افغانستان مشاهیر

شهيد سردار محمد داود خان دخلکو په زړونو کې

د سر دار محمد داؤد شخصيت داو لسي عادي افغانانو او سياسي كسانو په وړاندي سره تر دې چي متفرق رنګونه لرل خو دهغه دوست او دښمن ټول په دې باور وه چي هغه يو ملي ، مترقي او پر هيواد مين څوك وو ځكه نو ډېر ډېر دهغه دمخاليفونو په شمول پدې باور دي چي دهيواد او افغانستان لپاره يې كار كاوه دنوموړي په وړاندي  دهغه دوخت  دلويي جرګې يو غړى ، دجهاد او مقا ومت پر مهال دجمعيت اسلامي په ګوند پوري اړوند دجنوب لوېديز زون دساحوي دفتر مرستيال څارنوا ل منګل خان كاكړ را ته وويل : چي (( زما ډېر ښه پيا دي هغه دجرګې له ټولو وكيلانو سره داكه دده مخالفين وه او كه ده ته خوشبين وه په يو ډول ستړي مسې كوله دلويي جرګې دتدوير پر مهال  چي مشري يې كندهارى سپين ږرى عزيز الله واصفي كوله دجرګې تا لار ته راغۍ له ټولو غړو سره يې دلاس روغبړ وكړ او له هره يوه څخه يې دا يوه پوښتنه كوله چي (( چطور استي ؟ )) ((بخير آمدي )) او بيا به بل يوه ته ور تير سو خو له هغه چاسره چي به يې دزړه له تله ستړې مسيا كوله نو بيا به يو درنګ شېبه ور سره ودرېد يوه دوې پوښتني به يې ور څخه وكړې  دا به يې پدا سي حال كي ور سره وكړې چي دهغه لاس به يې په لاس كي نيولۍ او دوه درې ځلې به يې ور وښوراوه  ددې څخه با وجود دخلق ديمكرواتيك ګوند غړي سيد محمد ګلاب زوي هم پدې باور دي چي هغه يو افغان شموله او افغانستان مين څوك وو مترقي فكر يې درلود (( موږ دداؤد دشخصيت په اړه معلو مات  لرل ، چي واقعا داؤد خان  و واقعي افغان وو نشنليست سړى و نشنليست پدې معني نه چي دې پښتون و بلكه دى افغان نشنليست و)) سره تر دې چي موږ ددې دواړو مخالفو نظر يو له زاويو دا انګيرنه اخلو چي سردار محمد داؤد خان څه ډول سړى وو ددې څخه با وجود ټول هغه خلګ چي دسردار محمد داؤد ددورې ريفورمونه يې  ليدلي او دوخت او زما له شرايطو سره سم افغانانو په مجموع كي ټولو ځوانانو ته دتعليم ، تر بيې ، لوړو زده كړو ، او كار يابۍ زميني برابري كړې او دهغه دوخت ځيني اثرات تر اوسه لا تر هغه وروسته پا تو رژيمونوكي تر ستر ګي سوي ددې ګواهي ور كوي چي نه يوازي پر افغانستان مين څوك وو بلكه ديوه مترقي افغانستان  دجوړښت په هيله  يو دده نوموړي له ترقي خوښونو كړو نو څخه پنځل كلن انكشافي پلانونه وه دوهم په افغانستان دشوروي سيستم تر منځ يو موزن دولتي سيستم چي په شرقي او غربي نورمونو سمبال دافغان كلتور پالونكي را منځته كوونكى وو .

دسردار محمد داؤدخان منځته را تګ او وخت له شاه سره دهغه ستونزي

سردار محمد داؤد خان دمحمد ظاهر خان دکاکا مشر زوي اوپه شاهي كورنۍ كي د خپلواك فكر قاطع تصميم او دوطن دوستۍ هغه بيل ځاى ور كړي يا پدې معني هر څومره چي په شاهي كورنۍ كي دسردار محمد داود خان اودهغه دكورنۍ مينه وه چي پدې وختونو كي هغه جمهوري واك ته رسېدى نو دده مينه او نفوذ په كورنۍ كي څو چنده سوي وو همدا لامل وو چي وده ته دا چانس په لاس ور كړ چي سپينه كودتاه وكړي او واك رسماً په لاس كي ونيسي   دستونزو يوه خبره دا وه چي محمد ظاهر خان په طبعه سوړ سړي وو خو اولس پدا وخت اړينو تحولاتو ضرورت در لود  پدا وختونو دولتي دستګاه نور پر هغه سيسم نه سواي پاته كېدلاس لكه څه ډول چي دديموكراراسۍ ددورې په مخكي كلونو كي وه ځكه چي په هغه وختونو افغانستان پردۍ مفكرې نه وې را غلې ګوندونه نوه ايجاد سوي  دا وخت هغه وخت او زمان وو چي هر څه نوي سوي وه خو ددولت رهبري لا هماغسي پر زاړه حالت پاته وه خو سردار محمد داؤد خان چي پدې وخت كي داصلاحاتو دريفورمونو پلوي وه ځكه يې نو له شاه سره په اهدافو او كړنو  كي توپير درلود سره تر دې چي سردار محمد داؤد خان په ټولنه داولس واكۍ دپلي كولو په موخه جمهوري رامنځته كاوه  .

چي دا پخپله  سردار محمد ظاهر خان دهغه  دفكري ټكر څر ګندونه كوي

ددې بهير درامنځته كېدو او جمهوريت ته دبر ياليتوب علتونه ښايي تر دې نور زيات وي خو اصلي دخبري جرړه هم په همدې پورته خبرو كي   دسيمي او اولس هغه سپينږري چي لا تر اوسه ژوندي او دسر دار محمد دصدارت او رياست دوره يې پياد ده ډېر يې دا كيسه كوي چي هغه له صدارت څخه تر استعفي نژدې څومياشتي دا سي لادركه سو چي چا يې پته نه سواي څر ګندولاي وروسته درو مياشتو دا خبره خپره سوه چي سر دار محمد داؤد خان پر اس سپور او پر ټولو كليو او باڼدو را وګرځېد او دا يې معلومه كړه چي اولس په معاصر وخت كي څه ته اړ تيا چي نېغ په نېغه يې ځيني نوټ او بيا هغه ته دعمل جامه ور واغوستله څو ورسته يې انقلاب وكړمحمد حسن شرق چي دسر دار محمد ددورې يو لوړ ركن بلل كېدى هم پدې باور دى ((رواطب داؤد خا با مردم روز تاروز توسعه يافت واو در اثر خواهش دوستان خود بيك دوره افغانستا ن كي شا مل ولايات پروان ، باميان قندوز ، بغلان مزار شريف جوز جان ، ميمنه ، باد غيس هرات ، فراه ، هلمند ، قندهار ، قلات ور دګ وغزني ، بود اقدام وه ازاين سفر را ضي بر ګشته بود)  .

دسردار محمد داؤد خان دجمهوري نظام دبرياليتوب قهرمانان

دسردار محمد داؤد خان دنظام دبر ياليتوب دا سي اټكل نكېده لكه څه ډول چي ترسره سو يا پدې معني اصلاً ددې انقلاب را منځته كېدل دچا زړه ته نه لوېدل ځكه چي ځينو خلګو داډاد در لود چي هيڅ به دافغانستان په شاهي نظام كي دا سي څه پښېږي چي سلطنتي نظام دي پخپله دشهزاده ګانو له خوا را وپر ځول سي او يو اولسواكى نظام دي را منځته سي حتي پخپله دوخت شاه محمد ظاهر خان هم پدې يقين نه وو خو دا چي كودتاه وسوه نو بيا څر ګنده سوه چي په افغانستان كي هر شونى كار ناشوني او هر ناشونى كار شونى دي   دافغانستان دپېښتو او مطالعاتو په اړوند اګاه او د(( داؤد دكي جي بې په لوموكي )) دكتاب ليكوال ښاغلي محمد هارون پخپل همدې اثر كي چي  جمهوري نظام دبر ياليتوب امر هم دسردار محمد ؤد خان په لاس وو وايي ::  سردار محمد داؤد خان دكور دصوف پر بام دهغه له ناظر حاجي باز محمد سره ناست وو د شپې دوې بجې وې چي دا خبره يې وكړه چي (( اګر بچها يكدفعه شروع كند پيروزي ازماست )) ددې كودتاه په سهار چي سپينه كودتاه (( جمهوري نظام)) برياليتوب ته رسېدلى وو دشاهي رژيم زوړ صاحب منصب مارشال شاولي خان يې په جيپ كي سردار محمداؤد خان ته ورووست هغه له ځانه سره همدا خبره كوله (( بر ما چي فرق دارديكه چشمم ظاهر خان وديګر محمد داؤد است كه هر برادرزاده ها ماست))  ددې دواړو انګېرونو څخه دا جوتېږي چي سر دار محمد داؤد خان دخپلي پريكړي خپل تصميم او خپل اقدام په رڼا كي دا كار وكړ ځكه نو هغه دجمهوري نظام مخكښ او موسيس وو خو دنوموړي انقلاب تر بر ياليتوب وروسته  دعامه اولس په وړاندي دهغه ډېري خوشبينۍ نه يوازي دجمهوري نظام تر بر ياليتوب وروسته بلكه تر لامخكي ځيني سياسي كړۍ دې ته جوړي وې چي له ده سره دي دوستانه اړيكي ولري او بيا ددې دكودتاه په جريان كي په لږ يا ډېر كار سره ځانونه ددې كړني قهرمانان وبولي  هغه څوك چي دده سره پدې سياسي مبارزه كي نسبتاً شريكان بلل كېږي دپرچم ګوند ځيني غړي دي  خو ددې كودتاه په بر ياليتوب كي دخلق ګوند غړي هم دخپل ګوندي ښيي  او له پرچميانو ځانونه كم نه ګڼي او دا كودتاه دخپل لاس محصول بولي دساري په ډول يو ځل بيا سيد محمد ګلاب زوي ((كودتاه دشپې پر يوه بجه پيل سوه شروع يې دقوماندو له قطعې څخه چي د۴۴۴قطعې په نوم يا دېدله موږ ته وسله پخپله فيض محمد را كړه او دقطعاتو وظايف معلوم وه زموږ ګروپ چي په هغه كي دهوايي قطعاتو قومندان ، دمدافع هوايي قو مندان ، هوايي ريس ار كان او بياوروسته څو قو مندانان هم وه چي وروسته څو ګروپو نو خپله وظيف اجرا نه كړه )) يا دولاي سو.

كش ما كشونه

دځوان جمهوريت له يوه نيم تردوو  كلونو پوري دا سي څه ستونزه موجوده نه وه چي دسردار محمد داؤد خان سردي په و ګر ځو ل سي خو دسردار محمد داؤد له موقف څخه ګټه دپر چميانو ګټي چي خقيانو په تجريد كي پرېښوول په يوه اړخ كي او  په دوهم اړخ كي دحزب اسلامي په پرتله دولتي دستګاه ته دكمونيستانوورتيروالي كي سردار محمد داؤد خان خپل دتجريد احساس وكړ او دا حس يې كړله چي په دولتي دستګاه كي بايد اسي كسان را غونډ كړل سي چي هغه خو يا بې پرې او يا دده نوي مترقي ګوند غړي توب ولري ځكه نو ددې كړني  د تر سره كېدو لپاره يې موټي را ونغاړلې خو كش ما كش ور ځ تر بلي ډېرېده او كمېده نه   دكودتاه  دتر سره كېدو په نوم محمد هاشم ميوندوال چي دديموكراسۍ كلك پلوي اعدام سو  ·، په زمان خان كلا ۵۰۰ تنه دمړيو جسدونه پيدا سول ، تر دې را وروسته د۱۳۵۴ كال دسر طان پر ۱۶ نېټه دحزب اسلامي دنظامي څانګي مسئول او دريشخور دفرقي صاحب منصب انجنير حبيب الرحمن ،غلام رباني عطيش او احمد شا فضلي دكودتاه په تور اعدام سول تر هغه وروسته دحزب اسلامي دبل غړي مولوي حبيب الرحمن اعدام او دحرب اسلامي له سازمانه پرته داخوان المسليمين دګوند دمشر غلام محمد نيازي پر كور چاپه ددې لامل سول چي سردار محمدداود خان ته دخطر زنګونه ووهي  ددې كار په كړنو سره داسلامي نهضت رسمي او هغه ته متمايل غړي پدې آند سول چي سردار محمد داؤد خان دكمونيستانو په خولو زموږ دخلګو پر مړينه او اعدام صرف نه كوي ځكه يې نو ددولت په وړاندي نور هم سخت دريځ ونياوه پدې اړه دحزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حكمتيار وايي (( مسلح فعاليتونه هم په هم هغه دوره كي پيل سول ، په لغمان ، كونړ ، ننګر هار په مختليفو ولسواليو كي ، په پكتيا كي په پنجشير كي ، په كابل كي درژيم په خلاف موږ تحركات وكړل او وسله مو اخيستې ، مسلحانه فعاليتونه سوي دي موږ رژيم دې ته مجبور كړو ځكه هلته خو قدرت دكمونيستانو په لاس كي وو او كمونيستانو دا كو دتاه ددې لپاره كړيو چي ويې ليدل چي ظاهر شاه داسلامي تحريك له مخنيوي نه عا جزه دى )) · دښاغلي حكمتيار خبره نو رور وسي جنرالانو هم تائيد كړې چي له دغو نه جنرال لياخوفسكي وايي ((خو واك ته دجنرال محمد داؤد ((سور سردار ))تر رسېدو وروسته دځوانانو مسلمانو په سازمان كي يو لړ اختلافونه را منځته سول او له سره دډلي ځوانو مشرانو كړۍ له هغې ډلې نه (( ګ ،حكمتيار ))درا نسكورولو او ديني دولت دجوړولو لپاره دبې ځنډۀ وسلوال پاڅون غوښتنه را منځټه كړه  ))  ·چي داخوانيانو لخوادا كړني افغاني كمونستانو دخپل ځان په نفع بللې د((ح،د،خ،ا)) افغانستان پخواني ددريم پړاو غړي عبدالاحد نهتضمل همدا خبره كټ كوي چي (( نور محمد تر كي به ويل چي كه حزب اسلامي كودتاه وكړي هم خبره زموږ په ګټه ده او كه موږ ((خلقيان)) كودتاه وكړي هم خبره زموږ په ګټۀ ده ځكه نو موږ هر نوښت ته ستر ګي پر لاره يو ))  دا ټول هغه څه وه چي پدا خلي سطحه يې دسردار محمد داؤد خان له جلنج سره مخاوه .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: