الله تعالی ولې په قرآن کې د میاشي مثال راوړ؟

کله چې الله تعالی د میاشي مثال راوړه، نو کافران حیران شول، د دې دومره لویې نړۍ خالق، د دومره کوچنۍ حشرې مثال راوړي!!!

الله پاک وویل:

{وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ ما ذا أَرادَ اللَّهُ بِهذا مَثَلًا …} البقره سورت (26) ایت.

ژباړه: او هغه کسان چې کافران دي، دوی وایي، خدای د دې مثال له راوړلو څه غواړي؟

له 1400 کلونو وروسته لویه نښه او حیرانتیا څرګنده شوه.

ښځینه میاشې په سر کې سل سترګې لري …

48 غاښونه لري …

درې زړونه لري …

په خپل خرتم کې شپږ چړې لري چې هره یوه جلا دنده ترسره کوي. …

هر اړخ ته درې وزرې لري…

مجهز حرارتي سيستم لري چې په وسیله یې په توره شپه کې د انسان پوستکي ته ارغواني رنګ ورکوي ، کټ مټ لکه شپني دوربینونه چې سرتیري یې د شپې لخوا کاروي.. …

د تخدیر (انستیزیا) په مجهز سستم سمبال دی ، له وینې اخیستلو مخکې پوستکی تخدیروي ، څو قرباني د درد احساس ونه کړي …

د وینې د تحلیل مجهز لابراتوار لري ، د خپلې خوښې وینه څښي …

د وینې د نري کولو سيستم لري تر څو یې د څښلو پر مهال په اسانۍ تېره کړي …

د بوی کولو قوی سيستم لري، د هغې له لارې کولی شي چې د انسان د پوستکي خوله(عرق) تر (60)م پورې حس کړي…

تر دې هم حیرانونکې دا ده چې معاصر علم کشف کړه چې د مياشى پر ملا یوه وړه حشره ژوند کوي چې یوازې په میکرسکوب کي لیدل کیږي ..

الله تعالى فرمايي :  {إِنَّ اللَّهَ لا يَسْتَحْيِي أَنْ يَضْرِبَ مَثَلًا ما بَعُوضَةً فَما فَوْقَها}

بې شکه چې الله له دې شرم نه کوي چې د میاشی او یا د هغې د پاسه د یو شي مثال راوړي.

” پاكي او ستاینه ده هغه ذات لره چې د ځواک او واک څښتن دی “

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب