بیانات او پوښتنې او ځوابونهروژه

د روژې لنډ مختصر بیان

د كال ټولې مياشتې بختورې ، د فيض او د بركت مياشتې دي خو د روژې مياشت د ټولو مياشتو په پرتله ډيره بختوره ، له فيض او بركت څخه ډكه مياشت ده . په دې مباركه مياشت كښې د ملسمان بنده حسنات زياتيږي ، او سيئات يې كميږي ، په دې مباركه مياشت كښې د جنت دروازې پرانستل كيږي او د دوزخ دروازې تړل كيږي . دا مياشت د جنت مياشت ده ، دا مياشت د عبادت او اطاعت مياشت ده ، دا مياشت د ښو اعمالو د سرته رسولو مياشت ده ، دا مياشت د بخښنې مياشت ده ، دا مياشت د خير او بركت مياشت ده.

د روژې مياشت هغه مياشت ده چې پاك قران پكښې نازل شوى دى ، د ليلة القدر شپه د روژې په مياشت كښې ده او دا شپه له زرو مياشتو څخه بهتره ده . زر مياشتې له 83 كالو سره برابرې دي .
روژه د اسلام د مبين دين څلورم ركن دى . دا سپيڅلى ركن د مسلمان بنده لخوا په همدې مباركه مياشت كښې ادا كيږي .
روژه په دوهمه هجري قمري پيړئ كښی په مسلمانانو فرض شوې ده . 
څرنګه چې روژه د اسلام د پنځو مهمو ركنونو څخه يو اساسي او مهم ركن دى نو ځكه هر مسلمان ته ښائي چې د روژې په احكامو پوه شي .

د روژې تعريف :

روژه په لغت كښې امساك ته وايي . امساك عربي كلمه ده چې معنى يې درول يا نيول دي . ددې كلمې فعل ( يمسك ) دى . يمسك نيولو ته وايي . افطار د امساك متضاده كلمه ده. د افطار د كلمې فعل يفطر دى . افطار د روژې د ماتولو او امسا ك د روژې د نيولو معنى وركوي.
په عربي ژبه كښې د روژې مياشتې ته ( رمضان ) وايي . رمضان د ګناهونو د پاكولو او د ګناهونو د سوزولو او وژلو معنى وركوي نو په همدې وجه په دغه نوم ياديږي . په فارسي كښې هم همدا كلمه استعماليږي . خلك وايي ” ماه رمضان نزديك است ” يعنې د روژې مياشت نژدې ده. روژې ته په عربي كښې صوم يا صيام وايي . يصوم يې فعل دى . ( هو يصوم ) هغه روژه نيسي ( مذكر ) . ( هى تصوم ) هغه روژه نيسي. ( مؤنث )
په شريعت كښې روژه هغه عبادت ته وايي چې يو مسلمان بنده له فجر يعنې سحر څخه تر ماښام پورې د روژې له نيت سره له خوړلو څښلو او نور و هغو شيانو څخه چې روژه پرې ماتيږي ځاى لرې ساتي .

2- د روژې حكم :

روژه په هر مسلمان بنده فرض ده ، كه څوك پرته له كوم عذر څخه روژه خوري نو هغه كبيره ګناه ګڼل كيږي.
3- روژه ډير ښه عبادت دى :
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي :
” څوك چې د ايمان او ثواب له نيت سره روژه ونيسي نو د هغه سړي ټولې پخوانئ ګناهګانې بخښل كيږي . ( مسند أحمد )
رسول الله صلى الله عليه و سلم هماشان فرمائي :
خداى پاك فرمائيلي دي د سړي هر عمل د ځان د پاره دى ، پر ته له روژې څخه ، ځكه چې روژه زما د پاره ده او زه د روژې بدله وركوم .” ( مسلم)
څوك چې روژه نيسي نو خداى پاك ورته ډير اجر او ثواب ورپه برخه كوي ، د روژه نيونكي دعا د خداى په دربار كښې قبليږي ، د قيامت په ورځ روژه نيونكي ته د خداى پاك لخوا شفاعت كيږي ، د روژه نيونكي د خولې بوي د خداى پاك په وړاندې د مشكو له بوي څخه هم ښه او بهتر دى ، ، په جنت كښې يوه دروازه ده چې هغې ته ريان وايي ، پرته له روژه نيونكو څخه بل څوك له دغې دروازې څخه جنت ته ورننوتى نه شي .

د روژې ډولونه يا اقسام :

روژه دوه ډوله ده .فرض او نفل
فرض روژه درې ډوله ده
1- د روژې د مياشتې روژه
2- د كفارو روژه
3- د نذر روژه

د روژې د مياشتې روژه :

د رمضان روژه ، د قران او حديث او د امت د اجماع په ذريعه فرض ده .
د قرآن دليل 
يا ايهالذين آمنوا كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون .( البقره)
اى ايمان لرونكو ! په تاسې باندې روژه فرض شوې ده هغه شان چې له تاسې څخه د مخه خلكو باندې فرض شوې وه ، ترڅو چې تاسې له خداى څخه يره وكړئ.
د حديث شريف دليل : 
د رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :
1- شهادت وركول چې د الله پاك څخه بغير بل كوم معبود نشته او محمد صلى الله عليه وسلم د خداى رسول دى .
2- د لمونځ ادا كول . 3- زكات وركول 4- د روژې نيول 5- د بيت الله حج كول.
د امت اجماع : 
اسلامي امت په دى خبره اتفاق كړى دى چې د روژې د مياشتې روژه فرض ده او دا د اسلام يو ركن دى او له روژې څخه انكار كونكى كافر او له اسلام څخه بهر دى.

د هلال رؤيت : 

د روژې د مياشتې روژه د هلال يعنې نوې مياشتې په ليدو نيول كيږي : خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي : ( فمن شهد منكم الشهر فليصمه ) له تاسې څخه چې هر چا دا مياشت ومندله يعنې وليده نو ضرور دى روژه ونيسي .
روژه د عادل شهادت وركونكي په شهادت هم واجب ګرځي .

د روژې اركان :

روژه دوه ركنونه لري :
1- له فجر څخه د لمر تر غروب پورې د د روژې د ماتوونكو شيانو څخه ډډه كول :
2- نيت . رسول الله صلى الله عيله وسلم فرمايي : د ټولو چارو او اعمالو دار او مدار په نيت پورې تړلى دى او هر سړي ته هغه شى په لاس ورځي چې د هغه شي د پاره يې په پاك زړه نيت كړى وي . ( بخاري او مسلم)
نيت بايد چې له فجر څخه د مخه وشي . نيت په زړه كښې او له زړه څخه كيږي ، د نيت كول په ژبه ضرور نه دى. ( بسم الله الرحمن الرحيم . نيت كوم چې روژه ونيسم له فجر څخه تر ماښام پورې )
هغه څوك چې عاقل او بالغ دى ، روغ او مقيم دى نو په هغه باندې روژه فرض ده.
د ښځې د پاره له دغو شرطونو نه علاوه د حيض او نفاس څخه پاكوالى هم ضرور دى.

د روژې په بدل كښې فديه :

د زوړو سړو يعنې سپين ږيرو او زړو ښځو چې روژه نيول ورته ګران وي او هغو مريضانو د پاره چې نا علاجه وي روژه نيول ضرور نه ده . دوي بايد د هرې روژې په بدل كښې فديه وركړي . د يوې روژې فديه يو مسكين ته خوراك وركول دي.

د روژې قضاء :

مسافر ، بيمار او هغه مور چې ماشوم ته خپل شوده وركوي ، حايضه او نفاس لرونكې ښځه دې روژه نه نيسي او بيا دې په مناسب وخت كښې قضايي روژې ونيسي .( بخاري او مسلم )

په كومو ورځو كښې چې روژه نيول منع دي :

1- د دوو اخترونو ( كوچني او لوى اختر ) په لومړيو ورځو روژه نيول منع ده . ( ترمذي ، ابو داوود)
2- د تشريق ورځې : يعنې د ذى الجې په يولسمه ، دولسمه او ديارلسمه د روژې نيول كه فرضي وي او كه نفلي وي حرام دي ځكه چې دا ورځې د خوړلو ، څښلو او د الهي ذكر ورځې دي . ( مسند أحمد )
3- د شك ورځ : د شك په ورځ د روژې نيول حرام ګڼل كيږي. ( ترمذي)
4- ښځې ته ښايي چې د خاوند له اجازې پرته نفلي روژه ونه نيسي . ( بخاري )

نفلي روژې :

نفلي روژې د شوال د مياشتې شپږ ورځې دي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :
” چا چې د روژې د مياشتې پوره روژې ونيولى او بيا يې د شوال شپږ ورځې روژې ونيولى ، ګويا ټول كال يې روژې ونيولې . ( بخاري )
2- د عاشورى روژه : د محر م په لسمه ، او يوه ورځ د مخه يا وروسته يو ځاى د روژو نيول .
3- په شعبان كښې روژه نيول : له حضرت عائيشه رضى الله عنها څخه روايت دى چې ” ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ليدلى دى چې د روژې د مياشتې نه علاوه يې زياتره د شعبان په مياشت كښې روژې نيولى .” ( بخاري )
4- د سپينو ورځو روژې : حضرت ابو ذر غفاري فرمايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته حكم كړى چې د هرې مياشتې درې ورځې د سپوږمې په ورځو يعنې 13 ، 14 او 15 روژه ونيسئ او فرمايلي يې دي چې داد ټول عمر د روژو د نيولو برابر ګڼل كيږي. ( نسائي )

د روژې آداب :

د سحري ( پشلمي) كول : : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې :
سحري وخورئ ، په سحري كښې بركت دى . ( بخاري او مسلم)
په سحري كښې ځنډ يعنې تاخير سنت دى . ( ابو داوود)
2- په افطار يعنې روژه ماتي كښې تلوار : رسول الله صلى الله وسلم فرمايلي دي :
” كله چې خلك په افطار يعنې روژه ماتولو كښې تلوار وكړي له دى سره په خير او بركت كښې پاتې كيږي . ( ترمذي )
3- د افطار په وخت كښې دعا كول : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :
” د افطار په وخت هيڅ دعا نه رد كيږي .( بخاري)
4- د روژې د مخالفو شيانو څخه ډډه يعنې پرهيز كول :
نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :
روژه صرف دا نه ده چې د خوراكي او د څښاك له شيانو څخه ځان وساتل شي بلكې روژه هغه ده چې له فحش ويلو او بدو خبرو څخه هم ځان وساتل شي ، كه څوك تاسې ته بده خبره يا كنځل وكړي نو تاسې ورته ووايئ چې زه روژه يم. ( بخاري )
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم همدا شان فرمايلي دي چې :
” كوم شخص چې له خرابو خبرو او خرابو كارونو څخه لاس نه انخلي نو بيا دې ته حاجت نشته چې له خوړلو او څښلو څخه لاس واخلي او روژه ونيسي. ( بخاري )
5- د مسواك كول : نبي كريم صلى الله عليه وسلم د روژې له نيولو سره مسواك هم كولو . ( ترمذي)
6- سخاوت او د پاك قرآن تلاوت :
رسول الله صلى الله عليه وسلم په روژه كښې ډير سخاوت او د قران تلاوت يى كولو او همداشان يې د قرآن پاك قرائت ته غوږ نيولو. ( بخاري )
7 – د روژې په وروستيو لسو ورځو كښې عبادت ته زور وركول : رسول الله صلى الله عليه وسلم د روژې په لسو وروستيو ورځو كښې په عبادت كښې ډيره خواري كوله او د كور خلك به يې د عبادت د پاره له خوبه پاڅول .( بخاري )
په هغو شيانو چې روژه ماتيږي :
1- په عمدي ډول څه خوړل يا څه څښل .
2- د روژې په حالت كښې ازدواجي تعلقات قائمول .
3- په عمدي ډول قى كول.
4- نسوار كول يا سكرټ څكول .
5- د حيض او نفاس شروع كيدل
6- د روژې د نيت ختمول .

په كومو شيانو چې روژه نه ماتيږي :

1- په ناپوهئ څه خوړل يا څښل .
2- احتلام كول
3- خپله پخپله قى راتلل
4- د مسواك استعمالول
5- د ګرمئ د شدت په وجه په سر او مخ اوبه اچول ، د جامو لمدول ، په سر باندې لمده ټوټه اچول.
6- په سيند كښې لامبو وهل په دې شرط چې اوبه له ستونې ( حلق ) نه تيرې نه شي .
7- په سر باندې د تيلو لكول يا خوشبو لكول .
8- د غاښ ايستل او يا د ضرورت په وخت كښې بيمار ته وينه وركول .

د مړي له طرف څخه د روژې قضاء :

كوم شخص چې مړ شي او په هغه باندې قضائي روژې واجب وي ليكن د استطاعت با وجود د كومې مجبورئ له مخې يې روژې نه وي نيولي نو ددغه شخص له طرف څخه دده كوم نژدې خپلوان كولاى شي روژې ونيسي . حضرت عائشه رضى الله عنها څخه روايت دى چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې :
من مات و عليه صيام صام عنه وليه ( رواه الشيخان )
كه څوك مړ شي او په هغه باندې روژې باقي وي نو د هغه ولي د هغه له خوا روژه نيولى شي.
يو سړى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته راغى او ويې ويل . يا رسول الله زما مور مړه شوه او په هغې باندې روژې باقي وې ، زه د هغې له طرف څخه روژې ونيسم ؟ آنحضرت ځواب وركړ . كه چيرې ستا په مور او پلار قرض پاتې وې نو آيا تا به دا قرض نه وې ادا كړى ؟ هغه سړي وويل چې : ” ضرور .”
آنحضرت وويل چې ” د خداى پاك د قرض ادا كول خو ډير ضرور دي .”

د قدر شپه :

د روژ ې د مياشتې د ورستيو لسو شپو طاقې شپې د ټول كال له ټولو شپو څخه بهتره شپې دي. دا پنځه مباركې شپې بايد په عبادت ، توبه او استغفار كښې تيرې شي .
محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې : ” كه څوك د قدر په شپه د ايمان او ثواب په نيت سره قيام وكړي نو د هغه پخوانئ ټولې ګناوې بخښل كيږي. ( بخاري او مسلم)

د قدر په شپه دا دعا ضرور ده :

اللهم انك عفو تحب العفو فاعف عني .( ترمذي)
اى الله ! ته معاف كوونكى يې معافي دې خوښه ده ، ما معاف كړه .
دعا كوو چې خداى پاك دې په خپل فضل ا و كرم سره زمونږ د ټولو روژې ، عبادتونه او طاعتونه قبول كړي .
الحاج فضل الله رشتين

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close