غواړۍ خپله میرمن په ځان میېنه کړئ؟

بې له شکه چې میرمنې د خپلو میړونو سره مینه لري؛ بیخې ډیره! میرمنې وايې، چې خاوندان يې د سرتاج او د زړه تسکین دی. د زړه چمن يې پر همدوې ګل ګلزار دی.

خو پوښتنه داده، چې نارینه څنګه کولای شي، خپله میرمن لا څو چنده زیاته په ځان مینه کړي؟!

څو واړه کارونه، چې ستاسې میرمن څو چنده زیاته په تاسې مینوي!

۱ـ میرمن ته مو د چکر ورکولو وعده ورکړئ. هغې ته ووايې، چې نن ماسپښین، پنجشنبه او یا هم جمعه هغې ته چکر ورکوئ.

۲ـ د اوریدلو پوره حوصله ولرئ. میرمن ته مو ثابته کړئ، چې تاسې هغه په پوره  حوصلې سره اورئ.

۳ـ میرمن ته د خپل احساساتو اظهار وکړه؛ خو په ریښتنې او صادقه ډول.

۴ـ میرمن ته مو اشپزي وکړئ. هغې سره په اشپزې کې مرسته وکړئ او هغې ته د هغې د خوښې خواړه تیار کړئ.

۵ـ میرمن مو خریدارئ ته بوځئ. تاسې پوهیږئ، چې خریداري یا شاپینګ د میرمنو د خوښې سپورت دی.

۶ـ کله کله عیرې رسمي هم اوسه. لږه لږه ګډوډې هم کوه. مثلا کتاب دې په کوچ کې ولوست، هملته يې پریږده.

۶ـ تفاهم کوئ. کله چې هم مسله سخته شوه، کوشش وکړئ، چې یو بل ته تیر شئ.

۷ـ میرمن ته زیاته مینه ورکړئ. هغه ښکل کړئ او په غیږ کې يې ونیسئ.

۸ـ د میرمن د کورنۍ اخترام وکړئ. دا چاره تاسې په خپله میرمن ډیر ګرانوي.

لیکنه: احمد زبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب