بي بي الايي | د روښاني غورځنګ یوه نامتو مبارزه

مېرمن بي بي الايي د بايزيد پير روښان د زوی جلال الدين لور وه، چې د نورو ديني علومو تر څنگ يې د بايزيد روښان مشهور آثار (خير البيان) او (مقصود المومنين )له پلاره لوستلي وو. د علم، پوهې او فضیلت څښتنه وه . کله چې جلال الدين روښاني په غزني کې له مغولو سره په يوې جگړې کې سخت ټپي او بيا له هم هغه ټپه مرگ ته نږدې شو نو خپله لور الايي يې د خپل وراره د شېخ عُمر د زوی احداد په نامه کړه او د خپلې گوتې د مهر په هکله يې چې د مشرۍ نښه وه، هم احداد ته د ورکولو وصيت وکړ. الايي له احداد سره واده وکړ، ډېره پرې گرانه وه او زياتره چارې به يې د هغې په خوښه او مشوره تر سره کولې او په اولادونو کې يې زوی عبدالقادر او لور دريا خاتون د روښانيانو د ملي مبارزو او طريقت په لړ کې له ښه نوم او شهرت نه برخمن دي.

مېرمن الايي د هغې زمانې له مغولي گورگاني حکومت سره د روښانيانو د ملي مبارزو په لړ کې فعاله ونډه لرله او خپل مېړه او بيا ورورسته خپل زوی عبدالقادر ته به يې غوره مشورې ورکولې او فکري مرسته يې ورسره کوله. کله چې په ۱۰۳۵ لیږدیز کال کې د مېرمن الايي خاوند احداد شهيد شو او د هندي مغولو گومارلی چارواکی مظفر خان د خيبر درې له لارې له خپل نځوس زریز لښکر سره کابل ته روان و، مېرمن الايي، اپرېدي او اورکزي قومونه او د خپلو پلويانو لښکر راټول کړل، پر مغولي لښکرو يې بريد وکړ، ماته او ډېره سخته مرگ ژوبله يې ور واړوله. وروسته چې بيا روښاني غورځنگ له يوې خوا د خپلمنځي اختلافاتو او له بلې خوا مغولي حکومت د سختو بريدونو په پایله کې کمزوری شو، مېرمن الايي، د هغې زوی عبدالقادر او د دوی ځينې نور خپلوان د هند دمغولي واکمن شاه جهان د پوځونو لاسته ورغلل او هند ته بوتلل شول، هلته ځينې بنديان، ځينې نظر بند او ځينو ته يې په دکن کې ځمکې ورکړل شوې.

عبدالقادر د گورگاني مغولو په بندي خانه کې نظر بندۍ کې ومړ. مېرمن الايي له خپلو لمسيانو قادر داد او مهدي داد سره په دکن کې اوسېدله، نوموړې هغوی ته وصيت کړی ؤ چې تر مړينې وروسته به يې مړی تيراه ته لېږدوي او د احداد تر څنگ به يې خاورو ته سپاري د وفات نېټه يې نه ده مالومه، خو دا څرگنده ده چې لمسيانو يې د مېرمن الايي وصيت پرځای کړی په تيراه کې يې د مېړه احداد تر څنگ ښخه کړې ده. د مېرمن الايي د علمي شخصيت او د ملي مبارزو د وياړلو کارنامو د لمانځنې او درناوي له امله په جلال آباد کې د نجونو یوه لیسه ( های سکول ) د دغې نوميالۍ مېرمنې په نوم نومول شوې دی.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب