لیک نښې څه دي‌؟

په هره ژبه کې د خبرو په مهال انسان کله دمه کوي او درېږي؛ کله تعجب څرګندوي؛ کله پوښتنه کوي او یا هم کله کومه خبره په ډېر ټینګار سره کوي. دا مسایل د لیک نښو په واسطه معلومېدای شي. د لیکدود د سموالي له پاره دغو نښو ته پاملرنه ضروري ده.
لیک نښې له موږ سره د جملو په لوستلو او د کلمو د سمې معنا په پوهېدو کې مرسته کوي. همدارنګه له موږ سره مرسته کوي، چې جملې هغسې روانې ولولو، لکه خبرې چې کوو .

ټکی ( . ) :

ټکي ته په انټرنېټ کې Dot وايي. دجملې په پای کې یې جوخت کارول کېږي، له ټکي ورسته دیوه توري فاصله ورکو بیا بله جمله پیل کېږي.
۱- ټکی د یوې بشيړې بیاني جملې په پای کې راوړل کېږي، لکه: امتحان مې خلاص شو.
۲- همدارنګه ټکی به مخففو تورو پسې هم لیکل کیږي. لکه: م. م. ( ملګري ملتونه) یا هـ .ش ( هجري شمسي)
۳- کله کله د نېټې په لیکلو کې هم کارول کیږي. لکه: ۱. ۴. ۱۳۹۶ .
۴- که جمله په لېندیو کې راتله، ټکی له ننه اېږدو، لکه: ( دهغه وخت دود داسې و.)

کامه: ( ، ):

کامې ته چيه پېښ، تړونی او ځنډ نښه هم ویل کیږي. د کارونې ځایونه یې دا دي:
۱- د کلمو د پرله پسې عطف په وخت کې د عطف د “او” پر ځای راځي لکه: “ما خپل پلار، مور، ورور او دوستان ولیدل”

۲- د جملې دوې یا څو فقرې سره بیلوي. لکه: ته چې راغلې، هغه ولاړ.
۳- د متعرضه جملې په پیل او پای کې راځي لکه: زاهد، خدای یې دې ژوندی لري، لس کلن دی.
۴- ترکیبونو ترمنځ د عطف له پاره راځي. لکه؛ خوشال خان خټک لوی شاعر، ستر ادیب، بربنډکره کتونکی او پوخ مفکر و.
۵- په یوه یوه جمله کې د کوچنیو جملو د بېلولو لپاره هم کارول کیږي. لکه: استاده ټولګي ته را ننوته، سلام یې واچاوه، حاضري یې واخیسته او درس یې پیل کړ.
۶- دپوښتنې دځواب په وخت کې تر هو یا نه ورسته راځي، لکه: راغلې؟ هو، راغلم.

سیمي کولن “ټکی کامه” (؛):

نور نومونه یې ځنډ نښه، مفرزه اوممیزه دي؛ خو تر کامې زیات ځنډ دی. جمله په دوو برخو وېشي. د کارونې ځایونه یې دا دي:

۱- په اوږدو جملو کې د اوږدو فقرو د بېلولو لپاره راځي یعنې تر کامې یې ساحه لویه او تر ټکي وړه ده، لکه دا جمله:

محصلین چې چې ازاده مطالعه ونه کړي؛ کله چې استادان شي د محصلینو لپاره نوي او تازه معلومات نه راوړي؛ دا چاره د تحصیلي سویې د تیټوالي لامل ګرځي.

۲- کله کله د ماخذونو په کارونه کې هم کارول کیږي، لکه:

روهي، صدیق؛ ۱۳۹۰؛ د پښتو ادب تاریخ؛ پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۳- د دلیل او علت دبیانولو له لومړنیو کلمو نه دمخه کارول کېږي، لکه: موږ دخپلو استادانو درناوی کو؛ ځکه موږ ته لارښونه کوي.

۴- کله چې دځینو الفاظو ترمنځ ویر ګل وي، دورستي لفظ نه ورسته داوږدې وقفې لپاره کارول کېږي، لکه: کابل، وردګ، لوګر؛ په مرکزي زون پورې اړه لري.

څرګندنۍ، شارحه (:)

۱- دا نښه د یوې کلمې د سپړنې او د بیان نښه ده؛ یعنی د هغې کلمې یا جملې په پای کې لیکل کیږي، چې وروسته ورپسې بیان او شرحه راځي.

په کابل کې دغه دغه رادیو ګانې فعایت کوي: بیان، سپوږمۍ، څار …

۲: د مستقیم نقل قول له راوړلو مخکې. لکه؛ پوهاند خویشکي وویل: (دپښتوژبې پیاوړتیاله قلم څخه کېږي، نه له جنګه)

۳- د کلمو د شرحه کولو لپاره، لکه؛ ټک: حد، حدود، قول، ددوکسانو دپټي دوېش حد…

۴- له بغلي عنوان څخه وروسته هم کارول کیږي.

۵- دیو شي داجزاو دښودلو لپاره هم راځي، لکه: لیک نښې دا دي: ټکی، سمي کولن، شارحه…

د پوښتنې نښه: (؟) یا سوالیه:

۱- د مخامخ پوښتنې لپاره کارول کیږي، لکه: ولې پوهنتون ته نه راځې؟

۲- د شک د ښودلو لپاره کارول کیږي. لکه؛ په افغانستان کې لومړۍ نحوه مجاوراحمد«زیار» (؟) لیکلې ده.

۳- کله کله د یو نا معلوم شي پر ځای کارول کیږي. د حمید مومند د (؟) زوی…

د پوښتنې نښې، دوې او درې هم پر یو ځای کارول کیږي، چې د پوښتنې یا شک شدت ښيي. (؟)، (؟؟) او ( ؟؟؟).

ندایه: (!)غږ نښه، بلن نښه

۱- دا نښه د مخامخ مخاطب کولو پر وخت کارول کیږي، لکه: اې خلکوبیداره شئ دښمن مو کورته راغلی.

۲- د حیرانۍ او تعجب لپاره کارول کیږي. لکه: څه ښکلی کار یې وکړ!

۳- دافسوس په وخت کې کارول کېږي، لکه: اخ مړشو!

ندایه هم ترې دوه او درې کیدای شي. (!!) او (!!!) دا هم د حیرانۍ او یا خطاب اندازه ښيي.

سوالیه او ندایه هم یو ځای راتلای شي چې تعجب او پوښتنه دواړه په یوه وخت ښيي.

لکه: دخیرک ادې هم اوس دکلي میرمنې تلاشي کوي!؟

البته لومړی ندایه او بیا سوالیه راځي.
دش یا کرښۍ: (-)

د دش یا کرښۍ ته بېلنۍ هم وايي. د کارونې ځایونه دا دي:

۱- د کامې په شان د معترضه په پیل او پای کې راځي. لکه:

احمد شاه بابا – د معاصر افغانستان بنسټ اېښودنکی مشر و – په ۲۵ کلنۍ کې واک ته ورسید.

۲- کله کله د جملو له پیل وړاندې له عددونو وروسته راځي. لکه: ۱- ….. ۲- …….

۳ – د ډرامې یا داستان په خبرو کې د نومونو د تکرار د مخنیوي لپاره راځي. لکه:
محصل: استاده! اجازه ده؟
استاد: هو! راځه. ولې ناوخته راغلې؟
– لارې بندې وې؟
– له لیلیې تر پوهنتونه لارې بندې وې؟
– نه شپه مې بل ځای وه.
– باور مې نه شي، خو راځه.


۴ – په ځینې مکاني او زماني واټن کې د “له، تر، پورې” د کلمو پر ځای راځي او په کلمه کې په زړه پورې لنډون راولي، لکه:

خوشال خان (۱۰۲۲ – ۱۱۰۰ هـ ق) د پښتو لوی شاعر دی.

دکابل-تر کندهاره پورې لاره جوړېږي.

۵- کله چې په یوه کرښه کې کومه کلمه نیمګړې پاتې کېږي او بلې کرښې ته ځي د نښلولو لپاره راځي. لکه:

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت لخوا څو کاله وړاندې د پښتو آریانا دایرة ـ المعارف په اوو ټوکنو کې چاپ شوی دی.

په کمپوترکې له لیکلو وروسته دا کارونه له منځه تللې ده، ځکه د فونټ په زیاتولو او کمولو سره ستونزه حل کیږي.

۶- له دوو کلمو نه د مرکبې اصطلاح لپاره راځي. لکه:
افغاني – دیموکراتیک فکر ….
هایفن(-) کله چې حاشیې ته ورسېږو کلمه نیمه ولیکل شي نیمه پاتې شي دا نښه کارو.

لیندۍ: ( )

۱- د یعني په معنی کارول کیږي. لکه دا یوه طبیعي ښکارنده ( پدیده) ده.

۲- عددونه او نیټې په لیندیو کې نیول کېږي، لکه: په (۱۳۹۴) ه.ش کال کې دکانکور ازموینه شفافه وه. ددغه کتاب ارزښت ( ۱۰۰) افغانۍ دی.

۳- کله کله د لنډې تشریح لپاره هم کارول کیږي.

غبرګ واړه قوسونه: ” “

۱- مستقیم نقول قول یا د بل چا خبرې ګټ مټ را اخیستل په قوس کې لیکل کیږي.

استاد باجوړی وايي: ” په افغانستان کې لومړۍ لنډه کیسه نورمحمد ترکي دبزګر لور په نامه ولیکه. ”

۲- ځینې مشهور نومونه هم په قوسونو کې لیکل کیږي. لکه: په نورستان کې اسلام ” امیر عبدالرحمان خان ” خپور کړ …

قوسین[ ]
کله چې یوه معترضه جمله دبلې جملې په منځ کې راشي په دې قوسو کې یې نیسو.

سلش یا مایله کرښه ( /) :

دغې نښې ته بېلوونکې یا ممیزه هم وايي. په انګریزي کې slash ورته وايي.

۱- د ورځې مياشتې او کال د نېټو د اسانه ښودلو له پاره استعمالیږي . لکه : دا کتاب د ۲۵/ ۵ / ۱۳۹۳ کال لیکل شوی دی .

۲- کله کله د یا معنی هم ورکوي. لکه: ښاغلی/ اغلې…

درې ټکي( … )

په لاندينيو ځايونو کې استعماليږي :

۱- درې ټکي معمولاً له یوې لیکنې نه د لږ شویو مطالبو پر ځای راځي. که د پراګراف په پای کې راشي، نو بیا د جملې د پای ټکی هم پرې ور زیاتېږي او څلور کېږي، لکه:

په افغانسان کې دادب تاریخ لیکوالان: حبیبي، الفت، هېوادمل. …

۲- درې ټکي کله کله د متن په پیل کې ددې لپاره هم راوړل کیږي چې دا متن تر دې مخکې هم شته.

د جملې په پيل کې هغه وخت راځي چې ليکوال په خپله ليکنه کې د بل چا د خبرې يوه برخه رانقلوي ، نو کومه مخکينۍ برخه چې د ده له موضوع سره اړخ نه لګوي پر ځاي يې ( … ) ږدي ، لکه : (( … اسلامي اخلاق هيڅکله دا نه ايجابوي چې څوک خپل خير د نورو په شر کې ولټوي.))

۲ ــ د جملو په مينځ کې هم د متن له يوې برخې څخه چې مطلوبه نه وي د حذف او صرف نظر کولو په منظور راځي ، لکه:

(( دافغانستان مؤمن خلک چې لرغوني فرهنګ اوله وياړه ډک تاريخ لري …

د بهرنيو يرغلګرو پرضد يې په پوره ميړانې سره مجاهده او مبارزه کړې او…د دې خبرې د ثبوت لپاره د افغانانو او انګريزانو تر مينځ درې جګړې او له روسانو سره لس کلنه جګړه ، ډيرې ښې نمونې دي .

۴ ــ دمتن په ليکنه کې يې دهغې کلمې پرځاي هم راوړي چې دويلونه وي اودقلم عفت يې دليکلواجازه نه ورکوي اوياليکوال نه غواړي چې هغه وليکي اوداسې فکرکوي چې لوستونکي پرې دنور متن اودجملې اوکلام له محتوا اوسياق نه پوهيدای شي، نودهغې کلمې پرځاي درې ټکي (…)را اخلي .

درې ستوري ( *** ) :

دا نښې د یوې رسالې او یا یوې مقالې د یوې برخې د سرته رسېدو او د بلې برخې د پیل کېدو په منځ کې راوړل کیږي. همدارنګه د یوې کیسې له یوې برخې یا صحنې نه بلې ته د تلو په منځ کې د بېلوالي له پاره هم کارول کیږي .



تر جملې یا کلمې لاندې کرښه یا انډر لاین، بولډ او مایل لیکل هم ځینې کسان په لیک نښو کې راولي او وايي چې د بېلابېلو لاملونو له مخې د پام را اړولو لپاره کارول کیږي.

نورې لیک نښې هم شته، خو مشهورې او مهمې لیکنښې مو دلته یادې کړې.

د ټينګار نښه ( ـــــــــــ )

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب