د حکمت نظاره
ډیر ځله به په کوچنیوالي کې چې د خپلو مشرانو تر شا روان وو،نو د هغوي عادت داسې وو ،چې په لارې کې به یی کوم کاغذ تر سترګو شو یا په لارې کې به پروت وو ،هغه به یې په دې نامه چې ګوندې د خدای (ج) یا پیغمبرانو نومونه په کې نه وي ، او د خپو لاندې نه شي ، هغه به یې اوچت کړ او د لارویانو د خپو نه به یې لیري چیرته کېښوده ،څرنګه چې دا عادت راته د خپلو مشرانو نه په میراث پاتي وو ،نو د هجرت په دوران یا په کلنو کې د پیښاور د ټاون د نهر تر غاړه روان وم ،تر مخه می یوه شلیدلي پاڼه چې د ماشوانو د مجلي څخه شلیدلی پرته وه ، ما هم په دي نامه چې د خدای یا رسول نوم پرې نه وي لیکلی ،نو د خپو لاندی نشي نو دا څیرلی پانه می چې د رنګین کمان د مجلی وه اوچته کړه ، چې کاته می دوه څلوریځي ، او یو نعت شریف په کې وو چې دوه څلوریځي یوه یی د حب وطن او بله یی د خدای تعالی په ثنا او صفت کې وه ،دا دوه شعرونه زما وو ،او نعت شریف د بل چا وو ، نو ماته دا د حکمت نظاره او د پند څخه ډکه خاطره وه ، ځکه د حیرانتیا خبره دا ده چې ګوندی انسان دي یوه پاڼه د ځمکي څخه اوچته کړي ، او هغه دي د خپله د شاعر خپل شعر وي ،دا ۱۳۷۹کال او زما د هجرت شلم کال وو ،چې د دي پاڼي یوه څلوریځه چې د خدای ج په ثنا کې وه ،او د حضرت سعدی صاحب د یو شعر نه په الهام اخیستو سره می وییلي هغه دا ده .
هر ورقې د ګلشن کې ستا حکمت دی
د بلبلو په ثنا کې ، ستا صـفت دی
په نظر د عـبرت بین ،په دې چمن کې
هره پاڼه یې ، دیوان د مــعرفت دی
سید عبیدالله نادر