ستره چاودنه، ډوپلر تاثیر، عام نسبیت او د کایناتو انبساط Big Bang and universe expansion

په ١٩٢٧ كي بلجيمي ستورى پيژندونكي جورج لميت د لومړي ځل لپاره د آينشټاين د عام نسبيت د تيورۍ پر بنا د لرغوني اټم Primeval Atom په نامه يوه نظريه وركړه چي په هغه كي وړانديځ شوى وو چي كاينات د يوه انتهايي وړوكي ټكي يا اټم څخه پيل شوي او بيا تر اوسني حالته پوري يې انسباط كړى دى. د ثابته حالت د تيورۍ پلويان له پوزخنده پر دغي تيورۍ باندي د ستر درز Big Bang نوم كښيښود او دا لقب په مطبوعاتو كي مشهوره شو.

كه چيري د كيميا په لابراتوار كي يو ښيښه يي ټيوب يا مرتبانه راواخلې، يو د بريښنا (برق) تيرونكى سيم دننه پكښي تير كړې، د مرتباني څخه ټوله هوا وكاږي او پر ځاى يې يو لږ څه د هايدروجن گاز ورواچوې او بيا د هغه سيم له لاري يو زورور د بريښنا بهير (كرنټ) پكښي تير كړي نو وبه ويني چي مرتبانه په ځليدلو راځي. بيا د هغه مرتباني رڼا راواخله او د يوه منشور Prism په مينځ كي يې تيره كړه. (منشور داسي يوه آله ده چي سپينه رڼا (نور) په بيلابيلو رنگونو ويشي او در ته ښيي چي مطلوبه رڼا له كومو رنگونو نه جوړه ده). ښه، كله چي د مرتباني رڼا تر منشور تيره شي، نو د منشور تر هغه بلي خوا به څلوري مشخصي رنگيني ليكي ښكاره شي: سره، زرغونه، شنه او بنفشيي. نتيجه دا ده چي هر كيمياوي عنصر (لكه هايدروجن، كاربن، وسپنه او داسي نور) د خپل خاص اټمي جوړښت له كبله ځيني رنگونه جذبوي او ځيني رنگونه خپروي. هر عنصر ځانته بيله رنگينه امضا لري چي د هغه عنصر خپريدونكى سپيكټرم Emission Spectrum ورته ويل كيږي.

په ١٩٢٩ كي امريكايي ستوري پيژندونكي ايډوين هبل تر ټيليسكوپ لاندي د ستورو رڼاوي په همدې څير څيړلې چي د دوى د خپريدونكي سپيكټرمونو څخه معلومه كړي چي د څه شى نه جوړ شوي دي. هبل متوجه شو چي ستورو كه څه هم د هايدروجن رنگونه ښودله خو د اكثرو رنگيني ليكي د رنگونو د سپيكټرم و ښى خوا ته يعني د سره رنگ و خوا ته نقل شوي وې. په بل عبارت د آسمان ټوله ستوري او كهكشانونه په بيل بيلو درجو سوربخون ښكاريدل. هبل دغه معما د يوه څپه يي تاثير پر بنا چي ”د ډوپلر تاثير” Doppler Effect ورته وايي حل كړه.

د ډوپلر تاثير څه شى دى؟

كه چيري يوه متحركه د څپو منبع د يوه ليدونكي و خوا ته نژدې كيږي نو څپې يې و ليدونكي ته لنډي لنډي ور رسيږي او كله چي بيا منبع د ليري كيدلو په حال كي شي نو څپي يې برعكس و ليدونكي ته اوږدې اوږدې ور رسيږي. په بل عبارت د څپو فريكوينسي انقباض او انبساط كوي. د ډوپلر تاثير په ټولو څپه يي پديدو كي موجود دى، لكه: اوبه، ږغ، رڼا او داسي نور. ږغ يې يوه ډيره ښه بيلگه ده. كه چيري كوم وخت مو د كوم متحرك موټر يا امبولانس هارن ته پام كړى وي، كله چي در نژدې كيږي ږغ يي تيره در ته په غوږ درځي (لوړه فريكيونسي) او كله چي در څخه تير او د ليري كيدلو په حال كي شي نو ږغ يې تدريجا پنډيږي (كښته فريكوينسي). لكه څنگه چي ږغ په هوا كي څپه ده په همدې شان رڼا (نور) هم د فضا په اليكټرومقناطيسي ډگر كښي څپه ده. نو رڼا هم كله چي منبع يې و ليدونكي ته نژدې كيږي څپې يې لنډيږي او چي ليري كيږي څپي يې اوږديږي. بالنتيجه نژدې كيدونكې د رڼا سرچينه ليدونكي ته شنه بخونه او ليري كيدونكي سرچينه سره بخونه ښكاريږي، په دې خاطر چي شين رنگ لنډي څپې (لوړه فريكوينسي) او سور رنگ بر عكس اوږدې څپې (كښته فريكوينسي) لري.

هبل د كهكشانونو د رڼاوو د څيړني او سوربخونوالي څخه كشف كړل چي د ليدلو په قابل عالم كي ټوله كهكشانونه يو د بل څخه د ليري كيدلو په حال كي دي، د فضا درې ابعاد په ټولو جهتونو كي د انبساط يا غزيدلو په حال كي دي او د دې څخه يې منطقا استنتاج وكړ چي: كه فضا د انبساط په حال كي وي نو نن تر پرون منبسطه شوې ده او سبا به تر نن لا نوره هم منبسطه شوې وي. كه كاينات پرون تر نن واړه وه نو وړمه ورځ بيا تر هغه لا نور هم واړه وه… همدارنگه كه د كايناتو د بشپړ تاريخ نوار سرچپه وچلول شي نو بالاخره ابتدا يې و يو انتهايي وړوكي او انتهايي منقبض ټكي ته رسيږي چي تفرد Singularity بلل كيږي. هبل د دغي څيړني په لړ كي يو فورمول هم ايجاد كړ چي د فضا د انبساط سرعت او د كايناتو عمر په سنجول كيداي شي. دغه د ستر درز يا ستري چاودني د تيورۍ لومړى ثبوت وو چي په نتيجه كي يې آينشټاين ”عالمي ثابت” خپل د فورمول څخه ايسته كړ او هغه يې خپله لويه ترينه سهوه وبلل خو وروسته به ښكاره شي چي آيا دا د ده لويه ترينه سهوه وه او كه لوړ ترينه حكمت.

د هبل تر كشفياتو وروسته سايسنپوهانو استدلال وكړ چي كه عالم د يوې چاودني په نتيجه كي مينځ ته راغلى وي نو د دې چاودني د شعاعو اثرات بايد اوس هم په فضا كي موجود وي چي په ريښتيا هم داغسي وه. نوموړي شعاع ته ”عالمي د مايكرو-ويۋ شاليده شعاع” Cosmic Microwave Background Radiation وايي چي په ١٩٦٤ كي دوو امريكايي رادار چلوونكو ړابرټ ويلسن او ارنو پينزياس تصادفي كشف كړل. په ٢٠٠١ كي د امريكې فضايي پروگرام ناسا NASA د ”ډبليو-مپ” W-MAP په نامه يوه مخصوصه مصنوعي سپوږمۍ فضا ته وليږل چي نهه كاله يې په فضا كي شاوخوا د دغي شعاع د حرارت مفصله اندازه نيونه وكړل. په نتيجه كي يې سانيسپوهان وتوانيدل چي د كايناتو زوكړه او د ستر درز پيښه په ډير تفصيل سره په كتابونو او مستندو فيلمونو كي بيان كړي.

را به شو بيرته د آينشټاين د فورمول و عالمي ثابت ته. د ستر درز د تيورۍ تر برياليتوب وروسته ډير مهال داسي گمان كيدى چي د فضا د انبساط سرعت د چاودني د انرژۍ له كبله لومړى گړندى وو خو وروسته د جاذبي د قوي تر تاثير لاندې په ورو كيدو شوى دى. خو په ١٩٩٨ كي د ټيليسكوپ د ټيكنالوژۍ د پرمختگ له بركته داسي څرگنده شوه چي د كايناتو د انبساط سرعت په ورو كيدو نه بلكه برعكس مخ پر چټكتيا روان دى. هغه مرموزه واك چي د كايناتو د انبساط د گړندي توب سبب گرځي نن ورځ د تاريكي انرژۍ Dark Energy په نامه مشهوره دى چي د وروستيو محاسباتو په مطابق د كايناتو ٦٨ فيصده انرژي تشكيلوي. د تاريكي انرژۍ كشف د ساينسپوهانو پاملرنه بيرته د آينشټاين و عالمي ثابت ته را اړولې ده چي كولاى شي د دغي مرموزي انرژۍ و موجوديت ته صدق وركړي. خو د تاريكي انرژۍ په هكله فعلا نوري رقابتي نظريې گاني هم موجودي دي او د هيڅ يوې په هكله تر اوسه پوري قاطع ثبوت لاس ته نه دى راغلى

د نوري زده كړي له پاره لاندي مطالب د ليدلو وړ دي:
د هايدروجن د رڼا د رنگونو د معلومولو تجربه https://www.youtube.com/watch?v=QI50GBUJ48s
د ډوپلر د تاثير په هكله معلوماتي ويډيو https://www.youtube.com/watch?v=h4OnBYrbCjY
د ستر درز په هكله د نيشنل جيگرافيك لنډه معلوماتي ويډيو https://www.youtube.com/watch?v=HdPzOWlLrbE
د ډاكټر فيزيك د يوټيوب چينل د كاينات پيژندي د رياضياتو ډيري ښې زده كړي لري:

ماخذونه
https://www.space.com/16042-cosmology.html
https://www.livescience.com/65384-cosmology.html
https://en.wikipedia.org/wiki/Big_Bang
https://en.wikipedia.org/wiki/Cosmic_microwave_background

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب