خپلو ماشومانو ته باید کومې جملې ووایئ؟

معمولاً زموږ دې ته پام نه کېږي، هغه جملې چې ترې ګټه اخلو کولای شي، د ماشومانو په وجود کې ثبت شي او د هغوی د شخصیت پر ودې او له نړۍ سره، چې کومه اړیکه ټینګوي ژور اغېز ولري.

موږ فکر کوو، د یوه ماشوم له پاره تر ټولو مهم څیز هغه دی، چې خوشاله وي. ماشومانو ته مو دا جملې ووایئ او ډاډه اوسئ، چې پر هغوی باندې فوق العاده ښه اغېز لري او البته تر ټولو مهم دا چې تل ورته ووایئ، چې ورسره مینه لرئ.

۱ ـــ زه په تا باندې باور لرم.

۲ ـــ ته ځواکمن یې دوام ورکړه.

۳ ـــ ورځ دې څنګه وه؟

۴ ـــ زه تل ستا ترڅنګ یم.

۵ ـــ زه درباندې ویاړم.

۶ ـــ هر څه ښه پرمخ روان دي.

۷ ـــ مننه چې له ماسره مرسته کوې.

۸ ـــ څه کار کوې؟

۹ ـــ درسره مینه لرم.

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب