حبیب الله کلکاني

حبیب الله کلکاني

ژوند: ۱۸۹۰ اوکټوبر ـ ۱۹۲۹

مخکینی پاچا: غازي امان الله خان

وروستی پاچا: محمد نادرشاه

 

حبیب الله کلکاني مشهوره د بچه سقاؤ  په نوم وروسته د هغه نه چې د ډيورنډ کرښې سره څېرمه پاړه چنار کې په غلا ونیول شو نو د يوولسو میاشتو په بند محکوم شو. خو څو ورځو تېرولو نه وروسته په مرموزه توگه خوشې شو او د افغانستان شمال شرقي سیمه د پروان اود کاپيسا ولایاتو ته ولاړ. په کاپيسا او پروان کې ېې څو اوزگاره کوڅه ډبو سره لاس يو کړ او غلا ېې خپل کسب وگرځاؤ.

بچه سقاؤ د امير امان الله خان د حکومت پر وخت په شمالي ولایاتو کې غلاوې، چور او تاړاکونه کول، پلار ېې يو عادي نالوستی سړی و، پلرنی ټاټوبی ېې د ترکمنستان خوا سیمه بلل شوې خو وروسته بیا د کلکان په سیمه کې افغانستان کې مېشت شول. بچه سقاؤ به د شپې کورونه لوټل او غلاوې به ېې کولې د ورځې به بیا په غرونو کې پټ و ، همداراز چا به چې ورسره مقاومت وکړ نو د خپلو غلو ملگرو سره يوځای به ېې سر ورپرې کړ او ایسته به ېې نورو ته د ډار به تکل وروښود.

پاکستاني تاريخپوهان بچه سقا د پېښور د سيمې د انگرېزانو يو ملازم يا کاکوونکی گڼي . همدا رنگه زياتوي چې ده په پېښور کې سقاوې يا د نايي په دکان کې کار کاوه، همدا رنگه ځينې نورې سرچینې د سقاؤ د زوی تر شا د وخت د نقشبندي (مجددي) کورنۍ د غړو لاسونه گڼي. ددې جملې څخه يو د کلکان ملک محسن کلکاني يادېږي چې په خفا کې به ېې بچه سقاؤ ته لارښودنې کولې او پتنځايونه به ېې ورته ښودل چې د پولیس له منگولو نه به وساتل شو.

همداسې ورو ورو د بچه سقاؤ ډله ډېرېده او د شمال ډېر خلک ېې په عذاب کړي و او په خلکو ېې دومره ډار ايښی و چې کله به د چا کورته د شپې مهل ورواووښت نو کس به ورته ډوډۍ او هرڅه ورکړل او د وخت پولیس او مقامات ېې نشوای خبرولای. د لړم په پای ورځو شپو کې چې کله د شینوارو تر منځ پاڅون رامنځ ته شوی و نو امان الله خان د ختيځ زون ته ډېر متوجه و ، په همدې وخت کې د وخت نه په گټې سره د سقاؤ زوی د شمالي لارو او د کابل تر منځ د لارو بندولو کوښښ پیل کړ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب