قرآن اړوند

د ژوند تر ټولو ښه مشال او غوره پيغام-قرآن

د هر امت او ډلي د لارښووني او رهنمايي له پاره يوې خاصي تګ لوري ته اړتيا سته او دا چي ستر څښتن پرګنې د ځمکي پر مخ خلق کړي دي؛ نو همداسي يې پر خپل سر نه دي پرېيښي، بلکه د هغوئ د رهنمايي له پاره يې د دوئ له ډلي څخه پيغمبران او رسولان پکښي مبعوث کړي دي او بيا يې د هغوئ په ژبه انسانان د خداى شناسۍ تر منزله و رسېدلو ته را بللي دي.
 په دې کښي شک نه سته، چي هيڅ يوه ډله نه سي کولاى، بې له کوم قايد او مراقب څخه د ښه او سوکاله، پر الهي او بشري اصولو برابر حيات جوړ کاندي او د زړه له کهوله ټولي چاري سمبالي کړي، دا په څو علته: يو دا چي اجتماعي موازنه له مينځه ځي، دوهم دا چي د ټولو انسانانو بېلي بېلي آرزوګاني او تلوسې وي، چي دا ټولي پوره کېدل او تر فردي فردي مطلوب هدفه رسېدل مهال او د انساني فطرت او قرحې سره تناقض لري، درېيم د انسانانو هغه استعدادونه چي بايد په کار واچول سي؛ ټوله خنثا او مبهم پاته کېږي او بشري تمدن به په داسي انګار کښي اېشي، چي نه به يې د سړېدو اسباب موجود وي او نه به يې په سکور بدلول شونى کار وي، څلورم دا چي په پايله کښي به بشري عالم ټوله د شياطينو د لاري مله پاته سوي واى او ابدي حيات به يې د قهري جهنم په ډبريز انګار کښي ورېت او متداوم واى!
 دا کار خپله د دې عالم پيدا کوونکي څښتن کړئ دئ او بشري قوه يې و دې ته نه ده اړه کړې، چي د خپل فکر له محصول څخه د ځان له پاره قوانين وضع کړي او بيا د عمل جامه ور واغوندي، بلکه د نورو وختونو په څېر يې دا پلا هم يو الهي کتاب نازل کړ، په دې کتاب کښي د سترڅښتن له خوا هغه احکام درج کړه سوي دي، چي د هر زمان د بشري قوې د عملي کولو له قوت سره بلکل ټکر نه لري او سل په سلو کښي يې د نېکمرغۍ، سوکالۍ، تمدن او … زېرئ پخپله غېږه کښي زنګولئ او تل يې د وخت له مقتضياتو سره برابر د رهنمايي ږغ شرنګولئ دئ.
دا کتاب قرآن دئ، دا کتاب د نورو الهي کتابونو په پرتله په دې ممتاز دئ، چي د هغو کتابونو يو مکمله کتاب دئ، د هغو د احکامو په څېر احکام لري، د هغو لاره تائيدوي، قصص يې کوي، روايات يې راوړي، د پخوانيو اديانو د پيروو بدۍ يوه په يوه په نخښه کوي او بيا يې ښه او پر ځاى الهي بديل وړاندي کوي. دا هر څه ډېر روښانه وايي، نه بشر او نه جن په شکوکو کښي اچوي. هر دليل يې کره، فصيح او بليغ دئ. د دې کتاب متن ثابت، خو تعريف يې د هر زمان او هر مکان له سويې، ضرورياتو او تقاضاوو سره يو ځاى روان دئ، هر چا ته په سلسه لهجه قناعت ور کوي. سپين، سيپن ثابتوي او بيا يې سپين بولي او تور، تور ثابتوي او بيا يې تور بولي. خپلو پيروانو ته په ډاګه خپل دښمنان ور ښيي او دا دښمنان د خداى تعالى دښمنان ګڼي. د خداى تعالى دښمن هغه څوک معرفي کوي، چي د هغه له اصولو څخه په پخوا يا اوس زمانه کښي سرکښه پاته سوي وي. سترڅښتن پخپله دا کتاب په کلام، کريم، مجيد، حکيم، عظيم، مبين او داسي نورو عظيمو نومانو مسماء او صفاتو موصوف کړئ دئ. ډېر ستر رحمت يې بللئ دئ، يوه ستره معجزه يې ګڼلې ده. دا د حکمت کتاب دئ، له دې کتاب څخه علم، حکمت او پوهه زده کېږي، دا د خداى تعالى کلام دئ، په دې کتاب له سترڅښتن سره خبري کېږي، دا کتاب عظيم دئ، چي انسان د عظمت و لوړو پوړيو ته رسوي، دا کتاب که څه هم په تدريج سره نازل سوئ دئ، خو پر ټوله کلام ايمان درلودل او په يوه پلا يې عملي کول فرضي تقاضا ده.
 دا هغه کتاب دئ، چي جاهل عرب يې د نړۍ سرداران و ګرځول او د دې نړۍ تر پايلامې يې د نړۍ په اسلامي او کفري توارخو کښي نومان ثبت او پاته دي. چا ته به دا سوال پيدا وي، چي هغوئ دا کتاب مستقيم له رسول اکرم} څخه لوستئ او په هغه وخت کښي د نړۍ تمدن هم نه وو اونه هم نور مأخذونه، چي هغوئ استفاده ور څخه کړې واى؛ نو ځکه يې هغه وخت عملي کول ضروري او اسانه کار وو او ځيني سيکولرستان لا داسي نظر لري، چي د نړۍ انسانان په مراتبو اوس له جهالت څخه را وځي او په قرآن کښي د قصاص عملي کول، وينه په وينه پرېولل ګڼي او دا له تمدني ټولني او بشري حقوقو څخه يو باغي چار بولي؟! خو داسي نه ده، يو دا چي د رسول اکرم} په دوره کښي هم د روم، يونان، کسرا او داسي نور تمدونونه موجود وه، ولي د صحابه وو غوڅ تصميم او لوړ همت د دې لامل وو، چي دا الهي اصول يې په اساني سره د خپل تمام حيات رهنمود او آيينه ګرځولې وه، که څه هم د اوس په څېر يې د زده کړي دوني زيات امکانات هم نه لرل. او بل دا چي يواځينى ستر څښتن چي زموږ خالق، مالک او رازق دئ، د دې حق لري، چي زموږ له پاره زموږ قوانين وضع کړي، موږ بشر د بل بشر په لاس جوړ سوئ قانون، چي له قرآن سره په ټکر کښي نه منو او نه يې زغملاى سو! او د بشري حقوقو په نامه د بشر د دښمنانو او کفري بشر دوستانو ټوله هغه اصول چي له دې قرآن سره په ټکر کښي دي موږ مسلمانان يې د ايمان له اړخه په بشپړه منعا ردوو او پر ضد يې پاڅون د ځان له پاره يو انساني حق بولو او د قرآن هر حکم په هر صورت کښي له مصلحت څخه خلاف نه ګڼو او هر فساد پوپنا کوي.
 زموږ او د صحابه کرامو د قرآن د زده کړي تر مينځ توپير په دې کښي دئ، چي صحابه کرامو به الهي احکام له قرآن کريم څخه مستقيم زده کول، خو له هغه وخته چي خرافاتي مسائل، اسرائيلي روايات، محلي فلکلور، د يونان فلسفي نظريات، د درواغو کيسې، ناولونه او داسي نور عوامل په اسلامي اورشو کښي شايع سوي او په کتوبو کښي درج سوي دي؛ نو په پايله کښي يې د نيمه علم لرونکي مسلمانان، يا يواځي او ځاني مطالعه لرونکي عوام الناس، له قرآن څخه ليري کړه او پر خرافاتو يې مخ سو. دوهم دا چي صحابه کرامو به قرآن د دې له پاره زده کاوه، چي د الهي احکامو څخه ځان آګاه او خبر کړي، نه د دې له پاره چي معلومات يې زيات سي او بيا يې د ځان له پاره دليل او حجت و ګرځوي، خو اوسني ډېرني مسلمانان د قرآن زده کړه او مطالعه د دې له پاره کوي، چي معلومات يې زيات سي او بيا يې د موقع پر ځاى د خپل نفسي استدلال د پختيا په منظور و کاروي؛ لکه اوس چي موږ داسي پيکه رجال په اسلامي امت کښي وينو، ولي له ښه مرغه لږکي دي!
او بل توپير زموږ او د صحابه کرامو د قرآن د زده کړي په سويه کښي دا دئ، چي هغوئ به کله د قرآن هر حکم زده کړ، عمل به يې په کاوه، په ژوند کښي به يې عملي صبغت ور کاوه، و نورو وګړو ته به يې رساوه او که چا به څه ملاتي پر ويل او يا به يې ځورول هغه ټوله به يې پر ځان باندي منل. که څه هم د مشرکانو او يهودو او نورو کفارو سره يې کاروبار، تجارت او اجتماعي اړېکي درلودې، ولي بيا هم پر هغو احکامو ډېر سخت ولاړ وه، چي قرآن به ورته ويلي وه او تر دې حده چي پر دې لاره د ټينګښت په وجه په اور کښي سوځل سوي، له کلي او کوره فراره کړه سوي او له هر هغه رنج او ځوروني سره مخامخ سوي دي، چي د هغه مهال احد من الناس بې د زغملو توان نه درلودئ.
نو راسئ، چي له هر څه تر مخه د دغه عظيم کلام پيروي د عقل په سترګو و کړو، او د خرد په غوږونو يې واورو، تر څو په نړۍ کښي په هغه سويه مطرح سو؛ لکه چي سترڅښتن پر ټولو پرګنو د فضيلت پر ګډۍ کښېنولي يو او هم د ابدي ژوندانه نېکمرغي خريداري کړو همدا قرآن د لاري تر ټول ښه مشال او غوره الهي پيغام دئ.

 

احمدشاه امين

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close