د افغانستان ستراتیژيک موقعیت!

د افغانستان معاصر سياسي تاريخ د نفوسو له لږوالي سره سره د پېښو او واقعاتو له پلوه يو ډک او شتمن سياسي تاريخ دى، چې د ګاونډيو هيوادونو له سياسي تاريخ سره کاملاً توپير لري. دتاريخ او جغرافيې پوهانو افغانستان د استعمارګرو ځواکونو د تګ او راتګ ستراتيژيک پُل، د ورېښمو د لارې د تقاطع ځاى، د نړۍ بام، د هنـد د دروازې، د اسلامي نړۍ دختيځې دروازې، د تمدنونو څلورلارې، دنړيــوالې سوداګرۍ دلويې لارې او ځينو نورو د آسيا دزړه په نومونو سره نومولى دى.

دا چې تل افغانستان د جيوپوليټيک ارزښت څخه برخمن ؤ؛ خو دغې ځانګړتيا له ځان سره د وينو ډکې پيښې او کړکېچونه هم لرلي دي، ځکه افغانستان د خپل حساس او ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره تل د لويو قدرتونو ترمنځ د سيالۍ او جګړې په ډګر بدل شويدى. دا ځکه چې د اسيا او اروپا سترو امپراتوريو همېش دا هڅه او مينه درلوده، چې هند ونيسي؛ خو کله به چې د يرغلګرو هېوادونو لخوا د هند ځينې برخې ونيول شوې؛ نو د هغه د ساتنې فکر به ورسره پيداشو. په منځنۍ آسيا کې د روس شاهي تزاري دولت د يوې فعالې امپراتورۍ په شکل په چټکتيا سره وده کوله، او هيله يې درلوده، چې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي، چې پدې سره د بريتانيې چې هغه مهال يې په هند کې د نفوذ لټه کوله؛ حساسيت نور هم زيات شو، او د روس لخوا خطر او ګرمو اوبو ته د رسيدو هيله نوره په واقعيت بدله شوې وه، چې د همدې موخې لپاره يې په افغانستان کې مداخلې پيل او بالاخره د خپلو لاسپوڅو په لاس يې د ١٣٥٧لمريز کال د ثور مياشتې په اوومه نيټه د يوې کودتا په ترڅ کې افغانستان لومړنى جمهوريت راوپرځاوه.

د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ثور اوښتون او د لومړني جمهور رئیس سردار محمد داؤد خان د جمهوري حکومت ړنګیدل په هیواد کې د بیلابیلو بدبختیو او کړکیچونو پیلامه ګڼل کیږي. هغه اقتصادي او ټولنيز پلانونه چې سردار داودخان د هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره په لاره اچولي وو، نيمګړي پاتې شول او هېواد مو د داسې بدبختۍ سره مخ شو، چې پايلې يې اوس هم زموم په ژوندانه کې ليدل کېږي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب