جک ډورسي؛ په پوهنتون کې ناکام، خو د ټویټر بنسټګر

« جک ډورسي» د مشهورې ټولنیزې شبکې ټویټر بنسټګر او اصلي طراح دی.

نوموړی د ۱۹۷۶ زېږدیز کال د نومبر په ۱۹ مه نېټه د متحده ایالاتو په « سنټ لویئس» کې زېږېدلی دی. له ماشومتوبه یې له کمپيوټر سره مینه وه او له همدې کبله یې ډېر وخت له کمپيوټر سره تېرواه.

نوموړي د ژبې لکنت هم درلود او تر ډېره غلی ماشوم و. لا تنکی ځوان و چې غوښتل یې د کمپیوټر پر مټ د نیویارک ښار ژوندۍ نقشه جوړه کړي چې پر یوه وخت د ښار په بېلابېلو نقطو کې موټر، امبولانسونه او د اوروژنې مرکزونه وښيي.

د همدې مینې پر بنسټ یې لا د ۱۴ کلونو و چې د کمپيوټر د پروګرامونو لیکل پیل کړل. په ۱۴ کلنۍ یې د ټکسي او اور وژنې د لېږلو په برخه کې خپل لومړنی پروګرام ولیکه.

د جک ډېر ملګري وايي نوموړي ته د ټویټر د جوړولو ایډیا همدلته پیدا شوه. دوی وايي جک ولیدل چې موټر چلوونکي له یو بل سره خپل موقعیت او هغه کار شریکوي چې باید ترسره یې کړي. یو برخه نور بیا وايي چې نه د ښار لپاره د ژوندۍ نقشې جوړولو ایډیا له ده سره د ټویټر په جوړولو کې مرسته وکړه.

د ښوونځي تر بشپړولو وروسته جک د میسوري د ساینس او تکنالوژۍ په پوهنتون کې زده کړې پیل کړې؛ خو دوه کاله وروسته د نیویارک پوهنتون ته تبدیل شو.

وروسته له دغه پوهنتون څخه د ناکامۍ له کبله اخراج شو.

تر اخراج وروسته یې له اوډیو کمپنۍ سره کار پیل کړ. په دې کمپنۍ کې د دوی د ټیم مشر « اېوان ویلیمز» و چې تر دې وړاندې یې د ګوګل له بنسټګر سره هم کار کړی و. په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې دا کمپنۍ له مالي ستونزو سره مخ شوه، له همدې کبله اېوان خپل کارکوونکي په وړو ډلو ووېشل چې د کاروبار د سمون لپاره نوې ایډیاوې وړاندې کړي.

جک او اېوان یوه ورځ ډوډۍ ته ناست و چې جک د یوه داسې پروګرام د جوړولو په اړه چې پر مټ یې خلک خپلې ایډیاوې له نورو سره شریکې کړي، ایوان ته معلومات ورکړل.

د ایوان یې هم ایډیا خوښه شوه او بلاخره په ګډه یې په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې تویټر جوړ کړ. سره له دې چې امریکایانو په لومړیو وختونو کې ټویټر یو مزخرف شی باله؛ خو نن ورځ یې له برکت څو تنه میلیاردران دي.

جک د ۲۰۱۵ زېږدیز کال له جون راهیسې د دویم ځل لپاره د ټویټر اجرایوي مشرۍ ته راګرځېدلی دی. له هغه وخته تر اوسه یې د دې ټولنیزې شبکې اته سلنه کار کوونکي له دندو لرې کړي دي.

دی اوسمهال پر یوه وخت دوی سترې کمپنۍ اداره کوي چې یوه یې ټویټر او بله یې هم د انلاین پرې کولو« پېمېنټ» کمپنۍ « سکوار» ده.

نوموړی د « اېم ای ټي ټکنالورۍ» مجلې له لوري په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د نړۍ د ۳۵ مخکښو مخترعینو په ډله کې راغی.

دغه راز والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په ۲۰۱۲ کال کې د کال د غوره مخترع ایوارډ ورکړ.

فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جنورۍ په ۲۴ مه نېټه د نوموړي پانګه یو اعشاریه صفر ۹ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیادرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۹۰ ام ځای لري.

مجرد دی او په سنفرانسیسکو کې ژوند کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب