د یوه غوره اونۍ د پیل لپاره څو اړینې لارښوونې

انسان فطرتا داسې خلق شوی دی چې د ډېرو شيانو لرل خوښوي، مګر دا یې په ځان نه لورېږي چې یې د ترلاسه کولو لپاره ځان ستړی کړي؛ خو تر ډېره یې همدا ځانګړنه د وړاندې نه تګ لامل هم ګرځي. د دوی ترمنځ بریالي هغوی دي چې په خپل دې منفي ځانګړنه برلاسی اوسي، یانې په هره چاره کې په بشپړ چمتووالي سره عمل وکړي. په دې لیکنه کې د یوه غوره اونۍ د پیل لپاره څو اړینې لارښوونې درته په ګوته کوو، په همدې موخه دا لارښونې په ځیر توګه ولولئ او پلي یې کړئ:
۱. یوه منظمه برنامه جوړه کړئ:
دا چاره د يادښت په کتابچه کې په ښه توګه ترسره کېدای شي. د راتلونکي اونۍ لومړيتوبونه مو یو په یو ولیکئ او له ترسره کولو وروسته یې په نښه کړئ، څو هېر مو نه شي چې څه مو ترسره کړي او څه پاتې دي.

۲. وختونه وټاکئ:
د هرې چارې د ترسره کولو لپاره د دوام مودې په پام کې نیولو سره ورته ځانګړی وخت وټاکئ. دې سره به مو ځان دې ته چمتو کړی وي، څو هره چاره په ټاکلي وخت ترسره کړئ.

۳. آرامتیا او تفرېح ته مو بشپړه پاملرنه وکړئ:
د اړینو چارو د ترسره کولو ترڅنګ د آرامتیا، تفرېح او ملګرو سره د لیدو وختونه مو هم ځانګړي کړئ. دا چاره مو له بې‌انرژي او بې‌حوصلې کېدو څخه لرې ساتي.

۴. مشوره وکړئ:
که شونی وي، د هر اړین کار د پیل لپاره د اړوندې برخې له یو کار پوه سره مشوره وکړئ. دې سره به مو د وخت له ضايع کېدو او بې‌ځایه لګښتونو څخه مخنیوی کړی وي. د هغه کس په ټاکلو کې چې ترې مشوره غواړئ، ډېر پام وکړئ، ځکه چې هر څوک د مشورې وړ نه وي.

۵. عمل وکړئ:
ډېری خلک داسې عادت لري چې یوازې فکر کوي او غوره تګلارې ټاکي؛ همدا یې د ذهن شتمني وي چې ورته هېڅ ګټه نه رسوي. تر څو چې یې د پلي کولو هڅه و نه شي، تش خیالونه هېڅ مانا نه لري.

۶. مثبته انګېرنه ولرئ:
د ټاکلو چارو اړوند د مثبت او ځواکمن لید لرل، د يوې کاري اونۍ د پیل لپاره یو غوره لاره ده چې دې سره په ښه توګه مخ پر وړاندې تللی شئ.

۷. ځان منوني (خود خواه) مه اوسئ:
یواځې خپل ځان وړ او لوړ مه بولئ، نور خلک هم وستایئ او ښادیو کې سره ګډ شئ. دا به نه یواځې دا چې مو د ګرانښت کچه لوړوي، بلکې د لا ډېرې هڅېدنې لامل هم ګرځي. ځینې وخت له نورو خلکو سره مرسته کول د ځان د بریا په پرتله هم خوندور وي.

۸. تېروتنې مو په سړه سینه واورئ:
کله چې په کومه چاره کې تېروتلئ، بې له کومې بهانې ویې منئ، آن که شوني وي، بښنه هم وغواړئ. تل په یاد ولرئ چې مونږ انسانان یو او شاید ځینې وخت په ناغوښتلي توګه تېروتنې وکړو.

۹. له بې‌ځایه بحثونو څخه ډډه وکړئ:
کله چې په کار ځای یا کور کې له کوم چا سره د کومې خبرې پر سر نښلئ، د شاته کېدو لپاره پښې سپکې کړئ. هر چا ته خپل دريځ سم ښکاري، دا بحث به مو له ستړیا او ناغوښتلي پایلې څخه بل څه له ځانه سره و نه لري.

۱۰. له کلي مه وځئ:
په دې ټول ښه پوهېږو چې وسوسې له انسان سره مل وي. ځینې وخت دا وسوسې د دې لامل ګرځي چې انسان د یوه غیر عرفي یا غیر قانوني چارې ترسره کولو ته وهڅېږي، دا وسوسې مو باید یوه غیر قانوني شخصيت اوسېدو لوري ته و نه بیایي. که په دې توګه بریالي هم شئ، مګر د نفس پر وړاندې به مو ماتې خوړلی وي.

۱۱. له اللّٰه تعالی څخه مرسته وغواړئ:
په دې باور ولرئ چې اللّٰه تعالی مو دعاګانې قبلوي، شاید دا قبلېدنه زر و نه شي، مګر ډاډه اوسئ چې حتماً کېږي، ځکه یواځې هماغه ستر ذات پوهېږي چې څه په کوم وخت کې مو په خیر دي. ارامښت مو هم له دې لارې ترلاسه کولای شئ.

محمد ابراهيم رحیل 

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب