برمودا مثلث
برمودا داقیانوس سمندر Atlantic ocean هغه سیمه ده چې ټولې 300 جزیرې پکې شاملې دې او ډیری یې داوسیدو وړ نه دې؛ یواځي په 20 جزیرو کې یې کم شمیر انسانان میشت دي…
کتاب
په مختلفو څیړنو، مقالو او کتابونو کې دغې سیمې ته(هغه سیمه چې ګواښونکي ده/ګڼل کیږي، ډارونکې، وحشتناکه او غرقونکې) نومونو سره یاده شوي ده چې تر اوسه یې دپیښو په ثبتیدو ډیرې بیړۍ، سمندري اوبتلونه او الوتکې چې له دغې سیمې سره مخ شوي، پرته له دې چې کومه پاتي شونې ولري، هیڅ درک یې ندی لږیدلی…
د برمودا مثلث د امریکا جنوب ختيځ لور ته نږدې (چې د اقیانوس اطلس ځينې برخې هم نیسي ) پروت دی ، برمودا مثلث لکه څنګه چې يې له نوم څخه څرګنديږي مثلث ته ورته شکل لري .
وینسنت گادیس چې دا ځای یې نومولی، ددې ځای د موقعیت په هکله داسې څرګندونې کوي ،( د مثلث یو خط له فلوريدا تر برمودا ، بل خط له برمودا څخه د پورتیکو لوري ته او دریم خط له باهاما څخه بیرته د فلوريدا لور ته غزول شوی دی.
دا سیمه هغه وخت دبرمودا په ونومول شوه، کله چې په 1945 کې پوه او تجربه لرونکې پیلوټان چې له دري سوه تر څلور سوه ساعتونو پورې الوت تجربه یې لرله…دډسمبر په پنځمه دامریکا فلوریډا ایالت د فورټ لاډرډیل هوایي هډې څخه د۱۹ پرواز پنځه ایونجر Avenger الوتکې والوتي له څو دورو وهلو وروسته دیوې الوتکې دپیلوټ له لورې دا پیغام ترلاسه شو چې پکې افسر ایډرن غږ.کوي:
موږ.له عجیب وغریب حالت سره مخ یو
په دغو شپږو الوتکو کې چې پينځو یې د پوځي تمرينونو لپاره د برمودا شاوخوا الوتنه کوله د عجیبو او ویرونکو پيغامونو په راستولو د مرستې غوښتنه وکړه ، شپږمه الوتکه دهغوی د ژغورنې لپاره سیمې ته ورغله چې شپږ واړه ددې وحشتناکې او ویرونکې سیمې ښکار شوې . چې هيڅ پته یې هم ونه لګیده .
له دغو الوتکو څخه مخابره شوي پیغامونود یو غير ډاډمن او ویرونکی حالت څرګندونه کوله . په داسې حال کې چې هوا هم د الوتنې لپاره مساعده وه او الوتکو هم کومې تخنیکي ستونزې نه درلودې خو په مخابره شوو پیغامونو کې د وچې ځمکې د نادرکه کیدو ، د قطب نما ګانو له کار څخه د لویدو او یا د هغوی په ګړندی توګه تاویدل ، د ځای نه څرګندیدل او داسې نور پيغامونه ورکول کیدل، دا په داسې حال کې وو چې د الوتکو کارکونکې او پیلوټان مسلکې او د تجربې درلودونکي کسان وو ، تر ټولو حیرانونکې خبر لا دا وه چې له ډیرو پلټنو وروسته نه د کومې الوتکې ماته شوې ټوټه ،یا دتیلو غوړوالی ، د مړو نښې نښانې او یا نور د پيژندګلوۍ توکې تر اوسه نه دي تر لاسه شوي، دا پېښه د نورو پېښو په پرتله ځکه د پام وړ ده چې په ډلیزه توګه د دومره زیات شمیر الوتکو ورکیدل نه وړاندي تر دې شوي وو او نه هم تر هغه یا کله مو هم د داسي یو ځای په اړه اورېدلي وه
…
په دغه سیمه کې تر ټولو زیات زیان امریکا او انګلستان چې زیاتي الوتکې، بیړۍ او اتومي اوبتلونه یې په دغه سیمه کې لا درکه شویدې، چوپه خوله دې او یا خلکو ته دغه سیمه دیو نه حلیدونکي موضوع په صفت معرفي کوي🤔 دا چې ولي؟ څیړونکي هم پدې نه دې توانیدلي، او.چایې چې دپوهیدو هڅه کړې دمرګ خولې ته یې ځان غورزولی…
-لیکل شوي مالومات له مختلفو څیړنیزو مقالو اوکتابونه راخیستل شوي.
Anayat Wali Sayed