غښتلی فکر

لیکنه: معصوم معصومي

زما فکر نه و، زه بې فکره وم، د هغه پام نه و، هغه ډیر کوچنی فکر لري، هغه هیڅ فکر نه کوي، موږ ډیر بې فکره یو، دوی ډیر بې فکره دي یا زه فکر کوم، زما په اند، زما په فکر…دا ټولې هغه جملې دي چې په روزانه خبرو کې د خلکو په خولو ویل کیږي چې معمولاً د ځینو غلطیو په وخت کې استعمال کیږي خو دا ځیني لکه زما په فکر، زما په اند یا زه فکر کوم دغه جملې خبرو ته د ښکلا او د جملو تر منځ د تسلسل د راوړلو لپاره هم کارول کیږي ډیر کله به داسې هم شوي وي چې تاسو له ځان سره مصروف یاستی د ځینو مسایلو په اړه به فکر کوی د هغوی د حل لپاره به مو هر اړخیز فکر کړی وي دا د فکر غښتلتیا لپاره یوه ښه طریقه ده تر څو د یو کار څخه مخکې تاسو د هغه په اړه فکر کړی وي او د اجرا لپاره مو په زړه پورې او ګټورې لارې چارې ورته سنجولي وي چې په دې سره ستاسو فکري وده نوره هم پیاوړي کیږي خو داسې هم نه ده چې موږ د فکر د ځواکمن کولو لپاره یوازې د کارونو په اړه له ځان سره سلا او مشورې وکړو اصلاً د فکري ځواک او پیاوړتیا لپاره موږ نورې ډیرې لارې چارې هم لرو تر څو خپل فکر ورځ تر بلې غښتلی کړو.

تاسو پوهیږی چې آلله تعالی د نور مخلوق په پرتله انسان اشرف المخلوق ګرځولی تر څو انسان خپله وکولی شي چې ژوند وکړي او د هغه څیښتن جل جلاله عبادات وکړي او تل د هغه جل جلاله په لوري سجده وکړي او خپله عاجزي څرګنده کړي نو آلله تعالی چې انسان یې اشرف المخلوق ګرځولی په دې مانا چې هغه ته یې عقل ، شعور ، پوهه او په مغز کې یې قوي حافظه هم ورکړیده تر څو انسان د خپل ژوند د پرمختګ او ښکلي کولو لپاره د ښو او بدو تشخیص؛ او د ځان لپاره د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي نو له همدې امله د علم او پوهې تر څنګ انسان ته تر ټولو زیات اړین فکري ځواک او غښتلتیا ده که یو څوک علم او پوهه ولري خو چې د علم او پوهې سره یې فکر مل نه وي نوموړی پنځوس سلنه ناکام ګڼل کیږي ولې چې فکر د انسان لپاره یو حیاتي ارزښت لري چې تل باید ټینګار پرې وشي.

موږ او تاسې په ټولنه کې د ډیرو خلکو فکري وده او کمزوري پیژنو څوک ښه فکر لري او څوک کم؛

څوک چې علم لري فکر یې کمزوری وي او ځیني داسې هم شته چې د علم څخه محروم وي مګر فکري غښتلتیا یې دومره پیاوړې وي چې سړی دا فکر کوي چې نوموړی لوړ تحصیلات لري خو دا هم باید له یاده ونه باسو چې ډیر خلک په طبیعي ډول د وړتیا او لیاقت څخه برخمن وي چې له هغې جملې څخه غښتلی فکر هم یوه طبیعي وړتیا ده چې د کایناتو خالق انسان ته مفت ورکړی وي تاسو ته بهتره معلومه ده چې کله د یو چا څخه د یو څه په اړه پوښتنه کوو نو ځیني خلک یې ډیر ژر په همغه لحظه کې ځواب وایي او ځیني لږ فکر کوي او یا د فکر کولو لپاره لږ وخت درڅخه غواړي چې دا هم غښتلي فکر او کمزوري فکر یوه نمونه ده همدارنګه که چیرته موږ د خلکو مجلسونو ته رجوع وکړو یو څوک ډیرې سختې خبرې په روانه ژبه په همغه شیبه کې یې ژر تحلیلولی شي او بل څوک یې د ژبې په بندښت سره په وقفایي شکل تحلیلوي یا که د رسنیو ګردیزي میزونه وګورو د چارو کار پوهان د یو او بل سره د مسایلو په تحلیل او د خبریال پوښتنو ته ځواب ورکول په فکري توګه توپیر لري چې له جملې یې د یو تکړه خبریال فکري ځواک نسبت دوی ته ډیر پیاوړی وي چې د دوی د هر ځواب په ویلو کې خبریال بلا پوښتنې نورې هم پیدا کوي او د خبرو په منځ، منځ کې یې ترې کوي

له بله اړخه که وګورو قومي مشران چې اکثره یې نالوستي وي څومره ښې په زړه پورې مفصلې خبرې کوي چې شاید یو تعلیم یافته شخص یې په همغه بڼه ونه کړای شي چې دا هم د قومي مشرانو د عقل تر څنګ په قومي مسایلو کې د هغه خپله پخه شوې تجربه ده همدارنګه نورې بیلګې هم شته چې له جملې یې د کوچنیو ماشومانو یاده ونه کولی شو، دوی هم کله، کله د لویانو څخه تیز او چټک فکر په لرلو کې وړاندې دي چې د ماشومانو د دا ډول فکري ځواک د کورنۍ او ټولنې لپاره د یوې ښې راتلونکې زیری هم له ځانه سره لري چې باید کورنۍ باید په ماشومانو باندې زیاته پانګه مصرف کړي تر څو په راتلونکې کې زموږ ماشومان د ټولنې د خدمت لپاره مسولیت په غاړه واخلي.

د پورته بیلګو د یادولو څخه ضرور موږ او تاسو ته دا پوښتنې پیدا کیږي چې څنګه کولی شو خپل فکر غښتلی کړو؟

د فکري غښتلتیا لپاره باید څه وکړو؟

له کومو لارو څخه کولی شو خپله فکري سرمایه لا پسې غني کړو؟

دا هغه پوښتنې دي چې تاسو یې تر ډیره حده ځواب ورته ویلی شی خو په هر صورت دومره به ووایو چې د علم او ادب خاوندان په دې زیات ټینګار کوي چې که یو څوک په ریښتیا سره وغواړي خپل فکر غښتلی، ذهني وده یې غني شي نو تل د په مطالعه کولو باندې تمرکز وکړي د دوی په وینا مطالعه هغه څه ده چې تل به د عقیده وي، سیاسي، کلتوري، اجتماعي او ټولنیزو معلوماتو په لرلو سره به د ښه فکري ځواک څیښتن وې نو بناءً ویلی شو چې که وغواړو د خپل علم تر څنګ زیات معلومات ولرو او تل په غښتلي فکر باندې سرمایه ګذاري وکړو نو باید د هر ډول مطالعې لړۍ ته دوام ورکړو همدارنګه د ذهني او فکري ودې د ګړندیتوب لپاره مهمه دا ده چې تل باید کوښښ وکړو په ټولنیزو، دیني، اجتماعي او سیاسي مسایلو کې ګډون وکړو او یا یې د ډلییزو او ټولنیزو رسنیو له لارې یې تعقیب کړو چې دا هم زموږ فکرونه غښتلي او د معلوماتو په زیاتولو کې مهم رول لوبولی شي له بلې خوا باید د ټولنې په تیره بیا په کلیو، مسجدونو، قومي مجالسو، د ځوانانو په بنډارونو او دیته ورته نورو پروګرامونو کې هم باید برخه ولرو تر څو د هر چا ښه او بده خبره اوریدل او په وړاندې یې مقابل لوري غبرګون یا موافق کیدل تاته ددې چانس درکوي چې په اړونده موضوعاتو له ځان سره ازادانه فکر وکړې تر څو ستا فکر له هر لوري غني او تل غښتلی واوسي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب