افغانستان تاریختاریخ

د امیر دوست محمد نيول او د غازي عبدالله خان اڅګزي د جګړې پيل

د کوهستان او نجراب دادی جنبش په راز کی میر مسجدی خان غازی او محمد شاه خان غازی ولاړ وه.د نومبر په میاشت کی ۱۸۴۰ کال وه الله وحد ته ورسید.څرنګه جی انګلیس منابع(زریعه) شایدی ورکولی د ۱۸۴۰ طر نسبت ۱۸۴۱ ته ډیرو. او دوی په تهدیدول ملی مجاهدین خصوصاٌ هغه ډول چی د خواجه خضری چی چاریکار ته نژدی او هم ده پروان او هم د هغه په شاه وخوا جنګو کی بي مثاله شجاعت میړانه شوولی وه او په چاکو جنجر تیر او کمان په پلتي توپک او سابقه د هپنور(د خولي له خوا ډکول) توپک او په دی وصلو دیو منظم اتکری فوځ د انګلیسی دتوپخانی مقابله وکړاله ډیر صاحب منصبان سیاسی او فرنګی مامورین په قتل ورسول.د دوی سواره او پیاده دستو ته یې شکست ورکړی. په دارنګه چی شهزاده تیموراو جنرال سیل او کپتمن برنس د محاز په مجاورت (همسایه)کی مکسناټن شاه شجاع د کابل په بالی حصار کی اضطراب او پر یشانه سول.شک نسته د امیردوست محمد خان په رارسیدو د شمالی پنجشیر نجراب غازیان امیر دوست محمد خان راټول او د انګریزانودنړیدو وړ وګرزیده او د امیر دوست محمد خان کامیابی حتمی معلومیدل نو څګه بعض انګریزان د امیر دوست محمد خان  سره د مزاکراتو طرفداری کوله او ده معصلی (مصلی) حل یې په مزاکراتو کی لیدی داو چی د شاه شجاع څخه مخ راوګرځوی او امیر دوست محمد خان د سلطنت تخت ته ورسوی څرنګه چی د سهار افق روشانه معلومیده او د کامیابی نسیم د امیر دوست محمد خان ابي رنګ ښوراولو.انګریزان ډیر سخت وارخطااو پریشانه سول او دجنګ په میدان کی چی شکست خوړلی و.ناببره د امیر دوست محمد تسمیم او د زوی سردار محمد افضل خان چی د ملی غازیانو قومندان و او دهغه څخه یې هم په نظامی او سیاسی او دملی مجایدینو کامیابی په پریشانی تبدیله سوله.د امیرمحمد خان نسمیم چی د مجاهدینو راګرځول د جنګ ومیدان ته او پټ تګ او تسلیمیدل ومختیار انګلش ته په کابل کی په دی باره کښی ډیری تبصری په تاریخوکی سوی دی خو یوه یې د قناعت وړ نه ده کله چی دی تسلیم سو دهغه څخه بعد کی نجراب ته ولاړی او میر مسجدی دامیر محمد خان دوست استقبال په زخمی حالت کښی وکړ میر مسجدی ته چی کوم خطرو او د ده مجاهدینو ته چی کوم خطرؤ امیر دوست محمد دا خطرونه ورته روښانه کړه مګر میر مسجدی دا خطرونه بي ځایه بلل او دایې ورته وویل او ستادغه کار ډیره غټه اشتباه او غلطی ده.د امیر دوست محمد خان دغه پټ تسمیم د کامیابو مجاهدینو دشکست او د پریشانی سبب سو دمات سوی انګلش د کامیابی سبب سو او یو بل کال د انګلش سلطه په افغانستان کی اضافه سوه د امیردوست محمد خان اشتباه او غلط محاسیطه د مجاهدینو د جهاد د دوام سبب سو د نومبر ۲م ۱۸۴۰ د امیر دوست محمد خان پټ خاموش دتسلمیدوعظم ومکناټن پوره یو کال بعد په دغه ورځ دوهم نومبر ۱۸۴۱ د غازی عبدالله خان مجاهد جنبش دکابل دکوڅو څخه  را شروع سو.دفرنګی قواؤ شکست دعلان سبب سو په دی امیردوست محمد خان لکه برق داسی وځلیدی.اوپه تاریکه کی ډوب سو بعض مدارک د ۵ نفرو سره بعض وایې چی د درو نفرو سره بعض وایې چی د دوه یا یونفر دپروان د جنګ د میدان پټ راووتی نجراب ته ولاړی،میر مسجدی خان غازی هم دی د خپل تسمیم څخه وانه ړاوی دوست محمد خان له لیاری څخه د حاجی قلعه د بالا مصار لار خپله کړه.چون ژمی وؤ شاه شجاع په جلال آبادکی ؤ.مکناټن په بالا محصار کی ؤ په هغه باغ کی ؤ چی امیر دوست محمد خان جوړ کړی ؤ خارجی او داخلی قوتونه سره متحد او داسی وایې چی امیر دوست محمد خان نایب سلطان علی کورنی دپولی محمد خانه څخه سپاره سوارانو دده حفاظت کاوی هغه باغ چی امیر جوړ کړی ؤ د مکناټن سره په هغه باغ کی مخامخ سو.کله چی مکناټن په بالامحصار ننوتي او دامیر او دنایب سلطان راتګ بالاحصار ته ده برطانيٍه ومختار ته دا اطلاع ورکړه او اجازه یې واخسته موهن لال لیکی ماښام ؤ دریمه د نومیر ۱۸۴۰ ؤ څرنګه چی مکناټن پرآس باندی د دوه نفرو صاحب منصبانو سره دپروان د جنګ راپور رارسیدل په پریشانه حالت کی ګرځیدی او د امیر دوست محمد خان نامعلومه حالت ده صاحب منصبانود افکارو تبادله چی یوسړی پر آس سپور مکناټن نژدی سو او وویل تاسی صاحب لارډ صاحب یې د برطانیه نماینده وویل هو.ورسته دغه افغان سواری خوشحاله سو او وویل راغلم چی د امیر راتلل تاته ورسوم مکناټن د امیر دوست محمد خان راتګ بالا محصار ته نامکمن بولی نو ممکن بیا ورته وویل چی څه وایې کوم امیر امیر چیری دی لښکر ورسره دی نایب سلطان لاجواب نه ؤ ورکړی چی دوست محمد خان راورسیدی او مکناټن ته حاضر سو دواړو له آسانو څخه کښته سولی مکناټن د امیرلاس په احترام سره ونیوی دهغه باغ وه خواته چی د مکناټن ریایش ګاه وه روان سوه او هغه کصرته ننوتل چی امیر د خپل ځان دپاره جوړ کړی ؤ او د امیر ډیر احزاز او احترام وسو امیر خپله توره مکناټن ته پیش کړه مکناټن هغه توره امیر دوست محمد خان ته د احترام پر بیناد هغه توره بیرته د ته
(۲)
عیاده(پیش)کړه لیډی مکناټن د امیر د یوڅو ورځو رهایش په بالاحصار کی ترتیبات ونیول د امیر ښځه چی ده ناظر خیرالله خان لور وه اجازه یې ورکړه چی له خپل میړه سره یوځایی روسته مکناټن وه امیر ته پشنهیعاد ورکړ چی له شاه شجاع سره ملاقات وکړی او د ده وزارت چوکی قبوله کړی امیر له غوروره څخه پیشنهاد قبول نه کړ.د دستور مطابق وه سردار محمدافضل خان ته پیغام ولیږی او دجنګ دوام یې وغوښتی.د شمالی غازیانواومجاهدینو د امیر د غیرمترقبه کار څخه په حیرت او په غم کی وه او سره وپاشل سول او دایې وویل چی د بیګانوؤ وتل دوطن څخه یوکال نور وځنډیدل امیر څوورځی په بالاحصار کی پاته سو او خپلی کورنی له غړو څخه چی په غزنی کی وه او امیر شیرعلی خان محمد اعظیم په زرمت کی وه د نومبر په دولسمه ۱۸۴۰او درمضان په اتمه ۱۲۵۶ د کپتان نګلسن د جلال آباد له لاری پیښور ته ولیږل سول او د امیر ملګری او د ده کورنی په پیښور کی ۱۴۹ نفره وه د برطانیه له حکومت لخوا دری لکه روپی معاش مقرر سو.چی د ژمی په کلکته او دوبی په لودیانه کی تیر کړی.
په شپږ څلویښتمه شماره کی اتلسم کال د پنج شنبی ورځ د کال ۱۳۳۵ د ژوندون مجله د شاه شجاع مکتوب ولارډاکلینډ ته تر عنوان لاندی نشر سول چی دولسمه درمضان ۱۲۵۶ د نومبر۱۸۴۰ شاه شجاع له طرفه څخه د شنشانه انګلیس ولارډ انګلینډ کورنرجنرال انګلیس هند ته ولیږل سوی ؤ دامیردوست محمد رمضان د تسلمیدو خبرسرویلیم جی مکناټن په اطلاع ورسول.د مکتوب ډیراحساس غمجن دی په تاریخ کی چی له یوی خوا د مجاهدینو او غازیانوفعالیتونه په
کوهستان کی مثلا اشترګرام او بوغین او نجراب ورشي.او دامیر دوست محمدخان اقدامات دبامیانوڅخه دده تر تسلمیدو په بالاحصارته او مکناټن روښانه کړه دده دشمنی دده درقیب دامیر دوست محمد خان او دکوهستان باغیرته مجاهدین او دده دوستی او شفقت او دوستی دفرنګیانو سره ښکاره کوی دا خط د شاه شجاع د سلطنت دویم کال جریانات او واقعات او د انګلیس تسلط په افغانستان کی خوشبختانه شخصی تاریخ لری اتمه رمضان مبارک ۱۲۵۶ه صحبت کړی.                            دهغه خط نقل دی چی له شاه شجاع لخوا ولارډ انګلینډ ته    ولیږل سو په دی خط کی شاه شجاع چی څومره کولی سو دخپل رقیب دوست محمد خان شکایات او د غازی عبدالله خان اڅکزی او مجاهدینو شکایات او دخپل ځان تعریضونه وفاداری او دوست محمد خان نمک حرامی او دځان نمک حلالی ولیکل.
دشاه شجاع د سلطنت په دریم کال کی کابل دډیرو بدبختیو سره مخامخ سودشاه شجاع او دفرنګنیانو یوپر بل اعتماد له مینځی ولاړ اداری دشګاه ظلم ناروا بلخصص عبدالرازاق مستوفی ملا احمد فعقي میر حسن شاه،سید حسین دفتری او احمد خان منډی والا برنج فروش  بعض قومی مشران لکه غازی عبدالله اڅکزيی او داسی نور بالا محصار ته د شاه شجاع ملاقات له ورغل چی له حلاتو څخه خبر کړی خو شاه شجاح له اختیاراتو د نه درلودلو حضور پیش کړ دا اداری دستګاه(حکومت)برنس جوړ کړی وه چی په دی کی قسم قسم جاسوسان هم شامله وه امیر دوست محمد خان په ډیرتلاش صحنه(واقع)ته راغلی مګر له صانیه ووتی او دده تسلمیدل انګلیس ته د غازی عبدالله اڅکزیی او د ملنو مجاهدینو امیدونه له خاور سره خاوری کړه او د ده تګ له کابل څخه هندوستان ته د شاه شجاع او دفرنګیانو د مشترک سلطی پای ته ورسوی.
شاه شجاع دا فکر کاوی چی دا امیروتل د صاینی څخه دده دحکومت دور به ډیرسی فرنګیانو بیا دا فکرکاوی چی دا میر تسلمیدل او دهغه لیږل هندوستان ته زمونږ حکمرانی پر افغانستان باندی اسانه کړی او انګریزان د ارامی دوری په راتلو په امید وه مګربرعکس خلګ دشاه شجاع او دده فرنګی انډیوالو دحکومت د خلګو اوضا او دحکومت اداره ډیره خرابه وه او مرموزه(نامعلومه تیاره) وه د شاه شجاع او مکناټن سه ګانه اداره (سه جانبه) یو بل جانب یی هم درلود چی هغه جاسوسانو تښکیل کړی ؤ.پیش تر دی چی سه ګانه اداره فیصله وکړی څلورمی اداری یا جاسوسان غلط اجراها ت یي کول.د دریم کال په آخرکی شاه شجاع د انګلیس په نظرکی بي اهمیته بلل کیدی.امیر دوست محمد خان د مداخلت بغیرصانیه څخه وتلی او مغروره ؤ.شاه پوشالی(شاه شجاع) موجودیت زاهد(اضاف)بولی.په دی وخت کی مفتی میرحسن نګار او جاسوس جیلی(نقلی)مکتوب د کوهستان له غازیانوله تحریک په باره کښی اته (۸)انګلیسانو صادرکړدی جعلی
(۳)
مکتوب دشاه شجاع مقام دفرنګیانو په نظرکی نور هم متزلزل کړاود انګلیس او شاه شجاع او اعتماداو متقابله(احترام)نورهم له منځه ولاړ.انګلیس شاه شجاع د افغانانو په مخ کی بی اختیاره متلق بی اختیاره باله.کله چی برنس د شاه شجاع سره په بالاحصار کی ملاقات وکړ.شاه شجاع ورته وویل چی اختیارات ټول ختم سول کله چی په لودیانه کی وم له دی می طاقت بهترؤ چی دزیارت په بهانه مکی معظمه ته ولاړسم او سلطنت پریږدم داختیارات تر ډیره حده د سردار محمدعثمان خان ملقب په نظالدوله وه انګریزانو پر شجاع دا فشار راوړلو لپاره وزیر مقرر کړدي دشاه شجاع او دمکناټن په منځ کی دریم طاقت ؤ.د مرزاعبدالرزاق مستوفی او سیدحسین دفتری په رشوت اخستلو کی مصرف سو.په هرج مرج د څلورم طافت فعالیت ښکاره سود خطر ناکه قدرت د جاسوسانوپه لاس کی ؤ چی په دی کی هواملناس خلګوهم حصه درلوده احمدخان برنج فروش منډی وال د یي د ملااحمد په نامه یادوی مفتی میر حسین او شاه چی هم په دا قطار کی وه د مفتی شیطانی افعال او عمال مختلف اړغونه درلودل چی سوک نه په پوهیدی دی اداری دستګاه د هری خوا څخه ناجایزه استفاده کوی د ښار عام خلګ ډیر بی حده په ترس او هیراس کی وه.                                               د خلجی خانانو دمعاش ورکیدل او سنګین معاصلولات د زمیدارانو څخه اخستل کیدل او د قومی مشران لکه غازی عبدالله خان او نور لیږل وه هندوستان ته او تجاوز د خلګو په مالواوناموس باندی یوه تعداد قومی مشران اجتماعی طور بالا حصار ته شاه شجاع په شکایت راغله شاه شجاع په ښکاره و دوی ته وویل چی زه شاه نه یم زه غلام یم دغه پاڅا چی ځان یی غلام وویلی او د دی ټولو بدبختیو زمه دار دی او د ژوند تراخیره دانګلیس متلق وفاداره ؤ. او همیشه یې کوشش کوی چی ملی تحریکونه پر سرووی او د فرنګیانودستګاقایمه کړی او په دی سایه کی خپله هم استفعاده وکړی مګر انګلیس دده بی کفایتی پوښتل نو یې قدرت له ده څخه وزیرته انتقال کړاو قدرت نظام لدوله پری مخصرکړل نظام الدوله هم د خپل شخصی مفاداتو په خاطر د خلګو په ازارولو پسی راووت دی کار یوه غټه فایده په څنګ کی درلوده فایده یې دا وه چی د خلګو نفرت ورځ په ورځ زیات د بیګاناګانو تسلط اوفشاراواجنبی فرستانو قدرت دوطن څخه لنډ کړل،شک په دی کی نسته چی په دی حالاتو په مقابل کښی یوتعداد وطن فرست افغانان موجود وه دا حالات یې د نژدی څخه مشاهده کول چی دادی په راز کی اول عبدالله خان او دویم امین الله خان نوګری قومی مشران ول.
د کابل د ملی قیام د مشرانودیوبل سره لیدل کاتل او دشپی مجلسونه احرار(مجاهد)دبالا حصار دواکدارنو ویره او دغازی عبدالله خان کور د جنبش مرکز ؤ.
نظام لدوله وزیر تحمیلی مکناټن و شاه شجاع وغوښتل چی قوم او ملت زلیل او ملک د نیستی خواته کښ کړی او اجنبی ته یې وسپاری ده غوښتل چی پر قوم باندی مالیات پر ډیر کړی او دخلجی قوم تنخواه ورپره کړی او نظامی تجهزات (ساروسامان)ورکړی په دی ترتیب د قومونو مشرانو لکه غازی عبدالله خان اطاعت نامه تر لاسه کړی او که تاسوفرمان برداری ونه کړی تاسی به هندوستان ته واستوې او ستاسی پر مالواو ناموس به تجاوز وسې پر دی ترتیب یې عام خلګ زهنونه اماده کړه پر دی ترتیب مکناټن او شجاع د حکومت فشار د شابان د میاشتی کال ۱۲۵۷ او کال ۱۸۴۱ د
ستمبر او اکتوبرپه میاشت کی فشار پر خلګوزیات کړی نو په دی ترتیب باحساسه خلګو لکه غازی عبدالله خان،امین الله نوګری د چارجوهی(بندوبست) په فکر کی سول دا دواړه کسان سره ؤ څو نورمشرانو یعنی غازی عبدالله او امین الله خان یووار بالامحصار ته د شاه شجاع دلیدو لپاره ورغلل او دیي د حالاتو څخه خبر کړی.مګر شاه شجاع هیڅ ونکړاو دا بهانه یې وګړه چی زه هیڅ اختیار نه لرم کله چی دوی د شاه شجاع بیان واوریدی نو غازی عبدالله خان،امین الله خان ته وویل چی شاه شجاع د انګریزانودبازی شي دی.نو د چاره جوهی(دلاری د پیداکیدو)په فکرکی سول اولن وار غازی عبدالله خان د شاه شجاع او د مکناټن د حکومت پر ضد د ملی قیام په فکرورته پیداسو.اولن وار د غازی عبدالله خان اڅکزیی او د امین الله نوګری پټ د شپی د غازی عبدالله خان په کور کی دنورو سردارنو سره یوځای په قرآن باندی قسم وکړی.او دا یې وویل چی مونږ به خپل وطن او هم وطنوال د انګریزانود سلطي(تسلط) څخه خلاصه ؤ. ورسته دوی دخپل افکارو او نظریات  نورو احراره مجاهدینو سره شریک کړل چی مهم سرداران ول سکندر خان عبدالسلام خان میرافضل خان میراحمدخان صمد خان محمد حسین خان ارض بیګی حاجی علی خضر کوټوال،میر جندخان محمدخان بیات،محمد اعظیم
(۴)
خان پیش خدمت،ناظر علی محمد خان میرمحبوب خان،میر حاجی خان د مرحوم میرواعظم زامن میر محبوب خان پیر سعید خان میر غلام قادرخان اکاحسین توپچی د مرحوم داود خان زامن  ولی میراخور،اکبرخان،اکبر خواب ګاېی عبدالرحمن عثمانکو کپتان دوست محمد خان دوست محمد اسحاق زی دلاور خان اڅکزیی د غازی عبدالله خان کشرورور دا خلګه د غازی عبدالله خان په کور کی راټول سول د ملی قیام د جنبش مقدمه یې جوړه کړه په حقیقت کی د غازی عبدالله خان کورد جنبش قانون ؤ دده اتشیني ویناوی او مبارزه ددی سبب سول چی خلګو ته یې نوی روح ورکړه چی کابل او کابلیان یې چی ۱۷م د رمضان ۱۲۵۷ او دوهمه د نومبر ۱۸۴۱ وه ملی قیام ته اماده کړه ددقومو مشران د غازی عبدالله خان په کور کی د فرنګیانو په خلاف مختلف ظرزونه او طریقی وشوولی او په دی ډيری مباحشی وکړی بعض وویل چی عملیات د مکناټن د قتل څخه شروع کړو بعضو وویل چی د انګلیس خیخانه ته اور واچوو په اخر کی امین الله خان په خبره اتفاق وسو هغه داسی وویل چی په تاببره توګه دبرنس کور او دانګلیس د صاحب منصبانو په کورنو باندی چی کورنه یې په ښار کی دی چی حمله پروسی ورسته  پر مکناټن اوپر بالاحصار او په نور مهم ځایونو باندی حمله وسی په دی ترتیب باندی او پیمان وسو دحملی دورځی ټاکل او د عملیاتو شروع کول وه غازی عبدالله خان او امین الله خان نوګری ته وسپارل په دی ترتیب د ملی قیام مشهوره د غازی عبدالله خان په کور کی چی دا اڅکزو په محله کی جوړه سوه او نور مشران د حملی دورڅی منتظروه.
د ملی مشرانود دستورمطابق دسه شنبی ۱۷ د رمضان ۱۲۵۷ دوهمه د نومبر۱۸۴۱ سپیده داغ (دسپدوپروخت)چی د بالاحصار او کابل په ښارکښی متعلق خاموشی وه د فرنګی استعمار پر سلطه عملیات شروع سو اول د برنس پر کور چی د خرابات په کوڅه کی پروت ؤ مجاهدین دبرق په شکل چی په چاقو خنجر توره توپک سنبال وه حمله وکړه او دهر یوه په څهره کی قهراو غضب دورایه ښکاریده برنس په کور او د بالاحصار پر شاوخوا راټول سوه موهن لال داسی لیکی چی د سحر اووه۷ بجی وی پیش خدمت دروازه ټکوله او داسی وویل تاسو ویندیاست ښار چپه سو موهن لال دستی د خپل کور باغ ته ووتی چون حالات خراب ولیدل دستی وه برنس ته حال ورکړه او دهدایت منتظر سو برنس داسی هدایت ورکړ دخپله کوره څخه ونه شوری دستی د انګلیس عسکرو درسیږی او تابه شاهد له مرګه وساتی.
نیم ساعت ورسته نظام لدوله وه برنس ته پیغام ورولیږی چی راسی زما سره یوځای په بالاحصار کی فنا واخلی برنس چی خپل ځان په خطر کی لیدی چی زما آس ځن کړی کله چی ده غوښتل چی حرکت وکړی جمعدار چی دده د جمعدارانو د جمله څخه ؤ او ورته وویل چی مکناټن ته می حال لیږلی دی باید د امر منتظر سو.برنس فکر وکړ او بالاحصار ته وه نظام الدوله وتګ څخه انکار وکړ د نظام الدوله سره شپته(۶۰)نفره جزایل چی سپاهیان ورسره وه د بالاحصارخواته حرکت وکي مګردبامونو څخه پر ده او دده پر محافظونو باندی د بامونو څخه وارونه شروع سول.
نظام الدوله ولاړ چی د شجاع له عسکرو څخه مرسته غواړی برنس د خپل کور پر بام وخوت چی اوضاع وګوری ولیدل چی د مجاهدینو یو فوج چی په توره سنبال دی د ده کور یي محاصره کړی او دلیری څخه یې سترګی د غازی عبدالله خان باندی ولګیدی دده سره امین الله نوګری سکندرخان او عبدالسلام خان ولیدی.څرنګه چی ده له دوی سره پیژندل دستی یي یو سړی ورولیږی چی ددی بغاوت هلت معلوم کړی.چی هلت هرشي وی زه به ستاسو قناعت حاصل کړم.یوه مشر چی عبدالسلام خان نومیده په یوه وار د قاصدسرله تنه جداکړ او د برنس د سوال جواب یې دتوری په ژبه ورکړ ورسته دې مشرانو لخوا د برنس په کوردحملي حکم ورکړل.سودکوڅی او د همسایه په کورنو باموڅه د برنس په کور باندی ګولی ور شروع سوه.برنس دروازه وتړله او د کړکی څخه یې مجاهدینو له هرامیش(ارامی) ته دعوت کړل. په د فرصت کی کپتان براډپټ په سینه کی ګولی وخوړله برنس ورور یې چارلس راکښته کړی او د ځینی لاندی کښیښودی په دی وخت کی ګولی دوریدل شدت پیدا کړ د برنس نوکرانو وده ته وویل چی په خیمه کی به دی وپیچو او دکوره به دی وباسو چی ژوندي پاته سی مګر ده قبوله نه کړه په دی وخت کی په شاهدی څو نفره ملاً خضرخان کوټوال حاجی علی هاشم ګاه فروش(پراړه والا) کاکا حسین عبدرحیم محمد حسین خان ارض بیګی د برنس د کور وه دروازه ته یې اور واچاوه د اور لمبی لوړلی سوی هغه کوټه برنس ورور زخمی کپتان براډ فټ په کښی ؤ لمبی ورورسید لی د برنس ورور
(۵)
چارلس بی طاقته سو او ځان یې حویلی ته وغورځاؤ څو مجاهدین زخمیان او مړه کړه ورسته چارلس ټوټی ټوټی کړ موهن لال وایی د ګولی باران شدت پیداکړ یوه ګولی د برنس له کوره څخه زما کور ته راغله دکړکی شیشه یې ماته کړه ما دبامه څخه د خلګوحمله او پیش رفت تماشه کوله په دی وخت کی دشاه شجاع قواوی د مسټر کمبیل په مشری کی د
بالاحصار څخه برنس قومک ته راورسیدل جنګ شدت پیداکړ په نتیجه کی ټول اعسکر په قتل ورسیدل داکار د مجاهدینو د کامیابی سبب سو.
په دی وخت کی شاه شجاع وه فتح جنګ ته امر ورکړچی په ښار کی وګرځه امن قايم که مګر شهزاده مجاهدینووهم او غبه په سترګو لیدل برعکس مجاهدین یې د مبارزی وه دوام ته تشویق کړل دی کار دملی مجاهدینو مبارزه نوره په  شدد کړه.برنس ته چی نور امید نوسوپاته مجبور د خپل کور دروازی ته راغی هغه دسمال چی په غاړه ؤ له دی لپاره چی خپل قتل نه ووینی او دروازه یې خلاصه کړه قدم یې لادباندی نه ؤیښی چی خنجر او تورو واری پر وسوه او ټوټه ټوټه یې کړی او د برنس کور او خزانه چی تقریباً اویا زره(۷۰) پونډ یا یولک۱۵ زره کالداری د غازیانو لاس ته ورغلی ده کپتان جانس او د نورو فرنګی صاحب منصبانو کورنه چورسول او دوی په قتل ورسول.د مجاهدینو قهر او غضب شدت پیداکړ اود بالاحصار خواته روان سول.دشاه شجاع سترګی لهو توانان سټیورټ باندی ولګیدی چی د مجاهدینو لخوا پری ګولی ولګیدل او زخمی سو کپتان لارډ بالاحصار څخه د بی بی مهرو خواته لاره خلاصه کړه چی د خلګوقیام و پیغام مکناټن ته ورسوی بالااخره شیلټن د جنرال الفسټن وه خواته په ښار کی روان سول ولی چی ددی پر ځای چی له خپلو سپایانو سره ښار ته داخل شی دوې هم وارخطا سو.دبالاحصار وه دیوالونو ته یې فنا واخستل دوی هم وه برنس ته نه ورسیدل موهن لال دا دی کتاب لیکونکی امیردوست محمد خان ټریور چی دبرنس د کور په څنګ کی یې رهایش درلود دنواب محمد زمان او نایب محمد شریف خان او خان شرین خان په زریعه د هلاکت څخه نجات پیداکړ دغه نواب موهن لال د مجاهدینو له لاسه خلاص او خپل کور ته یې بوتلی او ورسته یی موهن لال وه چندول(بازار) ته بوتلی په دی ترتیب یې دی د مرګه خلاص او خپل پټ فعالیتونه شروع کړل.
په دی ترتیب د ملی مجاهدینو د مشران لکه غازی عبدالله خان نقشه د فرنګی پر ضدجوړه کړه او کامیابی د سحردماښامه دسی شنبی په ورځ ۱۷مه درمضان ۱۲۵۷ دوهمه دنومبر۱۸۴۱ عملی سوه هغه اور چی سحر وختی د برنس په کور کی بل سو چی د بالاحصار په مجاورت کی واقع ؤ ددی اور د لمبو تماشه شاه شجاع مکناټن جنرل الفسټن د بالاحصار څخه او ده دبی بی مهرو چهاوڼی او سیاسنګ څخه تماشه وکړه ولی چی هچاد اورخاموش نه کړ اصلاً مکناټن د باور نه کاوه چی داسی عمل به به ورسره کیږی دالفسټن قواؤی د وهم له مجهایدونه سره د جنګ پر ځاې د بالاحصار و دیوالونو شاه ته پټ سو هغه چا چی د ملی مجاهدینو قهر او غضب تماشه وکړه هغه شاه شجاع ؤ او هغه خپل د کصردکړکی څخه ددی لوی جنبش ناظر ؤ د تورو بریشیدل په خپلو سترګولیدل او دحملی د مجاهدینو ژغ په خپلو غږواوریدل هری خواته چی د ستورورکاؤ چایې په غوله نه کول سحروختی چی د مجاهدینو ږغ دلیری په غوږو رسیدی وه جارجیانو ته یې امر ورکړاوپه ښار کی دی جارووی او خلګه دی ارامی ته راوبلی او خلګودې اواز ته توجه ونه کړه په نتیجه کی د مجاهدینو قهرنور هم زیات سو بالااخر خپل زوی فتح جنګ د خلګوارامی ته ولیږی دده توپ او توپ خانه شاه ته سوه او سپاهیانو څخه اووسوه کسان(۷۰۰) په قتل ورسیده او دشاه اخیرني امید دسته کارډ شاهی ؤ مګر دی یې ټوټه ټوټه کړدفرنګیانو هیڅ قسم کوشش دا دی حق او حقیقت اواز خاموش نه کړهغه اواز چی په ۱۷مه د رمضان پورته سوی ؤ او لواړ یې ونیول او تر ماښامه یې خپل حقانیت سابت کړ دسه شنبی ورځ ۱۲۵۷ دوهم نومبر ۱۸۴۱ زمونږ دپاره لوورځ او د ملی ورځ د فرنګیانو او شرق کی د فرنګی استعمار د شکست ورځ ده دا ورځ د کابل په تاریخچه کی اودبالاحصار په تاریخچه کی (ښارک روز) نه هیریدونکی ده د برنس او د جانسن دکور دوو بالاحصار او کابل خلګوتماشه کړه ده فرنګیانو مړی او د شاه شجاع د محافظینو مړی په کوڅواو د بالاحصار په شااوخوا کی پراته وه غازی عبدالله خان او مجاهدین په کامیابی خپلو کورو ته راوګرځیدل دملی مجاهدینو مشران د غازی عبدالله خان په کور کی سره راټول سول چی د صبا دپاره د مبارزی پروګرام جوړ کړی او داسی نقشه یې جوړه کړه چی د فرنګیانو مجهزفوڅ په بی
(۶)
بی مهرو کی پروت دی چی مقابله وکړی په دی ترتیب په ۱۷مه رمضان باندی په کامیابی سره ماښام سو په دی وخت لمر د کابل د غرو په شاه کی د غروب په حال کی وؤ ملی مجاهدین د کابل ښار ته په کامیابی ورسیدل بالاحصار او انګلیس اثکرچاوڼی ته په لرزه راورسیده بالااخره راتلونکی ورځ او میاشتی آیسته آیسته د مجاهدینو قهر پراخوالی پیدا کړی او نتیجه داسوه چی اجنبیان او اجنبی پرستان ختم سو.
د مجاهدینو مشرانو چی دملی قیام خبری یې دغازی عبدالله خان په کورکی وکړی او ورسته یې نور مشران هم پر اضافه سول دنوی شاه د انتخاب په فکر کی سول د مجاهدینو دمشرانولخوا د قوم مشراو سرکرده سردار محمد زمان خان چی داسد خان زوی او د سردار پایند خان لمسی ؤ وټاکی دبادکزو بعض مشران چی دشاه شجاع مخالف وه په کابل کی د انګلیس تر حکومت لاندی یې زنده ګانی کوله لیډی سیل خپل په یادشت کی د شپږ(۶) نومبر ۱۸۴۱ ۱۷مه او څلورمه ورځ دملی قیام د نوی شاه او وزیر په باره کی داسی لیکی بعض مولایان د شاه شجاع سره وفادار پاته سول او د شاه زمان دنامه سره په ختبه کی یادیده سره مخالفت کاوه داسی معلومیدل چی زمان خان په کابل کی ډیر قدرت او خپل په نامه یې سکه وهله وه ملی مشران د ملی قیام څخه چی دوهمه نومبر ۱۸۴۱ ۱۷مه د رمضان ۱۲۵۷ چی برنس د کور په سواځلو شروع خپل شاه یې انتخاب کړی ؤ چی عبادت چی ددغه نواب محمد زمان خان څخه ؤ چی غازی عبدالله خان او امین الله خان نوګری نایب په عث وټاکل سول.
دسی شنبی په سحر ۱۷مه د رمضان ۱۲۵۷ مطابق دوهمه د نومبر ۱۸۴۱ ملی قیام د فرنګیانو تسلط او دشاه خلاف شروع سو تر ماښامه د غازیانو او مجاهدینو نصیب سو په دی ورځ دری یا ځلور نظامی او سیاسی مامورین د اوه سوه(۷۰۰) په حدودوکی د شاه د کارډ افراد په قتل ورسیدل انګلیسانو چی کومی قواوی په بی بی مهرو کی اوسیاسنګ او
بالاحصار او په نورو قلعوؤ کی درلودل کوم محصر تسمیم او محصرګام وانه خسیت دملی مجاهدینو کامیابی درمضان په ولسم ماښام دانګلیس وتل له کابل او ټول خاکه افغانستان څخه امید قوؤی سولیډی سیل ونسټ ایر او په خاص ډول خانم الزکر دروز نامچه په شکل دواقعات تاریخی قید کړه نور مطلب به لاندی زکرکړو.
د قیام دوهمه ورځ ۱۸ درمضان ۳ دنومبر سحر ډیر وختی سپیدی نوی چاودل سوی یعنی تقریباً ۳ بجی ډول وشیپور دبی بی مهرو د انګلیس په چهاوڼی کی ووهل سو هلت دادی ډول داؤ کومی قواوی چی د کابل څخه داغوښتل سوی وی غازی عبدالله خان او مجاهدینو د هغو مخه ونیوله د جنګ او د تیښتی په حالت ډیر په سختی سیاسنګ ته ورسیدلی د توپکو اوازونه انګریزان په چهاوڼی کی اماده باش ودراول د دی دستی په رسیدو انګلیس قواوی قوی سوی وصلي وجباخانه اویو توپ او ۹ پونډه او یو توپ ۲۴ پونډه او دوه۲ توپه پنڅه نیم انچه بالاحصار ته ولیږل په دوهمه ورځ ماسپښن میجر سوهن دبی بی مهرو دچاوڼی یودسته عسکرو سره راووتو چی لاهوری دروازی بالاحصار د بریګادیه شلټن د قواوی سره یوځای سوی د شاهی باغ د سړک څخه او دروازه یې کوهستان او قلعه محمود خان څخه او د بعضو نورو قلعه ؤ څخه اتش بازی شروع سوه میجر بیرته خپلی قلعه ته وګرځیدلی غازیان چی په دوهمه ورځ زیات دنښان خان پر قلعه قلعه وزیرباندی حمله وکړه قلعه نښان خان د فرنګیانو د ازوقه کودام ؤ حمله وکړه مګر دکپتان میکنزی لخوا دفاع کیدل دوزیرقلعه چی اوس هم د سلطان برنج پر نامه یادیږی دنوی منډی ومشرق ته واقع ده یوبل دفرنګی صاحب منصب ټریور په حفاظت وه په دوهمه ورځ انګریزانو د مجاهدینودطاقت احساس وکړاو دبی وویل چی د انګلیس ټوله قواوی چی په کابل کی موجودی واې ددې خلګو دفاع نسی کیدی نو مکناټن د قندهار او دګندمک د جنرال ناټ او جنرال سیل قومک وغوښتی په دی کی شک نسته چی د جنبش آوازه په اوله ورځ اطرافو او دکابل شاوخواته ورسیدي غازیانو د ۱۲ مله او ۱۸ مله څخه راپورته سوه او دکابل په ښار کی پر انګلیس حمله وکړه چون سمت شمال ترنورو نقطو کابل ته نژدی ؤ دی غازیانو ډیر کاروکړی اول کار یې خپل اواز یې دکابل د مجاهدین یې سره یوکړ د قیام په دوهمه ورځ لیتونات مول ومعاون یې لیتونال ویلر په قتل ورسول د حاجی د قلعه ددښت لخوا او دکوهستان او کوه دامن وکابل ته ننوتل.
(۷)
د قیام په دریمه ورځ یې نونسمه دروژی او ۴څلورمه د نومبر غازیان د کابل په ښارکی ډیر سول نوجبار خان جنګ ته تشویق کول چی کابل ته راسی او دی قیام کی برخه واخلی د دوردګوخلګ هم کابل ته ورسیدل دښار په مابینځ کی شاهی باغ او لږلیری د محمد شریف قلعه دملی غازیانو په لاس راغلی د انګلیس رابطه چهاوڼی او کیمسیار څه کته  سول جنرل الفسټن د جنګی قواؤ سپه سالار او نور صاحب مصبان او مکناټن ټوله شپه د کمیساری د قلعه د نجات فکر کاوه ځکه ازوقه او خوراکه هلته جمه سوی وه مګر د مجاهدینو ددوام فشار له وجی یوکوشني کارهم ونه کړ سحر دنومبر پر پنځمه(۵) دانګلیس محافظانو دقلعه خالی کړه او چهاوڼی ته وتښتیدل په دوه(۲)ورځو کی دوزیر برج او نښان خان قلعه د ملی غازیانو لخوا محاصره سوه دریمه ورځی په اخری کی دواړی قلعه ولی تسلیم سوی صاحب منصبان او محافظن ددی دوه(۲) قلعوی مکنزی او ټریور د بعضو اندرابی(ځای)خاینانو او د بعضو جنداولی خانانو په توپک وتښتیدل او د فرنګی قشلی ته ځان ورساوی دقیام ځلورمه ورځ دروژی ۲۰مه د نومبر پنڅمه دملی اتل غازی عبدالله خان د فرنګی ازوقه او خوراکه د کمیساری د قلعه څخه راویسته اوبل طرف ته یې وړله انګریزانو د ورځی پر ۱۲ بجی غوښتل چی د قلعه بیرته ونسی دتوپو دشدید اور لاندی ونیوله مګر عسکرو یې دنیولو جرات نه وکړدملی قیام پنڅمه ورځ ۲۱مه د روژی د نومبر شپږمه د کابل په بالاحصار کی غوغا سول او هیله کیدل ډب او ډزواوریدل کیدل د بالاحصار د محله اوسیدونکی عربو تسمیم ونیوی چی د فرنګی اوشاه شجاع د قواؤ پر ضد قیام وکړی شاه شجاع دی لپاره چی دا نقشه خرابه کړی آمر یې وکړچی هڅوک د وزیرنظام الدوله د مخصوص اجازت نامی نه بغیر یاد مسټر کنولی د اجازت نامی نه بغیر پری نږدی چی څوک داخل یا خارج سی ملوین انګلیس او جنیال سنګ چی درنجت سنګه څخه خفه سوی او دشاه شجاع دربار ته یې فنا راوړی وه دشاه لخواڅخه دبالاحصار د دروازو د حفاظت مامور مقرر سوی ؤ د اوزه هم غوږ رسیده چی شاه شجاع تسمیم نیولی دی چی خلګ د بالاحصار څخه وباسی چی د فرنګی سپاهیان د ناګاهنی(ناببره) حملي څخه متیهن سی د ملی قیام اوومه(۷) ورځ ۲۳مه د روژی ۸اتمه دنومبر څه خاص واقعه نه وه د فزنګی عسکرو او دشاه توپک والاؤ غوښتل چی په شاهی باغ کی د مجاهدینو سره مقابله وکړی مګردمجاهدینواو غازی عبدالله خان غرور ډیر زیات شدت درلود مخالفین مخته نسوتلاې د قیام په اووهمه (۷)ورځ د بی بی مهرو د قلعه په مجاورت کی میر مسجدی خان له خوا څخه ډزاوډوز اوریدل کیده کله چی مجاهدینو د فرنګی ازوقه او خوراکه یې د بی بی مهرو دقلعه څخه راوړه په ۲۴مه د رمضان د قیام اتمه(۸)ورځ د کوهستان د مجاهدینو جنبش میر مسجدی خان غازی دیوه دسته د شمالی غازیانوسره راورسیدي او هغه کلی یې اشفال کړ د فرنګیانو رابطه د چهاوڼی د بی بی مهروسره محدودسوه دلیډی سیل د یاداشت په اساس موهن لال وامیر دوست محمد خان سوانح مولف او اطلاهی نایب دخپلو جاسوسانو په قومک د ښار څخه چهاوڼی ته ولیږی په دی کار ډیر آصبی(دماغی)سو دخپل کوردکړکی څخه په دربین کی دلیری او نږدی سانحه لیدله بالااخره دخپل د ارام صحرایی چی په هغه کی ۸۰۰ ښوځو چی منیځی زندګی کوله شاه وویل که د انګلیس چهاوڼي لاس ته ولویږی دبه ټولی مړی کړی نو په خپله په بالاحصار کی په دروازه کی د چپی خواپه برجو کی او دارم  صرای په میدانی کی د شاهی محافظه ګارډ توپ چی قواوی دتیاری په حال کی ودریدل.
دغازی عبدالله خان د ملګرو افزایش (زیات والی)دلوګر وردګ اوشمال لخوا څخه د نورو مجاهدینو راتګ د بالاحصار او د چهاوڼی سره درابطو شکیدل او دبی بی مهرو کله د مجاهدینو په کنترول راتلل انګلیسی صاحب منصبان چی په بالاحصار کی وه پر شاه شجاع باندی ډیر اصبی سول په اوومه د جنبش تسمیم ونیو چی د شپی دبالاحصار
دبرجانوڅخه دکابل ښار په توپو وولی.بمباران د شپی په تاریکه کی ددی بمباری د شپی په تاریکه فرنګیانو تماشه کوله دی کار هم فایده ونګرولی بارودو مصارف ډیر وه دڅلوراوپنځو کسانو څخه زیات نه مړاکیدل د قیام ۸مه ورځ ۲۴ مه دروژی د نومبر۹ د انګریزی قواؤ سپه سالار جنرالفسټن ناجوړه سواو خپل کار یې نسو کولی او غوښتل چی کابل دستی خالی کړو مکناټن مجبوره سو نظامی مصولیت هم په خپله غاړه واخستی براکاډ یه شلټن د بالاحصار څخه راوغوښت چی په نظامی تدابیرو کی معاونیت ورسره وکړ په دی وخت کی ملی مجاهدینو څوواره د بی بی مهرو دشپی څخه د فرنګی له چهاوڼی څخه ګولی ووراولی.
(۸)
دملی قیام ۹ ورځ ۲۵مه د روژی لسم دنومبرد غازی عبدالله خان اڅکزی او مجاهدینو تعداد په کابل کی ډیر سو یوتعداد مجاهدینو په شپه سیاسنګ ومرنجان وه تپه بی بی مهروته وختل په دی کار فرنګیان ډیر سخت پریشان سول.په دی وخت بریګاډیه شلټن چی د بالاحصار څخه راغوښتل سوی ؤ او په نظامی عمورو کی مهمه برخه درلودله ول چی دانګلیس عسکرو ژمی په کابل کی آخر ته نسی رسولی بهتره داده چی فوری دجلال آباد وطرف ته حرکت وکړو مګر مکناټن له دی نظریه سره مخالفت وکړاو وویل په هر قیمت چی تمامیږی باید کابل خالی نه کړو په دی ورځ د فرنګی قواؤله  چهاوڼی څخه راووتی دتوپخانی په قومک په مجاهدینو سختی حمله وکړی مجاهدینودرکاب باشی وقلعه څخه او د زلفقار له قلعه څخه څلورسوه میتره د چهاوڼي له دیوال څخه لیری وه د فرنګی پر عسکرو اتش بازی وکړله مګر انګلیسانو په ډیرو تلفاتو ددوی قلعه وی دغازیانو څخه ونیوی د فرنګی دکامیابی په ملی مجاهدینو اثروکړ.خواجه میر ملک وه مکناټن ته پیغام ولیږی او دغلی په خرڅه ولوکی حاضریم چی غله درباندی خرڅه کړم.                                           د قیام په لسمه ورځ ۲۶ دروژی یولسمه د نومبر انګریزانوپه تلواردچهاوڼی نږدی قلعه وی چی تازه یې نولی وې غله اوخوراکه راوباسی په دی وخت کی کپتان اثکینر غوښتل چی په زنانه لباس او چادری کی وتښتی مجاهدینو ونیو او قتل یې کړی فرنګی قواؤ څخه دبالاحصار او چهاوڼې څخه د محمود خان پر قلعه توپونه ووراول.                                 دملی قیام په اول لسوورځو کښی د مجاهدینو سلطه دفرنګی او شاه شجاع پر قواؤ باندی ورځ په ورځ پراخیده د پلان چی دغازی عبدالله خان په کور کی جوړسوی ؤ دبرنس د کور سیزل او دده قتل څخه شروع سو داسی حال کی چی شاه شجاع مکناټن او دفرنګی قواؤ سپه سالار او په سونو نور انګلیسی صاحب منصبان دسیاسنګ بالاحصار قلعه محمود خان قلعه وزیر قلعه نشان خان قلعه جعفر خان په خپلو سترګوولیدل ورځ په ورځ د مجاهدینو قواؤی قوی کیدلې فرنګی او دهغودملګرو روزګار تاریک کیدی په دالسو ورځو ډیرمجاهدینو د کوهستان کوه دامن وردګ لوګراو خوردی کابل چی انګریزان دا دوی تعداد د لسو او پنځلس زره پوری تخمین کړو دکابل ښار ته راسیدی دوی دملی مبارز غازی عبدالله خان سره ملحق کیدل او انګریزانو کوشش کاؤ چی راوزی او په مجاهدینو باندی حمله وکړی په دا ډول یې دوه(۲) قلعه وې ونیولی.
۱۳لسمه نومبر ملی قیام ۱۲مه انګلیسا خپلی زیاتی قواوی له چهاوڼی دنیولو په نیت څوک سپاره څوپیاده پر چهاوڼي حمله وکړه د دواړو طرفو ترمینځ سخت جنګ ونښت د انګلیس سپاهیان ورځ په ورځ کمزوری کیدل او دا یې وویل چی دملی مبارز عبدالله خان سره جنګ نسی کوی.
په څوارلسمه دنومبر دغازی عبدالله خان دنفاری(ډول)اواز د بی بی مهرود تپي څخه پورته سواود فرنګی پر چهاوڼي وهم ورننوتی چی ډیر اثر یې پری وکړی دکابل خلګو په ۲۹د روژی او د سمت شمال د غازیانو بیاراپورته سول او پر لغمانی قلعه او وه چاریکارته پنڅمه میله نږدی وه باندی حمله وکړه او هغه یې اشغال راټری ویلر کدرنکتن،مجاهدینو سره په جنګ کی ووژل سول پاتنجرها تن او ډاکټر ګرانټ دوی دا فرار لاره اختیار کړه په لار کی مجاهدینوحمله پر شروع کړه دبی بی مهر په دی وخت کی ډاکټر په قتل ورسیدی اوپاتنجر هاټن زخمی سو د مجاهدینو ددی کامیابی څخه مکناټن خبرسو په ۱۸دنومبرو ملی قیام جزاهیلچی چی د شاه شجاع لخوا څخه دلواړ بالا حصار دحفاظت ماموریت ورکړل سوی ؤ هغه خپله وظیفه ترک کړه او دمجاهدینو سره یوځای سو شاه شجاع مجبوره سوچی دبالاحصار بندیان ازاد کړی۲۲او۲۳ دنومبرمجدون دبی بی مهروپرغونډی جنګ شروع سو د غونډی ډیره مهمه وه دی غونډی دسره څخه مجاهدینو دفرنګی د فعالیت څاری په دی وخت کی مجاهدینو په شپه یې مرنجان کوه اسمایی او چهاوڼی بعض څاینه دشدید اور لاندی  ونیول د بالاحصار اودچهاوڼی رابطه مکمله ختمه سوه او انګریزانوته هیڅ امید پاته نسو جنرال الفسټن دا خبره بهانه جوړه کړاله او مکناټن ته یې وویل چی دغازی عبدالله خان او د مجاهدینودمشرانو سره د جنګ دختم کیدو خبری وکړی بالاحصار او چهاوڼی دوه(۲) نقطی دفرنګیانو اتقا(تقید)وه او بالاحصار یې محاصره کړ او مجاهدینو خپل فشارته شدت ورکړ او هر ورځ د چهاوڼی شااوخوا جنګ ګرم ؤ پنڅه ویشتمه(۲۵)دنومبر د مجاهدینو یولوی مشر سردار غازی عبدالله خان د چهاوڼی د حملي پر خوت زخمی سو                                                                                                                                    وفات
(۹)
د غازی عبدالله خان اڅکزیی دملی قیام بنیاد ګزاراود چهارسیاب د دریشخور په تپو کی په سره قلعه کی په خپل ارام ګاه کی اوس پروت دی.
دده بیان دمخ په ورکوکی وسوقلعه چی په ۱۷مه درمضان ۱۲۵۷ دوهمه دنومبر ۱۸۴۱ دملی جنبش سره دده رابطه ۱۷مه د رمضان خاص ارتبات لری خلاصه دازادی اصلی محرک اودملی قیام بنیاد ګزاردی.                                     غازی عبدالله خان پر خپل ځان خطر قبول کړ د فرنګیانو شاه شجاع او د برنس دجاسوسانوباوجود په خپل کورکی
دامین الله خان لوګری او څونوروسره ملاقات وکړنولهذا ددی ملی قیام اصلی محرک اودده کور دحقیقی جنبش قانون دی. دی نهضت(تحریک)دی غازی عبدالله خان دیوکوچنی ډلی چی د ری یا څلور نفره دده دوستان وه دفرنګی خلاف یی په کابل کی ددی جنبش بنیاد کښیښودی ورسته په هرقدم کی چی څه یې وویلی وه او عملی کړ دشروع دورڅی څخه دبرنس ترکوره او بیا دبی بی مهرو درتپی کله د ډهوله سره کله بې د حمله په وخت دمجاهدینو صفونه برابره ول خلاصه دا چی دي یو فداکاره یو ملی قمومندان یومردی میدان پر خدای مین،پر خپل وطن مین اویو سرباز مجاهد دښمن پر توپو بی حملي وروړه دا دی مجاهد کوششونه د ملت او د ازادی لپاره اود مزاکراتو په وخت او دجنګ په میدان کی وکړه د روژی لسمه دشوال ۲۵مه د نومبر د جنګ د فرنګی پر توپو باندی حملی په وخت کی زخمی سو.
سید قاسم رشتیا خپل په  ښایسته تاریخ چی نوم یې دي،،افغانستان په ۱۹لسمه قرن،،دغازی عبدالله خان زخمی کیدل دملی خاینانو لخوا بولی او نسبت ورکوی حاجی علی آغا محمد،عبدالعزیز او حمدالله دده وراره هم پیردوست خان هم په دغه ورځ یا د وی ورځي مخکی په قتل رسیدلی دی.
مجاهدینو په دغه ورځ دفرنګی پر توپخانه او چهاوڼی حمله وکړه امکان لری پرده باندی یې فیرکړی وی او زخمی کړی وی.
لیډی سیل وایې چی غازی عبدالله خان اڅکزیې په ۳۰ د نومبروفات سو چی ۱۵ دشوال ۱۲۵۷ سره برابره ده دا وايي په دی خبر په ښار کابل کی اضراب،وهم ،ترس،بیره پیداسوه چون دی څو ورځی ژوندي ؤ د زخمی کیدوڅخه بعد یوار دمرګ اوازه خپره سوه څکه یې په ښار کی وهم پیدا سو د غازی عبدالله خان لکه سکندر کبیر لکه سکندر اعظیم دکابل پر غرو راوتی او دمجاهدینو پر پوستو وګرځیدی دخپل دمرګ اوازه تکزیب او د روغ کړی چون ددی سواری طوان او د ګرزیدو طاقت نه درلود زخم یي ډیر شدید و ټکان یی وخواړی او چی کورته ولاړپه دغه شپه یې ساه ورکړه او شهید سو.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: