
واسع صافی
wasi safi
موخې
معلوماتو ته لاسرسی
د انترنت په لیکه، په خپله ژبه هر ډول معلوماتو ته لاسرسی اسانه کول او ژبې بډایه کول. خپلې ژبې ته چوپړ او پرمختګ.
غوره او وړیا زده کړه، هر چېرې، هر چا لپاره
د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره د زده کړې زمینه برابرول، تر څو هر څوک له هر ځای وکولی شي غوره او وړیا زده کړو ته لاسرسی ولري.
روغتیا
عامه خلکو ته روغتیايي کره معلومات وړاندې کول. د طب مسلک زده کړیالانو او کارکوونکو ته اړین زده کړې، معلومات، توکې او لارښوونې.

واسع
د لوی او بخښونکي څښتن تعالی په نامه
الحمد الله والصلاة والسلام علی رسول الله و علی آله وصحبه اجمعین.
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د پورتنیو ټولو ټکو په نظر کې نیولو سره، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د یوې منظمې تګلارې لرلو لپاره مو صافی بنسټ رامنځته کړ.
صافی بنسټ خپلو خلکو او ژبې ته د چوپړ او د افغانستان راتلونکی نسل په پوهې سمبالولو او ورته اسانتیا برابرولو په موخه رامنځته شوی، او هیله لري چې د هیواد په پرمختګ او رغونه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
صافی بنسټ په هیواد کې د ځینو ستونزو، په ځانګړې توګه پوهنیزو، زده کړیزو، معلوماتو ته نه لاسرسي او روغتیايي ستونزو او وروسته والي ته په کتو او په دې برخو کې بنسټیزو کارونو ته کلکه اړتیا حس کولو سره په ۲۰۱۸ م. کې رامنځته شو. له هغې راهیسې په پوره هو او ژمنتیا سره تر خپل وسه د هیواد او خلکو په چوپړ کې یو او هیله ده چې د خلکو، ژبې او هیواد پر وړاندې خپله برخه مسؤلیت ادا کړو او هغه څه ته چې په کلکه اړتیا ده، لاسرسی ورته اسانه کړو.
موږ سره په لاندې ډول مرسته کولی شئ:
مالي مرسته
د ویبپاڼو د چلولو، ویب کوربتوب او نورو لګښتونو لپاره ستاسو مرستې ته اړتیا لرو. د مالي مرستې لپاره دا نښه کېکاږئ.
ځاني او اکاډمیک مرسته
د بنسټ او ویبپاڼو اړوند د ځاني او اکاډمیک مرستو لپاره دا ځای کېکاږئ. د نورو معلوماتو لپاره لاندې تڼۍ کېکاږئ.
نور خبرول او شریکول
تاسو کولی شئ ویبپاڼې او موضاعت د نورو سره شریک کړئ، همدارنګه زموږ ټولنیزې رسنیو سره یو ځای شئ او نور راوبلئ.
ستاسو نظر، وړاندیز او انتقاد
درنو لوستونکو! موږ تر ډېره هڅه کوو چې ویبپاڼه له هر ډول تېروتنو څخه تشه وي، خو انسان ضعیف دی، له تېروتنو او نیمګړتیاوو خالي نه دی، نو ستاسو ټولو قدرمنو څخه هیله کېږي چې د بنسټ او ویبپاڼو د سمونې او لاپرمختګ لپاره خپل نظر، وړاندیز او انتقاد له موږ سره شریک کړئ.
په ټولنیزو رسنیو کې زموږ ځانګړي #هشتګونه
#یللا
#بدلون_له_همدې_ځایه_پيلېږي
#وخت_یې_دی_چې_سره_یو_لاس_شو
#صافی_بنسټ #پوهنتون #وسیع_کلینیک #واسع
