غرونه او له اسلام څخه زدکړه

د نړۍ خالق په ځمکه کې غرونه پيدا کړل هغه يې د ښايست او ښکلا تېرولو سرچينه و ګرځوله او هم ډېرې ګټې يې په غرونو پورې تړلي دي څرنګه چې پدې اړه خدای (ج) فرمايي:
ژباړه: او په ځمکه کې يې غرونه کلک کړل او ځای پر ځای کړل ترڅو ځمکه تاسو ونه خوځوي، لښتي او لارې يې پيدا کړې ترڅو لاره پيدا کړی.
ژباړه: او نه مو دي ګرځولي غرونه لکه ميخونه.
خدای (ج) فرمايي:
ژباړه: آيا تاسو و نه ليدل چې خدای (ج) له اسمان څخه اوبه وروي نو د هغې په سبب مې ميوې توليد کړې چې رنګونه يې بېلابېل دي او له غرونو څخه لارې دي چې بېلا بېل رنګونه لري او سپينې او سرې طايفې او نورې طايفې په اخره اندازه تورې دي.
غرونه د بشر او ژوو يو ډول خوندي ځای دی بشر غرونه سوري کوي او له هغې څخه د ډبرو بلاکونه را وباسي، له هغې څخه تعميرونه جوړوي پداسې حال کې چې ژوي د هغې سوريو کې اوسيږي او هم دارنګه غرونه د اوسيدو ځايونه دي او د وسايلو پوښښ او ښه پټن ځای هم دی قرآن مجيد په زياتو او بېلا بېلو مبارک آيتونو کې دې نعمتونو په اړه وضاحت را کړی او بيان کړی څرنګه چې پدې اړه فرمايي:
ژباړه: او په ياد راولی الهي نعمت هغه وخت چې ويې ګرځولی تاسې ځای ناستي (خليفه ګان) وروسته د عاد له قوم څخه او تاسو ته يې په ځمکه کې استقرار در کړ د هغې له زېرمو څخه کوشکونه جوړوي او د غرونو په تراش شويو ځايونو کې کورونه جوړوي نو ياد کړئ د خدای (ج) نعمتونه او په ځمکه کې وراني مه کوئ آی فساد کوونکو!.
ژباړه: او خدای تعالی (ج) له خپلو مخلوقاتو څخه سيوری پيدا کړ او تاسو ته يې په غرونو (د پټن ځای په توګه) سوري پيدا کړي او تاسو ته يې جامې چې تاسو له ګرمۍ څخه وساتي او هغه جامي چې تاسو د جګړې له زيان څخه ژغوري جوړې کړې هم دا رنګه خپل نعمت يې تاسو ټولو لپاره در کړ چې اسلام راوړئ.
د خلکو اړتياوې او د ژوندانه د چاپيريال اړتيا مونږ دې ته اړ کوي چې د غرونو د زېرمو ساتنه وکړو ترڅو له ستونزو څخه لکه سيلابونه، چاپيريالي ککړتيا، د اوبو د زېرمو ضايع کول وچکالي او په ځمکه کې د تودوخي د درجې له لوړولو څخه په امان کې وو څو په همدې ترتيب د ژوند بڼو څخه هم په قناعت بخښونکي توګه ساتنه وشي او مصؤن وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب