تضادونه او نعمتونه
کومې جوشې اوبه چې کچالو نرموي، هګۍ کلکوي!
ځیني هېواد پرېږدي او ځینې بېرته وطن ته د ورتګ په تمه دي.
مجردان د واده په لټه او واده کړي د مجردۍ په ارمان دي.
ځیني په پور او درملو د امېدوارۍ مخنیوی کوي او ځیني په ډېرو درملو او درملنو هڅه کوي د ماشوم خاوندان شي.
دنده لرونکي له خپلو دندو کړېږي او بې دندو د کار په لټه کې دي.
بېوزلي د شتمنو د شتمنۍ په ارمان دي او شتمن د درد نه لرلو او د بېوزلو د ګرمې وینې څخه شکایت کوي.
عادي خلک غواړي مشهور شي، خو مشهور خلک هممهاله غواړي د نورو له سترګو ځان پټ کړي.
تور پوستي غواړي سپین شي او سپین پوستي لمر ته څملي خوښیږي یې چې خپل پوستکی تور کړي.
خو بالاخره هیڅوک نه پوهیږي، چې د نړۍ د نېکمرغۍ یوازینی فارمول فقط دغه جمله ده:
که چیرې مونږ د خدای نعمتونه په نظر اونیسو نو ډیر زیات دي،.
“د خپلو شته وو په قدر پوه شئ او تل د خدای (ج) د نعمتونو منندوی اوسئ”