عضوي مرکبات، قندونه، نشایسته، پروتین، شحم، انزایم او تیزاب

عضوي مرکبات (Organic compounds)

هغه مرکبونه چې په جوړښت کې يې کاربن او هایدروجن موجود وي، عضوي مرکبونه ورته وايي. غذايي مواد چې عضوي جوړښت لري، له بیولوژیکي نګاه څخه ډېر مهم دي او د حیاتي فعالیتونو لپاره انرژي منځته راوړي. قندونه، پروتینونه او شحمونه د عضوي مرکباتو له ډلې څخه دي. دغه توکي د اکسیجن په موجودیت کې سوځي، چې انرژي او بېکاره توکي منځته راځي. لاسته راغلې انرژي د بدن د فعالیتونو لپاره په کار وړل کېږي او بېکاره توکي لکه کاربن ډای اکساید او یوریا د اطراحیه سیستم له لارې له بدن څخه خارجېږي. په دې درس کې د یاد شویو عضوي توکو د جوړښت او دندو په اړه لولو.

قندونه (Sacrum)

قندي توکي هغه مرکبونه دي، چې په خپل جوړښت کې کاربن، هایدروجن او اکسیجن لري. د قندونو عمومي فورمول Cx(H2O)y دی. قندونه د بدن د انرژۍ د پوره کولو یوه مهمه سرچینه ده. د یو ګرام قند له سوځېدو څخه ۴ کیلو کالوري انرژي په لاس راځي. قندونه په بېلا بېلو بڼو پیدا کېږي لکه یو قېمته، دوه قېمته او څو قېمته قندونه.

یو قېمته قند (Mono sacrum): یو قېمته قندونه چې بېلګې يې ګلوکوز، مالتوز او فرکتوز دي. فرکتوز په میوه کې پيدا کېږي، لکتوز په شیدو کې پیدا کېږي، مالتوز په اوربشو کې پیدا کېږي او په خوږو شربتونو کې ګلوکوز پېدا کېږي. یو قېمته قندونه د ټولو قندي توکو د جوړښت واحدونه دي.

دوه قېمته قند (Disaccharide): دوه قېمته قندونه چې بېلګه يې سکروز ده او په ګني او لبلبو کې پیدا کېږي. د خوړو بوره هم له سکروز څخه منځته راځي، چې C12H22011 فورمول لري. په دې حالت کې دوه مالیکوله ګلوکوز سره یوځای کېږي او یو مالیکول اوبه له لاسه ورکوي؛ ترڅو سکروز منځته راشي.

څو قېمته قند(Polysaccharide): په دې ډوله قندونو کې د ګلوکوز له دوو څخه زیات مالیکولونه سره یوځای کېږي او څو قېمته قندونه منځته راځي، لکه سلولوز. سلولوز څو قېمته قند دی، چې د نبات د حجروي دیوال په جوړښت کې شتون لري او د انسانانو لپاره د هضم وړ نه دی. په یخو اوبو کې نه حل کېږي؛ خو د پړسېدو توان لري. ټول پولي سکرایدونه کولی شي د هایدرولیز په واسطه په کوچنیو مالیکولونو ووېشل شي.

نشایسته (Carbohydrates)

د پولي سکراید له ډلې څخه ده. د نشایستې مالیکول د ګلوکوز د څو مالیکولونو څخه چې یو اندازه اوبه له لاسه ورکوي او منځته راځي. په حجره کې د نشایستې مالیکولونه د کروي شکله دانو په منځ کې واقع وي، چې د امیلوپلاستید په نامه یادېږي. هره یوه دانه د یوې غشا په وسیله احاطه شوې ده، چې د خوړو د پخېدو په وخت کې يې پوښ چوي او له هغې څخه د نشایستې مالیکولونه راوځي. د خوړو پخول د نشایستې د مالیکولونو د هضم د عمل اسانېدو لامل کېږي. نشایسته له آیودین سره تعامل کوي او ابي رنګ اخلي.

سلولوز (Cellulose)

سلولوز څو قېمته قند دی، چي د نبات د حجروي دیوال په جوړښت کې شتون لري او د انسانانو لپاره د هضم وړ نه دی. خو ټول واښه خوړونکي حیوانات چې په هاضمي جهاز کې ځانګړې بکتریاوې لري، سلولوز تجزیه کوي. سلولوز لرونکي خواړه لکه سلاد او سابه د قبضیت په لرې کولو کې مرسته کوي. په یخو اوبو کې نه حل کېږي؛ خو د پړسېدو توان لري. ټول پولي سکرایدونه کولی شي د هایدرولیز په واسطه په کوچنیو مالیکولونو ووېشل شي.

 

پروتین (Protein)

پروتینونه پېچلي عضوي مرکبونه دي، چې په خپل ترکیب کې سربېره د کاربن، اکسیجن او هایدروجن د عناصرو د سلفر او فاسفورس عناصر هم لري، چې د حجرې مهم جوړوونکي مواد دي.

پروتینونه لوی مالیکولونه دي. د امینو اسيدونو په نامه د کوچنیو مالیکولونو له یوځایوالي څخه منځ ته راځي. د پروتین په جوړښت کې امینو اسیدونه اساسي پایه ده.

امینو اسیدونه هم عضوي مرکبونه دي، چې له کاربن، اکسیجن او هایدروجن او نایتروجن څخه جوړ شوي دي. تر اوسه پورې په ژوندیو موجوداتو کې ۲۰ ډوله امینو اسیدونه پېژندل شوي دي. چې د هغوې له یوځایوالي څخه د پروتین مالیکول جوړېږي. پروتین د ژوندیو موجوداتو د ودې او نورو حیاتي فعالیتونو کې کارول کېږي. امینو اسیدونه دوه ډوله دي: اساسي او غیر اساسي. اساسي هغه دي چې حتما باید له غذا واخيستل شي، ځکه د انسان بدن یې نه جوړوي او غیر اساسي هغه دي چې بدن يې خپله له نورو امینو اسیدونو څخه جوړولی شي. د پروتینو مهمې سرچینې شيدې، هګۍ، غوښې، لوبیا، نخود او غنم دي.

 

 

شحمونه (lipids)

شحمیات هم له کاربن، هایدروجن او اکسیجن څځه جوړ دي. په اوبو کې غیرمنحل دي او د حجرې د مهمو اجزاوو په ترکیب کې برخه اخلي. شحمیات دوه سرچينې لري، چې یوه حیواني او بله يې نباتي ده. د روغتیا او سلامتیا لپاره باید د نباتي شحم استفاده شي. شحمونه یا غوړ د شحمي تېزابونو او ګلیسرول د تعامل څخه لاسته راځي. له شحمیاتو څخه هم د انرژۍ د برابرولو لپاره ګټه اخيستل کېږي. هغه اندازه انرژي چې د یو ګرام شحم له سوځولو څخه منځته راځي، ۹۰۰۰کالوري ده چې د پروتین او قندونو په تناسب دوه برابره ده. څېړنو ښودلې ده چې د شحمونو په زیاتو خوړو سره په رګونو کې د کلسترول اندازه زیاتېږي او رګونه تنګوي، چې د زړه د سکتې لامل ګرځي.

 

 

انزایمونه(Enzymes)

انزایمونه عضوي توکي دي، چې په ژوندۍ حجره کې ترسره کېدونکي کیمیاوي تعامولونه تنظیم او چټکوي. په ژوندۍ حجره کې زرګونه ډوله بېلا بېل انزایمونه موجود دي. بې د انزایم له شتون څخه حجره اصلاً ژوندۍ نشي پاتې کېدای. تقریباً ټول کیمیاوي تعاملونه د ژوندیو موجوداتو په حجرو کې د کتلستونو تر تاثیر لاندې سرته رسېږي.

انزایمونه له پروتيني او غیر پروتیني برخو څخه جوړ شوي دي. دواړه سره یوځای کتلستي عمل ترسره کوي. د انزیمونو غیر پروتیني برخه له ویټامين B څخه جوړه شوې ده. انزایمونه د ویټامینونو پرته عمل نشي کولی او د یو بل لپاره لازم او ملزوم دي. د هر ډول موادو لپاره جدا انزایم دی او د انزایم په موجودیت کې یو کیمیاوي عمل په لږه انرژۍ او لږ وخت کې ترسره کېږي. د ځینو غذايي موادو تجزیه ډېرې تودوخې ته اړتیا لري، چې دغه اندازه تودوخه د انسان بدن ته تاوان لري؛ خو د انزایم په موجودیت کې دغه مواد په لږه تودوخه کې تجزیه کېږي. لنډه دا چې انزایمونه د کیمیاوي تعاملات د چټکتیا او په اسانه توګه ترسره کېږي.

د انزایم په اړه یوه بله جالبه نظریه د قلف او کلي نظریه ده، یعنې معنا دا لکه څرنګه چې د هر قلف لپاره خپله کلي وي، داسې د هرې تجزیه کېدونکې غذايي مادې لپاره خپل انزایم دی.

 

هستوي تېزابونه (Nucleic Acid)

د ۱۹ پېړۍ په پای کې فریدریک مېشر وښودله، چې د هستوي تېزابو توکي له پروتین سره یوځای د حجرې په داخل کې شتون لري، چې دا هستوي مواد له نورو پروټينونو څخه توپیر لري. نو له دې کبله يې ورباندې د هستوي تېزابونو نوم کېښود. هستوي تېزابونه هغه مرکبات دي، چې له نوکلیوتاید څخه منځته راځي او په ټولو حیواني او نباتي حجرو کې شتون لري. ویلی شو چې هستوي تېزابونه د حجرې ټول اعمال لکه وده، د مثل تولید، د پروټین تشکیل او د میتابولېزم نورې عمليې کنترولوي. هستوي تېزابونه په دوه ډوله دي: RNA او DNA دي.

Ribo Nucleic Acid) RNA)

RNA یو ریشتوي جوړښت لري او پنځه کاربنه قند، فاسفیټ ګروپ او له څلور قلوي ګانو څخه جوړ شوی دی. دغه څلور قلوي ګانې عبارت دي له ادنین، ګوانین، سایتوسین او یوراسل څخه. RNA د دندو له پلوه په لاندې ډولونو وېشل کېږي.

  • پیغام وړونکی Messenger RNA: هدایات او پيغامونه د هستې له DNA څخه اخلي او په سایتوپلازم کې يې ریبوزومونو ته رسوي.
  • رایبوزومي Ribosomal RNA: کیمیاوي مواد دي، چې رایبوزوم ورڅخه جوړ شوي دي. دا د پروتین په جوړښت کې مرسته کوي.
  • لېږدوونکي Transfer RNA: دندې یې رایبوزوم ته د ازادو امینو اسیدونو رسول دي؛ ترڅو د پروتین په جوړولو کې ورڅخه کار واخلي. لېږدوونکی RNA په سایتوپلازم کې پېدا کېږي.

Deoxy Ribo Nucleic Acid) DNA)

DNA زینې ته ورته شکل لري، چې د واټسن او کریک لخوا په ۱۹۵۳ م کال کې وړاندې شو. د DNA په جوړښت کې څلور قلوي شامل دي، چې له ادنین، ګوانین، سایتوسین، او تایمین څخه عبارت دي. د DNA په داخل کې د ادنین اندازه له تایمین سره او د ګوانین اندازه له سایتوسین سره برابره ده. A=T او C=G دغه کشف د ایرووین چارګف په واسطه سرته ورسېد او د ایرووین چارګف د قانون په نامه یادېږي. DNA د حجرې په هسته کې شتون لري او د جین په درلودلو سره د حجرې ټول فعالیتونه کنترولوي.

تمرین

لاندې ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړئ.

  1. ګلوکوز ……………. قېمته قند دی.
  2. سکروز ……………قېمته قند دی.
  3. سلولوز …………….. قېمته قند دی.
  4. د یو ګرام قند په سوځېدو سره ………… کيلو کالوري انرژي په لاس راځي.
  5. پروتین له ……………. څخه جوړېږي.
  6. د یو ګرام شحم له سوځېدو څخه ………. کالوري انرژي په لاس راځي.
  7. DNA زینې ته ورته شکل لري، چې د …………. او …………. لخوا وړاندې شو.
  8. RNA ……………. ته ورته شکل لري.

حل

  1. یو قېمته
  2. دوه قېمته
  3. څو قېمته
  4. ۴ کيلو کالوري
  5. امینو اسید
  6. ۹۰۰۰ کالوري
  7. واټسن او کریک
  8. تار
Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب