احمدشاه بابا چيري او څنګه ومړ؟

لوی احمدشاه بابا ته د ژوند په وروستيو شپو ورځو کي د پزي خوراړه (سرطان) ناروغي ورلوېدلې وه. دتداوۍ وار چي ئې تېر سو، نو د طبيبانو په مشوره د کندهار ختيځ توبې سيمي ته ولاړ، ځکه د هغه ځای هوا يې دناروغۍ له پاره مناسبه تشخيص سوې وه، بابا د (۱۷۷۲ع=۱۱۵۱هـ ش=۱۱۸۶هـ ق) کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) په دوهمه د پنجشنبې په ورځ ځاښت د ختيځ کندهار توبې سيمي په لمن (مرغه) کي د اشېزو يوه کلي [شپشيون برج] ته نږدې په [يرغکۍ] کلي کي د خپل يوه باوري دوست [برخوردارخاناڅکزی] په کور کي وفات سو.
جسد يې د جمعې په ورځ د کندهار ښار ته په شاهي بدرګه يوړل سو او ماپښين د خلګو د ژړاګانو په بدرګه د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کي ښخ کړ چي ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې/چپني د پاره
جوړ کړی وو.

بابا نږدې ۲۷۰ کاله وړاندې وتوانېد چي پرته له زيانونو او تلفاتو د يوه خپلواک هيواد بنسټ کښېږدي، تر څو له دې وروسته هيڅ پردی صوبه دار، والي او حاکم زموږ پر وګړو واکمن نسي او خپله د خپل برخليک واکمنان سو.
د احمد شاه بابا د زېږېدو د ځای په باب درې روايته دي:
۱- د سراجالتورايخ روايت دی چي د تاريخاحمدي په حواله د بابا د زېږېدو ځای ملتان گڼي.
۲-د مير غلام محمد غبار روايت دی چي د بابا د زېږېدني ځای هرات دئ.
او درېيم روايت د حافظ_مرغزي په شاهنامه کي د احمد شاه بابا د مولد په باب داسې بيت ليکل سوی:
ښه مولد يې خراسان
په مزاج و، عالي شان
څنگه چي حافظ مرغزی د احمد شاه بابا د وختونو شاعر او د احمد شاه بابا سره د هند په سفر کي ملگری و، نو ځکه بايد د هغه وينا هم معتبره وگڼلی سي.
زموږ ددې ملي مشر ارواه دي ښاده وي.

انځور: احمدشاه جغرافيه، ۱۷۵۵ع
انځورګر: عبدالغفور برېښنا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب