د ټولنیزو اړیکو اهمیت

په دنیا کي ډیر داسي خلک سته چي د ژوند له هر ګړي او شیبې څخه پوره خوند اخلي او د خپل ژوند په ټولو ډګرونو کي بریالي او موفق دي، ځیني داسي خلک هم سته چي له خپل ژوند څخه راضي ندي او همیشه د اندیښنو او خفګان سره خپل ورځنی ژوند مخ ته وړي. ددغو دواړو ډلو خلکو په منځ کي زیات توپیرونه سته چي ځیني ئې په مادي او ظاهري ژوند پوري اړه لري او ځیني نور ئې په شخصي احساساتو او فکرونو پوري تړلي دي.

د ژوند په ډیرو برخو کي ټولنیزي اړیکي تر ټولو اوچت لیاقت او په ژوند کي د بري لپاره تر هر څه مهم عامل دي. اړیکي جوړول د ټولنیز کېدو په خاطر یو ضرورت دئ او دا چي انسان ټولنیز موجود دئ، اړ دئ چي ټولنیزي اړیکي ولري. هر کس ته په کار ده چي په ټولنه کي یو وړ دریځ ولري، په ټولنیزو کارونو کي برخه واخلي، له خپلوانو او دوستانو سره په غم او خوښیو کي ځان شریک وګڼي، د نورو مرسته وکړي او په خوښۍ کي په پوره لیوالتیا سره ګډون وکړي، که اړتیا پیدا سي له نورو مرسته وغواړي.

همدارنګه په ټولنیز ژوند کي په ټولنه کي يوه اړينه او مهمه مسله د ځوانانو له پاره د ملګرو موندل او درلودل دي چي د دوى د ژوند يوه مهمه برخه ده. ډېر ځوانان په خپلو ملګرو پوره باور لري او هغوی د خپلو رازونو شريك ګڼي- هغه ستونزي چي د خپلي كورنۍ له غړو سره ئې نسي شریکولای، د خپلو ملګرو سره ئې په اسانۍ څرګندولاى سي او له هم ورڅخه د حل لاره پوښتلای سي. ځکه چي د يو ځوان له پاره تر ټولو ښه شېبه هغه یوه ده، کومه چي د خپلو ملګرو سره تېروي.

د يو ښه او سالم ملګري سره تګ – راتګ انسان ته خوشحالي ور په برخه كوي او ستړیا ئې ختموي، له غمونو څخه ئې لېري ساتي او كه چېري کوم ځوان با تجربه او پوه ملګري ولري؛ نو د ځوان دا ملګری په مادي او معنوي امورو كي د ده د ترقى او پرمختګ سبب ګرځي. له بلي خوا كه يو ځوان ناوړه ملګري ولري، دا كېداى سي د ځوان د وروسته پاتي كېدو وسيله سي، نو اړينه ده چي ځوانان پوه او په هرڅه باخبر وي.

په ټولنه کي دټولنیز کیدو له پاره باید دا لاندي ټکي په پام کي ونیول سي: پوهانواوعلماوته احترام، دمعلم مقام ته احترام، عقایدوته احترام، ښه چلند او برخورد، مجلس ته دننوتلوپه وخت سلام کول اواجازه غوښتل، امانت داري، په کاروبارکي رعایت اوانصاف، کورته دننوتلواجازه، په خبروکي نرمښت ،نیکی کول، تواضع اوفروتني، دمیلمستیا دعوت منل، دتکبرڅخه ځان ساتل، خپل اود نورود ابروساتنه، نیک سلوک، د نظر د مخالفینوخبروته غوږنیول، صبرکول، په خبر واو اعمالوکي صداقت د نورو د خطاګانو بخښل، دخلکوسره مشوره، په کرداراوګفتارکي مهرباني، پر وعده وفاکول، لنډه داچي له ټولو انسانانوسره سمي اړیکي او سلوک؛ دا ټول کولای سي د شخص شخصیت په ټولنه کي خوندي وساتي او د خلکو په وړاندي د شخص مقام لوړ کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب