فیض د سحر | شعر
نه پوهــیږم، چې تصـــور راته د چـــا ورســــــید
چې مې دمـاغ ته د هـوس، بوی د سبا ورســــید
له کیــفیت نه دســـــحر او فـــــــــیوضاتو د قــدس
د محــــبت پیــغام مې زړه ته، له آشــــنا ورســـید
چې د معنـی په عـالمونو خــپل پرواز کړم اوچت
ســیردخیـــال ته مـــی،وزرونه دهمـــا ورســـید
دعبـادت نه کـمه نه ده ،ژورســـوچ په خپل حال
دغــه ارشــــــاد له رمــــوزاتو،د دنــــیا ورسـید
هـلتـه چې ورک وم په سوچــونو د هســتي او فنا
یا ربه! څنــګه ستــــا پیــغام زړه ته زمـا ورسید
اغزن ماحــول په ګلــستان ،د مــــعرفت شو بدل
دمصلــــحت قــــدم چې هلـــته، د دانـا ورســـید
چې خار وخس څخه راټول کړم،دعبرت نښاني
د زړه غوږونــوته مې،ټــــکي د معــنی ورسید
رمز د وینــاوو،په خپل مینځ کې دبلبل او دګل
پیــام د دواړو زمــا ذهــن ته رســا ،ورســــــید
رندان له خـــپلو طــالو،ډکي پیـــــالي وڅښـــلي
د ســاقي تشــــه پیــمانه شوه ،چې په ما ورسید
زمـــاني هرې خـوا و ټولوته خــندا غـوره کړه
ماته په ټول ژوندون ،په ویر او په ژړا ورسید
سید عبید الله نادر