۱۰ اړینې خبرې چې باید د مبایل هر کارونکی په یاد ولري

نن د ټکنالوژۍ د پرمختګ له برکته د نړۍ د هر هېواد په سلو کې پنځه اتیا وګړي د ټلیفون له اسانتیاو برخمن دي، مبایل د انسان د ژوند له مهمو اړتیاوو څخه دی چې په ژوند کې ډير تغیرات راوستي دي.

د دې اړتیا د ښې کارولو لپاره ځېنې اړینې خبرې دي چې باید د مبایل هر کارونکی په یاد ولري.

۱: که ناپېژاند کس ته زنګ وهی نو لومړی خپل ځان ورته معرفي کړئ، وروسته پر اړینو مسایلو خبرې وکړئ.

۲: که تاسو د کوم ناپېژانده زنګ راشي، مخکې له دې چې نورې خبرې پیل کړئ، د هغه د ژر پېژندلو هڅه وکړي دنوم او ځای پوښتنه ترې وکړئ.

۳: که له کارځایه چا ته ټلیفون کوئ نو په لنډو جملو خبرې پیل کړئ(سلام سهار مو پخیر، زه (….) د (….) شرکت د …. له څانګې نه زحمت درکوم) وروسته پر اړینو مسایلو خبرې وکړئ.

۴: خپل غږ مو کنټرول کړئ، په لوړ او ډير ټیټ اوازه خبرې مه کوئ د بد او ستړي کوونکي غږ اېستلو نه ډډه وکړئ.

۵: مخکې له دې چې له چا ته ټلیفون وکړې لومړی فکر وکړه چې څه غواړې هغه ته یې ووایي.

۶: چا ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو خبرې پرې کړئ، کله چې ستاسو شاوخوا خلک خبرې کوي تاسو ځواب مه ورکوئ، د لاس په حرکاتو یې پوه کړئ، چې وروسته له ټلیفون به خبرې وکړو.

۶: واضع او آرامې خبرې وکړئ، په ټلیفون کې کیسې مه کوئ هڅه وکړئ چې ډيرې خبرې مو په څلو لنډو جملو کې وکړئ څو مو وخت او پیسې سپما شي.

۷: په ټلیفون کې د خبرو کولو په وخت مو حواس جمع کړئ پدې وخت کې له نورو سره له خبرو کولو، مطالعې، خواراک او دې ته ورته نور کارونو ډډه وکړئ.

۸: دا عادت کړئ کله چې جماعت، مجلس، کنفرانس، ټولګي، رسټورانټ او بلې کومې مهمې ناستې ته ننوزئ، نو خپل موبایل مو سکوت کړئ، څو ستاسو او نورو ګډونوالو د مزاحمت سبب نه شي، کله چې په داسې وخت کې مهم زنګ درته راشي، نو تاسو د یو لڼډ پیغام له لارې هغه پوه کړئ چې په ناسته، ټولګي یا کنفرانس کې یاست.

۹: ځینې وخت نشئ کولای چې ټلیفون ته ځواب ورکړئ نو اړینه ده چې د پیغام له لارې یې ځواب کړئ، پیغام په لنډو او ښکلو الفاظو ولیکئ له ډیرو لیکلو ډډه وکړئ.

۱۰: هڅه وکړئ چې چا ته د کار او مصروفیت په وخت کې زنګ مه وهئ څو د یې د کارونو د په شاتګ لامل نه شئ.

ژباړه : حسیب نورمل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب