دغه خواړه د خیټې چینجي د تل لپاره له منځه وړي

روغتیايي څیړنو پر بنسټ د خیټې چینجي د یو شمیر نورو مهلکو ناروغیو لامل ګرځي او انسان له اندازې زیات کمزوری کوي.

د خیټې چینجي لپاره د درملو مختلف ډولونه شتون لري خو دغه درمل د بدن نورو برخو ته زیان هم رسوي. دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره چې دغه ستونزه د تل لپاره په طبیعي ډول حلولی شي اشنا کوو.

ګازره:

ګازره خپل ترکیب کې زیاته اندازه ویټامین اې (Vitamin A) او بیټا کیروټین (Beta Carotene) نومې مواد لري. دغه خواړه په خیټه کې د چینجیو لاروا په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي. که چیرې د ګازرې اوبه کې لږه اندازه ګبین واچوئ نو دغه مشروب په طبیعي ډول د خیټې چینجي له منځه وړي.

هوګه:

هوګه د بې شمیره ناروغیو لپاره تر ټولو غوره او ګټوره خواړه ګڼل کیږي. که چیرې له خیټې څخه د چینجي له منځه وړلو لپاره وکارول شي نو ډیره غوره نتیجه ورکوي. له ناپاکو اوبو څخه پیدا کیدوونکي ناروغیو لپاره هم هوګه تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي. کولی شئ د روغتیايي ګټو لپاره هوګه تازه او یا هم له ګبین سره یو ځای کولو وروسته وخورئ.

د کدو ځیړي:

د کدو ځیړي کې امینو اسید (Amino Acid)، فټي اسید (Fatty Acid)، ویټامینونه، منرالونه او کاربوهایډریټ شتون لري کوم چې د نورو روغتیايي ګټو سربیره د خیټې چینجي له منځه وړلو لپاره هم ډیر ګټور دی.

ترخه خواړه:

د خیټې چینجي له منځه وړلو لپاره ترخه خواړه زیات استعمال کړئ. د دغې موخې لپاره کریله او د سبزیجاتو ځینې نور ډولونه ډیر ګټور ثابتیدی شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب