فساد کوي او ويني تويوي؟.

دا خبره ملائکې پداسي وخت کې کوي چې لا تر اوسه الله پاک آدم عليه نه دی خلق کړی، نو معلومه خبره ده چې دوی آدم عليه السلام او د هغه اولاده پر جنياتو باندي قياسوي کوم چې مخکې تر آدم عليه السلام يې پر مځکه باندي خلافت کوی.

چې په خپل مينځ کې يې جنګونه کول ويني يې تويولې او په مځکې کې يې فساد کوی ځګه ملائکې عالم الغيب نه وې چې د آدم عليه السلام اولاده به په مځکه کې فساد کوي او وينه به تويوي، نو که دغه قياس نه وي نه څه به وي؟.

د قياس ثبوت د احاديثو څخه:

عَنْ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّهُ سَمِعَ صلى الله عليه وسلم: إذا حكم الحاكم فاجتهد, فأصاب فله أجران, وإن أخطأ فله أجر.[ متفق عليه. البخاري 6805 ومسلم 3240]

ژباړه: د عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روايت دی چې ده د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه واورېدل چې: کله يو حاکم حکم کوي او کوښښ وکړي نو حق ته ورسيږي دده لپاره دوه اجره دي او که خطاء سي نو دده لپاره يو اجر دی.

پدې حديث کې رسول الله صلي الله عليه وسلم د حاکم د حکم اسناد و اجتهاد او رأيي ته کړی دی او دا معلومه خبره ده چې قياس هم يو نوعه اجتهاد او رأيه ده.

  1. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ أَتَتْهُ امْرَأَةٌ فَقَالَتْ إِنَّ أُمِّي مَاتَتْ وَعَلَيْهَا صَوْمُ شَهْرِ رَمَضَانَ فَأَقْضِيهِ عَنْهَا قَالَ أَرَأَيْتَكِ لَوْ كَانَ عَلَيْهَا دَيْنٌ كُنْتِ تَقْضِينَهُ قَالَتْ نَعَمْ قَالَ فَدَيْنُ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ أَحَقُّ أَنْ يُقْضَى.[ مسند امام احمد 3245]

ژباړه: ابن عباس رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې د ته يوه ښځه راغله او ورته ويل يې زما مور مړه سوېده او پر هغې باندي روژې د رمضان پاتي دي آيا زه يې د ځايه څخه قضاء را وګرځوم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: کچېري پر هغې باندي پور وای آيا تا يې د ځايه څخه پور آداء کوی؟ ښځي ويل: هو، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: نو د الله حق ډېر ددې مستحق دی چې آداء کړل سي.

پدې حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ښځي ته د قياس د استعمالولو راهنمايي کړېده ځکه چې دلته ده خپله حق د الله پرحق د بنده په وجوب کې د قضاء قياس کړی دی.

  1. عن جابر بن عبد الله، أن عمر بن الخطاب، قال: هششت، فقبلت وأنا صایم، فجئت رسول الله صلى الله عليه وسلم، فقلت: لقد صنعت اليوم أمرا عظيما، قال: «وما هو»، قلت: قبلت وأنا صائم، فقال صلى الله عليه وسلم: «أرأيت لو مضمضت من الماء»، قلت: إذا لا يضر، قال: «ففيم ».[ صحيح ابن حبان 3613]

د جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روايت دی چې عمر بن خطاب رضي الله عنه وويل: ما ته اشتهاء پيدا سوه نو ما خپله ښځه مچ کړه پداسي حال کې چې زما روژه وه نو زه و رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلم ورته ومي وويل: يا رسول الله نن مې ډېر غټ کارکړی دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: څه کار دي کړی دی؟ ما ورته وويل: خپله ښځه مې مچ کړې پداسي حال کې چې روژه مې درلودل، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ته څه فکرکوې که دي چېري اوبه پر خولې غړولي وای؟ ما ويل هيڅ تاوان يې نکوی،(يعني روژه نه ماتېدل) رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو دلته په څه خاطر روژه ماته سي؟. يعني دلته هم نه ماتيږي.

اوس پدې حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د روژې عدم افطار د روژې  په مچ باندي قياس کړی پر عدم افطار د روژې د خولې په پرېولو باندي چې همدغه خپله شرعي قياس دی.

  1. همدا راز په قيصه کې د معراج د رسول الله صلي الله عليه وسلم راځي: قالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَفَرَضَ اللَّهُ عَلَى أُمَّتِي خَمْسِينَ صَلاَةً فَرَجَعْتُ بِذَلِكَ حَتَّى مَرَرْتُ عَلَى مُوسَى فَقَالَ مَا فَرَضَ اللَّهُ لَكَ عَلَى أُمَّتِكَ قُلْتُ فَرَضَ خَمْسِينَ صَلاَةً قَالَ فَارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَإِنَّ أُمَّتَكَ لاَ تُطِيقُ ذَلِكَ الخ…[ صحيح البخاري 349]

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل: الله پاک زما پر امت باندي پنځوس لمونځونه فرض کړه، نو زه د همدغه سره راغلم تر څو چې پر موسی عليه السلام تېر سوم، ده راته وويل: الله پاک څه شی ستا پر امت فرض کړه؟ ما ورته وويل: پنځوس لمونځونه، ده راته وويل: بيرته ولاړ سه خپل رب ته ځکه چې ستا امت ددې توان نلري، همداغسي يې دا خبره ورته کړې تر څو چې پنځو لمونځونو ته رسېدل، بيا ددې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم رجو ع نده کړې.

نو دلته موسی عليه السلام د کوم ځای څخه وپوهېدی چې ستا امت دغه کار نشی کولای؟ معلومه خبره ده چې ده امت د رسول الله صلی الله عليه وسلم پرخپل امت باندي قياس کړی دی چې هغوی و نه کولای سوه نو دوی يې هم نسي کولای. لکه چې په حديث کې د مسلم شريف ددې حديث سره داسي هم راغلي دي: فَإِنِّى قَدْ بَلَوْتُ بَنِى إِسْرَایيلَ وَخَبَرْتُهُمْ. يعني ما بني اسرائيل امتحان کړه، هغوی ونکولای سوه.

نو قياس يو شرعي دليل او مُبَين د شرعي احکامو دی څوک چې يې انکار کوي د هغوی انکار بې دليله او تعصبي دی ځکه کوم خلګ چې د قياس څخه د انکار آوازونه کوي خپله غافلانه قياسونه کوي، ولي چې بېله قياس کولو څخه د ژوند پر مخ بيول د محالاتو څخه دی.

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب