آیا پوهېږﺉ؟
۱- آیا پوهېږئ، چې د نړۍ نفوس به تر راتلونکو ٥٠ کلونو پورې له ٩ میلیارد تنو څخه زیات شي؟
۲- آیا پوهېږﺉ، چې په شمالي ټوکیو کي ترټولو پخوانۍ ودانۍ ٥٠زره کلنه ده؟
۳- آیا پوهېږئ، چې د شمسي نظام ټولي سیارې له لوېدیځ څخه ختیځ ته تغیر کوي، خو ناهید سیاره له ختیځ څخه لوېدیځ ته مدار ګرځوي؟
۴- آیا پوهېږﺉ، چې د امریکا د خلکو غوره خواړه پیزا دي او دوی هره ورځ په اوسط ډول ٧٣زره مربع متره پیزا خوري؟
۵- آیا پوهېږئ، چې د امریکا هوایي شرکت د سلاد څخه د یوه زیتون په لېري کولو سره في مسافر ٤٠زره امریکايي ډالره سپموي؟
۶- آیا پوهېږئ، چې چینایان له امریکایانو څخه ډېر په انګلیسي پوهېږي؟
۷- آیا پوهېږئ، چې د نړۍ ترټولو لنډه جګړه د نازیانو او انګلستان ترمنځ ٣٨ دقیقې وه؟ ۸- آیا پوهېږئ، هغه ډبره چې په خوپوس مصري اهرامونو کي کار شوې؛ دومره لویه ده، چې ممکن د نړۍ په کچه ٥٠ سانتي متره د خښتو لوړ دېوال جوړ کړي؟
۹- آیا پوهېږئ، چې یوه کس په ١٧٨٣م کال کي د خپلي لومړۍ آلوتني لپاره د بالونونو په واسطه ٨ کیلومتره سفر کړی و؟
۱۰- آیا پوهېږئ، چې د مځکي سطح ٥١٥ میلیونه کیلومتره ده؟
۱۱- آیا پوهېږئ، چې د کهکشان ګړندۍ لاره ١٠٠ میلیونه یا له دې څخه ډېر ستوري لري؟ ۱۲- آیا پوهېږﺉ، چې زهره ترټولو ګرمه سیاره ده، چې د تودوخي زیاتوالی يې ٤٦٢ درجو ته رسېږي؟
۱۳- آیا پوهېږئ، چې د اوبو په یوه څاڅکي کي ٣٣ میلیارده الیکترونونه شتون لري؟
۱۴- آیا پوهېږئ، چې ټنبل انسان آن د ٣ کلونو لپاره پر خوب کولو قادر دی؟
۱۵- آیا پوهېږئ، چې په انګلېسي کي ترټولو لنډه جمله کومه ده؛ هغه جمله I am ده؟
۱۶- آیا داسي حیوان پېژنئ، چې سترګي یې تر ماغزو غټي وي؛ هغه شُترمرغ دی؟
۱۷- آیا پوهېږئ، چې سپی تر ١٠٠ لږ بېلابېل ږغونه تولیدوي، خو پیشوګاني بیا تر ١٠٠ ډېر مختلف ډوله ږغونه تولیدوي؟
۱۸- آیا پوهېږئ، چې فیلان یوازني حيوانات دي، چې نه شي ځغستلای؟
۱۹- آیا پوهېږئ، چې نقره {سپین_زر} کولای شي ٦٥٠ ډوله جراثیم ووژني او یو قوي ضد میکروب وژونکی معدن دی؟
۲۰- آیا پوهېږﺉ، چې هره ورځ په نړۍ کي په ایډز ناروغۍ ١٤زره کسان آخته کېږي؟
۲۱- آیا پوهېږﺉ، چې د انسان په بدن کي ترټولو سخته، کلکه او مقاومه عضله ژبه ده؟
۲۲- آیا پوهېږﺉ، چې د څنګلو د پوستکي لایه په هرو ١٠ ورځو کي بدلیږي؟
۲۳- آیا پوهېږﺉ، چې د زرافه په نوم جګغاړی حیوان په حنجره کي هیڅ ږغیز تار نه لري او ګونګی دی؟
۲۴- آیا پوهېږﺉ، چې قرمز ماهی چې کله تیاره کیږي؛ رنګ آړوي او سپینيږي؟
۲۵- آیا پوهېږئ، چې شات یوازني خواړه دي، چې له تخریب څخه پاک دي؟