اسلام له نظرهاسلامي نړۍ او امت

یووالی فریضه او تفرقه جرم دی (قرضاوي)

اتحاد او یووالۍ یوه اسلامي فریضه ده

واجب خو دا ده چې د اسلامي دعوتګرو او کارکوونکو لمړنۍ هدف اتحاد او ورورولي وي، ترڅو زړونه سره نیږدې شي او صفونه سره ونیښلي، د اختلاف او تفرقې نه مسلمان ملتونه واټن ونیسي، هر هغه څه پریږدي چې اسلامي ډله او دیني کلیمة سره جلا کوي، لکه ښکاره دښمنۍ، پټې بد نیتۍ او کینې، کوم چې د خپلمنځي فساد لامل ګرځي، د دې امت دین او دنیا دواړه کمزوري کوي.
پرته له شکه چې اسلام یوازنۍ دین چې په ټینګه یې ورورولۍ ته بلنه کړې ترڅو په اتحاد، مینه او تعاون کې انځور شي، اسلام دی چې له تفرقې یې کرکه کړې او هغه یې د کمزورۍ لامل بللې، په قرآن او نبوي سنتو کې ډیر مثالونه شته.

له قرآن څخه:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوَاْ إِن تُطِيعُواْ فَرِيقًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ يَرُدُّوكُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ 100 وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنتُمْ تُتْلَى عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ وَمَن يَعْتَصِم بِاللّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ 101 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلاَ تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ 102 وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ 103 وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ 104 وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 105 يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ فَأَمَّا الَّذِينَ اسْوَدَّتْ وُجُوهُهُمْ أَكْفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ فَذُوقُواْ الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ 106 وَأَمَّا الَّذِينَ ابْيَضَّتْ وُجُوهُهُمْ فَفِي رَحْمَةِ اللّهِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ107 (سورت آلعمران)
اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړۍ که چیرې اطاعت وکړﺉ تاسې د یوې ډلې د اهل کتابو نو بیرته به مو کافران وګورځوي تاسې وروسته له ایمانه، او څنګه به کافران کیږﺉ حال دا چې پرتاسې آیتونه د الله لوستل کیږي او ستاسو ترمنځ رسول د الله دی، او هرڅوک چې منګولې ولګوي په دین د الله نو پرته له شکه چې نیغې لارې ته هدایت شو، اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی وویریږي له الله په حق ویریدو سره او مه مرﺉ تاسې مګر په داسې حال کې چې مؤمنان یۍ، او منګولې ولګوﺉ په دین د الله ټول او مه سره مختلف کیږﺉ او یاد کړﺉ نعمت د الله پرتاسې کله چې وی تاسې دوښمنان نو مینه یې واچوله په زړونو ستاسې کې پس وګرځیدۍ تاسې په نعمت د الله وروڼه او وۍ تاسې د اور د کندې پرغاړه نو ویې ژغورلۍ له هغه نه همداسې بیانوي تاسې ته الله دلایل خپل لپاره د دې چې تاسې په سمه لاره ټینګ پاتې شۍ، او وي دې له تاسې یوه ډله چې دعوت کوي په لوري د خیر او امر کوي په نیکیو او مخنیوۍ کوي له منکر (بدیو) او همدغه خلک بریالي دي، او مه کیږﺉ تاسې په شان د هغو کسانو چې سره جلا شول او اختلاف یې وکړ وروسته ترهغې چې راغلي وو دوی ته دلایل ښکاره او همدغه اختلافګرو ته دی عذاب ډیر لوی.

حافظ سیوطي په (الدر المنثور) کې د دې آیتونو د سبب نزول په هکله د صحابه وو او تابعینو نه ډیر اقوال را نقل کړي چې مشهور یې دا دی: ابن اسحق، ابن جریر، ابن المنذر، ابن أبي حاتم او أبوشیخ ټولو د زید بن أسلم نه روایت کړی چې وايي: (شاس بن قیس چې په جاهلیت کې یې خپل سن خوړلۍ وو او سپین ږیریتوب ته رسیدلۍ وو، د مسلمانانو سره یې سخته کینه درلوده، یوه ورځ د رسول الله د صحابه وو نه په څو کسانو تیریده چې د اوس او خزرج د قبیلې څخه وو او په یوه مجلس کې را غونډ وو او خبرې یې کولې، په شاس باندې د دوی مینه او ورورولي بده تمامه شوه ویې نشوی زغملۍ چې د اسلام ترسیوري لاندې په خپلو کې خاږه ناست وي سره د دې چې دوی به مخکې د جاهلیت په دوره کې په خپلو منځو کې جنګونه او دښمنۍ کولې، نو ویې ویل: په دې خاوره کې څو کسان سره را ټول شوي په الله قسم که چیرې همداسې غونډ پاتې شو نو موږ به ښه ورځ ونه وینو، همدا وو چې یوه یهودي ځوان ته یې امر وکړ چې د همده سره وو، لاړ شه د دوی سره په مجلس کې کښینه، د بعاث ورځ ورته یاده کړه او هغه څه ورته یاد کړه چې مخکې به دوی کول، په دې هکله ځینې شعرونه ورته ووایه چې دوی یو د بل د ماتې په هکله ویلي وو، د بعاث ورځ هغه ورځ وه چې د أوس او خزرج سخته جګړه پکې تیره شوې وه چې د اوس قبیله په خزرج بریالۍ شوې وه، یهودي ځوان هم همداسې وکړل، په همدې خبرو سره یې دوی ته زاړه یادونه ور تازه کړل، همدا وو چې په خپلو کې سره کيوتل په خپلو قومونو یې فخر وکړ او ویې ویاړل، په دې سره دوو کسانو د اوس او خزرج نه خبرې سره واړولې، چې یو یې أوس بن قیظي د بني حارثة د اوس له قبیلې څخه وو او دوهم یې جبار بن صخر د بنې سلمة له خزرج څخه وو، په همدې ترڅ کې یو د دوی نه بل ته وویل: که مو خوښه وي راځۍ چې همدا اوس یې سره معلومه کړو، دواړه ډلې سختې په قهر شوې او ویې ویل: سمه ده، وسله به را واخلو او زموږ ژمنه به (الظاهره وي) چې په مدینه کې یو ځای دی، په همدې سره ټاکلي ځای ته سره ووتل، د اوس کسان له اوسیانو سره یوځای شول او  د خزرج کسان له خزرجیانو سره، غواړي خپله په جاهلیت کې تیره دعوا سره سپینه کړي، دا پیښه تر رسول الله ورسیده هغه مبارک په بیړه د څو نورو مهاجرو اصحابو سره را ورسید او ورته یې وویل: (اې د مسلمانانو ډلې، الله یاد کړۍ الله یاد کړۍ، آیا د جاهلیت کیسه په تاسې کې را ژوندۍ کیږي او زه ستاسو ترمنځ یم؟ آیا وروسته تردې چې الله جل جلاله اسلام ته هدایت کړی، تاسې ته یې عزت درکړ او په اسلام سره یې ستاسې ټولې جاهلي کیسې بندې وشمیرلې، تاسې یې له کفر څخه وژغورلۍ، ستاسو ترمنځ یې مینه را وستله، غواړۍ بیرته خپل کفر ته وګرځۍ؟) ټول وپوهیدل چې د دې کار تر شا شیطاني دسیسه پرته ده، همدا د دوی د دښمنانو چل او فریب دی، همدا وو چې وسله یې وغورځوله او په ژړا سر شول، نارینه ټول یو بل ته غاړه غړۍ شول، بیرته له رسول الله سره یو ځای آوریدونکي او تابعدار را وګرځیدل، الله جل جلاله له دوی څخه د خدای د دښمن شاس فریب او چل را لنډ کړ، او الله جل جلاله د شاس بن قیس په هکله دا آیتونه را نازل کړل: (قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَاللّهُ شَهِيدٌ عَلَى مَا تَعْمَلُونَ) ووایه اې محمده! اې اهل کتابو ولې کافران کیږﺉ په ایتونو د الله او الله ښه شاهد دی په هغو کارونو چې تاسې یې کوی، تردې قول د خدای تعالی پورې (وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ) او نه دی الله بې خبره له هغه کارونو چې تاسې کوی.

همدارنګه یې د أوس بن قیظي او جبار بن صخره او د دوی د نورو ملګرو په هکله دا آیتونه نازل کړل: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوَاْ إِن تُطِيعُواْ فَرِيقًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ يَرُدُّوكُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ) اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړۍ که چیرې اطاعت وکړﺉ تاسې د یوې ډلې د اهل کتابو نو بیرته به مو کافران وګورځوي تاسې وروسته له ایمانه، تردې قوله د خدای تعالی (وَأُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ) (1) او دی د اختلافګرو لپاره عذاب ډیر لوی.
تیر شوي آیتونه په ټینګه د کلیمې یووالي ته بلنه کوي، او وایي چې د مسلمانانو صف باید په اسلام سره یو وي، تیر شوي آیتونه لاندې ټکو ته اشاره کوي:

د غیر مسلمانانو څخه ویره په کار ده، او هغه څوک چې د دوی وسوسې او پلانونه مني نو پرته له شکه چې ارتداد یې منلۍ او وروسته له ایمانه بیرته کفر ته آوښتي.
په آیت کې له اتحاد څخه په ایمان تعبیر شوی، او له تفرقې څخه په کفر چې د خدای تعالی د دې قول معنی داسې راځي (يَرُدُّوكُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ) یعنې وروسته ستاسې تر وحدت، یووالي او ورورولۍ غواړي بیرته مو متفرق او دښمن وګرځوي، چې همدې ته تیر شوی سبب د نزول هم اشاره کوي.

په اسلام باندې منګولې لګول په ریښتینې توګه د مسلمانانو ترمنځ د یووالي او وحدت بنسټ جوړوي، څوک چې د الله په رسۍ منګولې لګوي باید د خپلو مسلمانو وروڼو سره دښمنۍ ونکړي د خدای رسۍ همدا اسلام او قرآن دی.
آیتونه په ایمان سره د ورورولۍ نعمت یادوي وروسته تردې چې مخکې له اسلامه د جاهلیت په دوره کې خلک په جنګ جګړو سر وو دښمنۍ به یې کولې، چې همدا د ورورولۍ نعمت وروسته تر ایمانه لوی نعمت څرګندیږي (وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً مَّا أَلَّفَتْ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَـكِنَّ اللّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ۶۳) التوبة، او مینه واچوله په زړونو د دوی کې که چیرې دې ټول هغه څه لګولي وی چې په ځمکه کې دي نو زړونه د دوی به دې نه وو سره نیږدي کړي خو الله د دوی زړونه سره نیږدې کړل او بیشکه هغه ښه غالب، د حکمت څښتن دی.

دا امت په یوه کلیمة سره را ټولیږي، یو هدف لري چې د همدغه هدف لپاره ژوندی دی، همدغه یو هدف یې لمړنۍ رسالت دی چې د همدې لپاره کار کوي، او هغه دا چې د خیر ښیګڼې لپاره دعوت وکړي کوم چې په همدې باندې اسلام راغلۍ، الله جل جلاله دغه لوی هدف د دې امت لپاره په دې آیت کې بیانوي (وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ 104 ) آل عمران، او وي دې له تاسې یوه ډله چې دعوت کوي په لوري د خیر او امر کوي په نیکیو او مخنیوۍ کوي له منکر (بدیو) او همدغه خلک بریالي دي.

تاریخ د عبرتونو راجستر دی، تاریخ د بشر لپاره پټه خوله لارښوونکۍ دی، تاریخ په ډاګه څرګندوي چې مخکني ملتونه په خپلو دینونو کې سره مختلف او متفرق شول چې همدا یې د هلاکت لامل شو، دوی څه عذر نه درلود، ځکه دوی وروسته تردې چې علم او روښنایي ورته ورسیده اختلاف یې وکړ، دوی ته د خپل رب له لوریه ښکاره دلایل راغلي وو، نو ځکه الله جل جلاله موږ ډاروي او وايي (وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 105 ) آل عمران، او مه کیږﺉ تاسې په شان د هغو کسانو چې سره جلا شول او اختلاف یې وکړ وروسته ترهغې چې راغلي وو دوی ته دلایل ښکاره او همدغه اختلافګرو ته دی عذاب ډیر لوی.

قرآن په تاکید سره وايي چې مسلمانان ټول یو امت دی سره د دې چې جنسونه یې سره مختلف دي، رنګونه او هیوادونه یې مختلف دي، ژبې او مرتبې یې سره مختلفې دي، خو اسلام یې را غونډوي او یو امت ترې جوړوي، دا امت منځلارۍ امت دی چې الله جل جلاله په نور امتونو شاهد ګرځولۍ الله جل جلاله د دې امت په ستاینه کې وايي (كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ) یۍ تاسې اې محمدي امته بهتره امت چې ایستل شوی د خلکو لپاره، امر کوﺉ په نیکیو او مخنیوۍ کوﺉ له بدیو او ایمان لرۍ په الله جل جلاله.

قرآن اعلان کړی چې د مسلمانانو ورورولي یو سپیڅلۍ تړاو دی چې ټولې اسلامي ډلې سره یو ځای کوي په همدې توګه قرآن د دې تړاو څخه داسې تعبیر کوي (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ 10) الحجرات، پرته له شکه مؤمنان سره وروڼه دي نو سوله وکړﺉ ترمنځ د وروڼو خپلو او وویریږﺉ له الله کیدای شي چې پرتاسې رحم وشي.
که وګورو وروسته له تیر شوي آیت څخه پیوسته داسې آیتونه راغلي چې اخلاقي بڼه لري ښیګڼو ته بلنه کوي ترڅو په عملي کولو سره یې ورورګلوي ټینګه پاتې شي او ټول هغه لاملونه له منځه ولاړ شي چې ورورولۍ ته زیان رسوي، لکه ریشخند وهل، په بدو نومونو سره یادول، بدګماني کول، چغلي کول، غیبت الله جل جلاله وايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلاَ نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلاَ تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلاَ تَنَابَزُوا بِالأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ 11 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلاَ تَجَسَّسُوا وَلاَ يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ 12) الحجرات. اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړۍ سپکاوۍ د نه کوي یو قوم ستاسې پر بل قوم، ځکه کیدای شي مسخره کړی شوی قوم د الله په وړاندې غوره وي له مسخره کوونکو څخه، او نه دې ښځې مسخرې کوي په نورو ښځو ځکه کیدای شي له مسخره کوونکو څخه غوره وي، او مه عیبونه لټوۍ د نورو ترڅو ستاسې عیبونه ونه لټول شي، او مه یادوۍ یو بل په بدو نومونو سره، ناوړه دي دا درۍ واړه نومونه (ریشخند، عیبونه لټول او په بدو نومونو یادول) له جهته د فسق وروسته له ایمان درلودلو څخه او څوک چې توبه نه وباسې بیشکه همدوی دي ظالمان پرځانونو خپلو»« اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړۍ په کلکه ځان وساتۍ له بدګمانۍ (په نورو باندې) بیشکه ځینې بد ګمانونه ګناه ده او مه لټوۍ پټ عیبونه د نورو او نه دې کوي غیبت ځینې ستاسې د ځینو نورو، آیا خوښوي یو ستاسې دا چې وخوري غوښې د ورور خپل حال دا چې هغه مړ وي پس بد ګڼۍ هغه نو همدارنګه بد وګڼۍ د مسلمان ورور غیبت کول او عیب لټول، او وویریږۍ له الله بیشکه الله ښه توبه کوونکۍ ډیر رحم کوونکۍ دی.

قرآن په ډیر ټینګو الفاظود تفرقې څخه یادونې کړې، الله جل جلاله وايي: (قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعاً وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ( الانعام ۶۵.
ووایه اې محمده! بیشکه الله قادر دی په دې چې ولیږي په تاسې عذاب له پاسه او له لاندې ستاسې، او قادر دی چې فرقې فرقې مو سره جلا کړي ترڅو وڅکي ځینو ستاسې ته عذاب د ځینو نورو (په جنګ جګړو سره).
که وګورو الله جل جلاله د ملتونو سره جلاوالۍ چې په پایله کې یې یو د بل سره جنګ جګړې منځته راځي یو نوع د عذاب خپل شمیرلې،  چې الله جل جلاله پرې قادر دی ترڅو په خلکو یې را نازل کړي، د الله د نیغې لارې نه په سرغړونې سره هغوی په فرقو وویشي ترڅو یو بل ښه سره وټکوي، قرآن د امتونه تفرقه د هغه عذاب سره ورته ښودلې چې د تیږو په شان له پاسه ویشتل کیږي لکه د لوط قوم چې ورسره مخ شو، او یا د لاندې خوا څخه په ځمکه کې ننوځې له قارون چې ورسره مخ شو.

الله جل جلاله وايي: (إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُواْ دِينَهُمْ وَكَانُواْ شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ 159) الانعام. بیشکه هغه کسان چې په دین خپل کې سره مختلف شوي او په پایله کې یې ټوټې ټوټې شوي چې ته د هغوی له جملې نه یې په هیڅ شي کي، بیشکه د دوی برخلیک الله ته پاتې دی بیا به خبر کړي دوی په هغه څه چې دوی به کول.
د ابن عباس رضی الله عنه څخه د دې آیت په تړاو داسې روایت دی، دا آیت د یهودو او نصاراوو په هکله نازل شوی، کوم چې همدوی په خپل دین کې مختلف شول او فرقې فرقې سره جلا شول.
له نورو څخه بیا روایت شوی چې د دې آیت څخه مراد، د بدعتونو را ولاړوونکي، د شبهاتو لټوونکي او ګمراهان د دې امت دي.

ابن کثیر وايي: (په ښکاره آیت د ټولو هغو ډلو ټپلو په هکله عام دی چې د الله په دین کې یې اختلاف کړې او د هغه د مستقیمې لارې څخه یې مخ ګرځولۍ، بیشکه الله جل جلاله خپل رسول په حق دېن او نیکې لارښوونې سره را لیږلۍ، ترڅو د الله دین په نورو ټولو بې دریغه ناروا لارو لوړ او روښانه کړي، د هغه شریعت یو دی نه په کې اختلاف شته او نه هم تفرقه، نو څوک چې اختلاف ته لمن وهي پرته له شکه چې په آیت کې د (کانو شیعا) لفظ پرې ریښتینۍ ثابتیږي یعنې د خپل دین په هکله سره مختلف شوي لکه د نورو دینونو او ناروا غوښتنو او ګمراهیو څښتنان، پرته له شکه الله جل جلاله خپل رسول له دغه ناوړه کار څخه پاک او برﺉ ښودلۍ دا آیت د هغه آیت په شان دی چې وايي (شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلاَ تَتَفَرَّقُوا فِيهِ) شورا ۱۳. بیان کړی دی تاسې ته الله هغه دین چې وصیت یې کړی وو په هغه سره نوح ته او هغه څه چې موږ وحې کړې ده تاته اې محمده او هغه چې حکم کړی وو موږ په هغه سره ابراهیم، موسی او عیسی ته.) (2)
قرآن په اهل کتابو بد وايي ملامتوي یې ځکه هغوی د خپل دین په هکله اختلاف کړی سره جلا شوي په فرقو او ډلو ویشل شوي، په دې هکله ډیر آیتونه دي چې د کتاب په اوږدو کې به بیان شي.

له نبوي سنتو څخه:

نبوي احادیث د قرآن څرکندونې تشریح کوي د هغه تفصیل بیانوي، ملتونه اتحاد او ورورولۍ ته رابولي له تفرقې څخه یې ډاروي د اختلاف بدې پایلې را برسیره کوي.
نبوي احادیث جماعت او یووالي ته بلنه کوي د تفرقې او جلاوالي څخه نفرت او کرکه ښکاروي، مینې محبت ته خلک رابولي ترڅو د ورورولۍ په چاپیریال کې ژوند وکړي، نبوي احادیث خلک له دښمنیو څخه منع کوي، وايي چې په خپلو کې کینې مه کوﺉ عداوتونو دښمنیو ته لمن مه وهۍ.

په دې هکله زیات احادیث روایت شوي..
ترمذي د ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت کوي چې وايي: (عمر رضی الله عنه په جابیة نومي ځای کې موږ ته وعظ کولو نو ویې ویل: اې خلکو زه تاسې ته د رسول الله په ځای ولاړ یم، بیا یې وویل: زه تاسې ته په خپلو ملګرو وصیت کوم، بیا په هغو کسانو چې دوی ته نیږدې، بیا په هغو کسانو چې هغوی ته نیږدې دي.. زه تاسې ته په جماعت او یووالي حکم کوم، ګورۍ چې تفرقه ونکړﺉ، ځکه شیطان تل له یوه سره وي، شیطان له دوو څخه لري وي، که څوک غواړي ځان جنت ته ورسوي نو په یووالي دې همیشه والۍ وښيي. 3
ابن عباس رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه روایت کړی چې وايي: (د الله مرسته او نصرت د جماعت سره دی) .4

ابن عمر د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: (الله جل جلاله زما امت، یا امت محمدي په ګمراهۍ نه سره راټولوي، د الله مرسته او نصرت د جماعت سره دي او څوک چې جلاوالۍ راولي جلا به په اور کې ولویږي) .5

په صحیحینو کې روایت شوی: (څوک چې د جماعت او ټولي څخه یوه لویشت لري شي او په همدې حالت مړ شي، نو مرګ یې د جاهلیت مرګ شمیرل کیږي) .6

نبوي احادیثو په ډیر ټینګار او تاکید سره مسلمانان ورورولۍ ته رابللي، په مختلفو لفظونو سره یې یووالي ته هڅولي.
(مسلمان د مسلمان ورور دی، څوک چې د خپل ورور حاجت پوره کوي الله جل جلاله د هغه حاجت پوره کوي) .7
(هیڅ یو ستاسې کامل مسلمان نه دی ترهغې چې هغه څه د خپل ورور لپاره خوښ نه کړي کوم چې د ځان لپاره یې خوښوي) .8

(په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما نفس د هغه په لاس کې دی تاسې به هیڅکله هم جنت ته داخل نشۍ ترهغې چې ایمان مو نه وي را وړۍ، او ترهغې به تاسې مؤمنان نشۍ ترڅو چې یو د بل سره مینه ونکړۍ، آیا زه تاسې ته داسې څه ونښیم ترڅو په کولو سره یې ستاسو ترمنځ مینه پیدا شي؟ په خپلو منځو کې سلام خوور کړۍ) .9
(د مسلمانانو وینې سره برابرې دي، د دوی د ادنا په عهد سره کوښښ کیدلۍ شي، کم مرتبه د دوی پردوی باندې نورو ته امان ورکولۍ شي، او دوی ټول په غیر مسلمانو باندې یو لاس دي) .10

نبوي احادیثو په ډیر ټینګار سره له دوښمنیو او کینو څخه ډارونه کړې، خلک ېې د جلاوالي څخه سخت ویرولي، د خپل منځي اختلاف څخه یې منع ښودلې.
أنس بن مالک د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې وايي: ( بدبینۍ او کینې مه سره کوۍ، دوښمنۍ او مقاطعې مه کوﺉ، ټول د الله بنده ګان سره وروڼه شۍ، هیڅ مسلمان ته روا نه ده چې د بل مسلمان ورور سره له دریو ورځو زیات مرور پاتې شي) .11

د ابو ايوب انصاري حدیث دی چې وايي: (هیچا ته روا نه ده چې د خپل ورور سره له دریو ورځو زیات مرورو پاتې شي، دوی به سره مخامخ کیږی، دا به هم مخ ترې اړوي او دا به هم مخ ترې اړوي، خو غوره د  دوی هغه دی چې لمړۍ بل ته سلام وړاندې کړي).12

د ابو هریرة حدیث دی چې وايي: (له بدګمانۍ ځانونه وساتۍ، بیشکه بدګماني ترټولو لوی دروغ ګڼل کیږي، د چا په هکله څیړنه مه کوﺉ، د عیبو پلټنه مه کوﺉ، بې ځایه خبرونه مه خوروﺉ، کینې مه کوﺉ، یو بل بد مه ګڼۍ، د مسلمانانو سره اړیکې مه غڅوﺉ، او شۍ ټول د الله بنده ګان وروڼه) .13

همدا شان د ابو هریرة یو بل حدیث دی چې وايي: (مسلمان د مسلمان ورور دی، نه ظلم پرې کوي نه یې سپکاوۍ کوي او نه یې هم کم ګڼي، اصلي تقوا دلته ده(خپلې سینې ته یې درۍ ځلې اشاره وکړه) د یوه کس لپاره همدومره شر بس دی چې خپل مسلمان ورور کم وګڼي سپکاوۍ یې وکړي، د ټولو مسلمانانو وینې مالونه او ناموس پر نورو مسلمانانو حرام دي) .14

همدارنګه د ابوهریرة په یو بل حدیث کې راځي چې وايي: (د جنت دروازې د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو پرانیستل کیږي، الله جل جلاله هر هغه بنده ته بښنه کوي چې د الله سره یې شریک نه وي نیولۍ، مګر خو بښنه نه کوي هغه چا ته چې د خپل ورور سره یې دوښمني وي نو وبه ویل شي: وروسته کړﺉ دا دواړه ترڅو چې سره جوړ شي، وروسته کړﺉ دا دواړه ترڅو چې سره جوړ شي، وروسته کړﺉ دا دواړه ترڅو چې سره جوړ شي)

15 «یعنې ترهغې چې په خپل منځ کې جوړ شوي نه وي دوښمنۍ ته یې د پای ټکۍ نه وي ایښۍ ترهغې الله جل جلاله بښنه نه ورته کوي».
د ابوالدرداء په حدیث کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: (آیا زه تاسې ته د هغه څه خبر در نکړم چې د لمانځه، روژې او صدقې څخه یې درجه لوړه ده؟ ټولو وویل: ولې نه اې د الله رسوله، هغه وویل: په خپلو منځو کې دوستي وکړﺉ، ځکه د خپلو منځو بدمرغي په ریښتینې توګه حالقه (خریونکې) ده 16، ترمذي وايي: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه روایت شوی چې وايي: (هغه خریونکې ده، زه نه وایم چې ستاسې ویښتان خرییي، بلکې ستاسې دین خریي).
همدا شان د ابوهریرة په حدیث کې راځي چې وايي: (ګورۍ چې خپلمنځي اړیکې خرابې نکړﺉ، ځکه چې د خپلمنځي اړیکو خرابوالۍ حالقه ده (چې ستاسې دین له منځه وړي) . 17

د زبیر غلام له زبیر څخه په یوه حدیث کې روایت کړی چې وايي: (تاسې د تیرو امتونو له مرض سره مخ شوي یاست، چې هغه مرض په خپلو منځو کې کینه او بدګڼل وو، کینه او بد ګڼل (حالقة) خریونکې ده، زه نه وایم چې ستاسې ویښتان خریيي بلکې ستاسې دین له منځه وړي، په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، هیڅکله به هم جنت ته داخل نشۍ ترهغې چې مؤمنان نشۍ، او هیڅکله به مؤمنان نشۍ ترهغۍ چې د یوبل سره مینه ونکړۍ)18.
د ابن عباس په حدیث کې راځي چې وايي: (دری کسان دي چې لمونځونه یې له سرونو څخه لویشت هم نه پورته کیږي (یعنې لمونځ یې نه قبلیږي) لمړۍ هغه کس چې د خلکو امامت کوي په داسې حال کې چې خلک یې بد ګڼي، دوهم هغه ښځه چې میړه یې پرې غوصه شپه تیروي، دریم هغه وروڼه چې یو د بل سره اړیکې غوڅوي) 19 دوستي نه کوي.
د ابي خراش الأسلمي په حدیث کې راځي چې وايي: (چا چې د خپل ورور سره پوره کال دوښمني او لریوالۍ وښود، هغه داسې دی لکه د هغه وینې یې چې تویې کړې وي) 20

د جابر بن عبدالله په حدیث کې راځي چې وايي: (بیشکه چې شیطان له دې ناهیلۍ شوۍ چې لمونځ کوونکي یې په جزیرة العرب کې عبادت وکړي، خو کوښښ کوي ترڅو د دوی ترمنځ دوښمنۍ را ولاړۍ کړي) 21 او په ترڅ کې یې د دوی خپلمنځې د ورورولۍ اړیکې غوڅې شي.

اسلام تفرقه ډیره بده ګڼلۍ:

د اسلام سپیڅلۍ دین له تفرقې کلکه کرکه لري، هیڅکله نه خوښوي چې مسلمانان په خپلو منځو کې اختلاف وکړي، تردې چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم د تلاوت په پریښودلو امر کړی هغه وخت چې په تلاوت سره یې د مسلمانانو ترمنځ اختلاف را ولاړیږي او تفرقه منځته راځي.

بخاري او مسلم د جندب بن عبدالله څخه روایت کړی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل: (ترهغې د قرآن کرېم تلاوت وکړﺉ ترڅو چې په تلاوت سره مو زړونه نیږدې کیږي او مینه مو پرې ټینګیږي، خو کله چې سره مختلف شوۍ نو ترې ولاړ شۍ)

22 یعنې د اختلاف په صورت کې یې تلاوت پریږدۍ او ترې ځۍ ترڅو چې دا اختلاف مو په شر وا نه وړي او فساد ترې جوړ نشي.
سره د دې چې د قرآن کریم د تلاوت فضیلتونه او ثوابونه ټولو ته څرګند دي، تلاوت کوونکي ته یې په هر حرف لس نیکۍ ورکول کیږي، خو کله چې دا ډیرې نیکۍ او فضیلتونه اختلاف را ولاړوي نو بیا یې د تلاوت اجازه نه ده ورکړې، د دې اختلاف څرنګوالۍ نه دی ښودل شوی چې څه ډول اختلاف برابره ده که دا اختلاف د تلاوت په هکله وي که دې حروفو د اداء او تجوید په هکله، پیغمبر امر ورته کړۍ چې په دې حالت کې سره جلا شۍ د قرآن د تلاوت مجلس مو پریږدۍ، هرڅوک دې د خپل ځان سره تلاوت وکړي، لکه څرنګه چې د عمر او هشام، او ابن مسعود او ځینو نورو صحابه وو ترمنځ همداسې پیښه را منځته شوه د تلاوت په هکله سره مختلف شول چې ورته یې وویل: دواړه ډلۍ یې سم وایۍ.

دا هم کومه لرې خبره نه ده چې دا اختلاف د قرآن کریم د معنا ګانو په تړاو رامنځته شې، نو په دې صورت کې به د حدیث معنا داسې راشي: تلاوت وکړﺉ او زړونه سره نیږدې کړﺉ په هغه څه چې قرآن پرې دلالت کوي، خو کله چې د قرآن په هکله سره مختلف شوۍ او یا کومه داسې شبهه مخېته راغله چې ستاسې د خپلمنځي اختلاف او تفرقې لامل ګرځیده، نو په دې حالت کې د قرآن تلاوت پریږدﺉ او د قرآن هغه حکمونه ټینګ کړﺉ چې محکم دي او کومه شبهه پکې نشته او ټول پرې متفق یۍ او د خپلمنځي اختلاف لامل مو نه ګرځي، ټولې هغه شبهې پرېږدﺉ چې تاسې د تفرقې سره مخ کوي، نو دا حدیث د هغه حدیث سره ورته دی چې وايي: (کله مو چې د قران د متشابه آیتونو لټوونکي ولیدل نو ترې وډار شۍ) .23
د دغه احادیثو په اړه حافظ ابن حجر وايي: له دې څخه مراد په یووالي او جماعت ټینګار دی، او د تفرقې او جلاوالي څخه ویره ده، همدارنګه له حدیث څخه ښکاري چې د قرآن په معناګانو کې باید له ډیر جدل او مباحثې څخه ځان وساتل شي او پرته له ضرورته څوک د قرآن په هکله ډیرې بېځایه څرګندونې ونکړي . 24

په یووالي ولې دومره ټینګار کیږي؟

اسلام د څه لپاره په اتحاد او یووالي دومره زیات ټینګار کړی، څه لامل دی چې د تفرقې او جلاوالي څخه یې خلک ویرولي؟
ښکاره ده چې د اتحاد او یووالي ترشا ډیرې ګټې پرتې دي، چې د امت په ژوندې ساتلو کې رغنده رول لوبوي او د هوښیارانو په وړاندې دا ګټې پټې نه دي.
۱- اتحاد او ویووالۍ کمزوري خلک ځواکمنوي، او ځواکمنو ته لا زیات ځواک وربښي، نو یوه خښته که د تیږې هم شي کمزورې ګڼل کیږي، هرڅوک کولۍ شي په خپله خوښه یې له یوځای نه بل ځایته په آسانۍ سره ولیږدوي، او که څوک وغواړي ماتولۍ یې هم شي، که چیرې زرګونه دا رنګه خښته ها خوا دیخوا پرتې وي په خپل همدې جلاوالي سره کمزوري دي اګر که شمیره یې ملیونو ته هم ورسیږي، خو که چیرې په دیوال کې را ټولې شي بیا یې په آسانۍ سره نړول ناشوني دي، ځکه د نورو خښتو سره په یووالي او اتحاد کې منظمې او ټینګې شوې، اوس نو یو ښه ځواک څرګندیږي چې د هرڅه په وړاندې ودریدلۍ شي، همدې معنا ته په حدیث شریف  کې اشاره شوې چې وايي: (یو مؤمن د بل مؤمن لپاره د ماڼۍ حیثیت لري چې یو پر بل تکیه کوي، د همدې ټکي په بیانولو سره نبي کریم صلی الله علیه وسلم خپلې د لاس ګوتې یو پر بل کې ورکړي)25 ترڅو د یووالي او تړاو حالت انځور کړي او قوت یې خلکو ته وښيي.
قرآني آیت هم همدا موضوع را برسیره کوي او وايي: (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ 4) الصف.  بیشکه الله خوښوي هغه کسان چې جګړه کوي په لاره د الله کې، صف تړونکي دي لکه کلکې سره ټینګې کلاګانې.
هغه کیسه ډیره مشهوره ده چې یوه پلار خپل زامن د مرګ پروخت راټول کړل او یوه یوه ګيډۍ لښتې یې ورکړې ترڅو ماتې یي کړي، د ګیډۍ په حالت کې هیڅ یو هم ونه توانیده چې ماتې یې کړي، چې بیا وروسته پلار په خپله ګیډۍ پرانیستې او هر لښته یې جلا جلال ماته کړه، دا کیسه هم د یووالي کلکوالي ته اشاره کوي چې په ګډه څوک نه توانیږي په آسانۍ سره د لښتو ګیډۍ ماتې کړي خو یوه یوه په آسانۍ سره ماتیدلۍ شي، په دې هکله شاعر وايي:
په یوه غږ سره ټینګ شیه زامنو بې پـروا           بلا به مو په خوله کړي که وی سره جـلا
ګیډۍ لښتې نه ماتیږي په زورونو د هیچا           که یوه یوه شي نو بیا ماته شي آسانه فرادا 26
۲- اتحاد او یووالۍ د هلاکت څخه ځان ژغورل دي، په یوازې توګه کیدای شي څوک له منځه ولاړ شي نوم او نښان یې ورک شي، کیدای شي پښه یې وښوییږي او لاندې پریوزي، کیدای شي د انساني او پیریاني شیطانانو په ولکه کې ولویږي، خو د نورو سره یوځای له دې بدمرغیو ځان ساتلۍ شي، لکه پسه په رمه کې، لیوه نشي کولۍ په رمه برید ته زړه ښه کړي، ځکه رمه ټوله یوځای سره ساتلې وي، خو لیوه هڅه کوي ترڅو د رمې یوځای حال له منځه ولاړ شي او په دې توګه کوم پسه یوازې را ګیر کړي او د خپلې خوښې لوبه پرې ترسره کړي، خپل غاښ پرې سره کړي او ګیډه پرې مړه کړي.
همدیته نبوي احادیثواشاره کړي:
(د جماعت سره یوځای شۍ، بیشکه د الله مرسته او نصرت د جماعت سره ده، څوک چې جدایي راولي اور ته به یوازې ولویږي).
(بیشکه شیطان د انسان لیوه دی، او بیشکه لیوه هغه میږه په نښه کوي چې له رمي جلا شوې وي).
(د جماعت سره یو ځای شۍ، ځکه شیطان تل له یوه سره وي او له دوو لرې ګرځي).
یو له هغه قوي دلایلو څخه چې د یووالي د ساتلو لپاره کارول کیږي هغه دی چې ما په خپل کتاب (بینات الحل الاسلامي) کې یاد کړی او په قرآن کې د موسی له کیسې را اخیستل شوی، موسی چې کله د خپل رب سره د مناجات لپاره خپل قوم پریښود او د الله سره د ژمنې د پوره کولو په تکل دیرش ورځې ترې غایب شو، چې بیا یې په دریشو ورځو لس نورې هم ورزیاتې کړې چې په دې توګه د خدای سره پاتې کیدل پوره څلویښت ورځې وځنډیدل، د غیابت په موده کې یې خپل ورور هارون د رسالت ځایناستۍ ټاکلۍ وو، د موسی په نشتوالي کې د هغه قوم د سامري له لاسه د یوې لوېې فتنې سره مخ شو، سامري بني اسراییل د خدای د عبادت څخه را وګرځول او د خوسکي عبادت یې پرې ومنلو، کله چې موسی بیرته خپل قوم ته را وګرځید د قوم د دې لوی انحراف سره ناڅاپه مخ شو، د داسې انحراف سره چې موسی او نور ټول رسولان یې د سمون لپاره را لیږل شوي ترڅو شرک د خلکو له ذهنونو لرې کړي او د الله یووالي ته یې را وبولي.
همدا وو چې موسی سخت په غوصه شو، لیکلې تختې یې وغورځولې خپل ورور هارون یې له سره را ونیولو او په کشولو کشولو یې ځانته را نیږدې کړ او ورته ویې ویل:(يَا هَارُونُ مَا مَنَعَكَ إِذْ رَأَيْتَهُمْ ضَلُّوا 92 أَلاَّ تَتَّبِعَنِ أَفَعَصَيْتَ أَمْرِي 93) طه، اې هارونه څه شي دې مخنیوۍ کړی وو کله دې چې ولیدل ګمراهان شول، او زما متابعت دې ونکړ آیا زما د حکم نه دې سرغړونه کړې.

هارون د موسی په ځواب کې وايي: (يَا ابْنَ أُمَّ لاَ تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلاَ بِرَأْسِي إِنِّي خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي 94)طه، اې زویه د مور زما مه نیسه ږیره زما او نه سر زما، بیشکه زه وویریدم له دې نه چې بیا به ته وايې چې د بني اسراییلو ترمنځ دې جلایي او تفرقه اچولې او زما خبرې ته دې نه دي کتلي.
ګورو چې د خدای نبي هارون خپل ورور ته خپل عذر داسې وړاندې کوي (بیشکه زه وویریدم له دې نه چې بیا به ته وايې چې د بني اسراییلو ترمنځ دې جلایي او تفرقه اچولې او زما خبرې ته دې نه دي کتلي).
د دې معنا داده چې هارون د خوسکي د عبادت په وړاندې ځکه د جهاد اقدام ونکړ ترڅو بني اسراییل سره متفرق او جلا نشي او په دې توګه هغه د دوی په تفرقه وډار شو، پرته له شکه د هارون دا ویره موقتي وه، هغه غوښتل په دې هکله د موسی تر راتګ پورې زغم وکړي، کله چې موسی را ورسید دواړو وروڼو رسولانو د پیښې لویې ستونزې په هکله مشوره وکړه او د حل لپاره یې کوټلي ګامونه را اوچت کړل چې په دې سره یې له یوې خوا د خپل امت اتحاد وساته او له بلې خوا یې د قوم انحراف بیرته را سم کړ.


(1) : الدر المنثور للسیوطي ج ۲ /۲۷۸، ۲۷۹. دارالفکر بیروت.
(2) تفسیر ابن کثیر ج ۲/۱۹۶ ط الحلبي.
(3) : ترمذي روایت کړی (الفتن ۲۱۶۶) او ویلي یې دي حدیث (حسن صحیح غریب دی) وايي: حدیث په نورو لارو هم له عمر نه روایت شوی، حاکم د شیخینو په شرط صحیح روایت کړی، ذهبي هم ورسره موافقه کړی(۱/۱۱۴).
(4) : ترمذي روایت کړی (۲۱۶۷) او غریب یې ښودلۍ، حاکم هم روایت کړی (۱/۱۱۵)، ابن ابي عاصم د أسامة بن شریک څخه روایت کړی، الباني په صحیح جامع الصغیر کې یاد کړی (۸۰۶۵) ټولې لارې یو د بل تقویه کوي او حدیث د ډیرو روایتونو له مخې قوي شمیرل کیږي.
(5): حدیث ترمذي روایت کړی (۲۱۶۸) او غریب یې ښودلۍ په همدې روایت سره، حاکم هم دیته په ورته الفاظو روایت کړی خو حاکم او ذهبي یې صحت نه دی بیان کړی (۱/۱۱۵).
(6): متفق علیه دی چې راوي یې ابن عباس دی.
(7): متفق علیه دی او د ابن عمر څخه روایت شوی.
(8): متفق علیه دی، د انس نه روایت شوی لکه څرنګه چې په اللؤلؤ والمرجان کې راغلي (۲۸).
(9): مسلم د ایمان په باب کې له ابوهریرة څخه روایت کړی (۹۳).
(10): ابوداؤد او ابن ماجة د عبد الله بن عمر څخه روایت کړی چې په صحیح جامع الصغیر کې هم صحیح ښودل شوی (۶۷۰۶).

(11): بخاري د أدب په باب کې روایت کړی او مسلم د بر په باب کې، اللؤلؤ والمرجان وګوره حدیث شمیره (۱۶۵۸).
(12): بخاري په ادب او مسلم په بر کې روایت کړی اللؤلؤ والمرجان (۱۶۵۹).
(13): مخکینۍ مصدر (حدیث ۱۶۶۰).
(14): مسلم  د بر په باب کې روایت کړې د حدیث شمیره ده (۲۵۶۴) او دا حدیث د اربعین نووي د احادیثو څخه یو حدیث دی.
(15): پخوانۍ مصدر د حدیث شمیره ده (۲۵۶۵).
(16): ترمذي د قیامت په صفاتو کې روایت کړی او صحیح یې هم ګڼلۍ (۲۵۱۱) ابوداؤد په ادب کې روایت کړی (۴۹۱۹).
(17): ترمذي روایت کړی او ویلي یې دي چې دا حدیث صحیح غریب دی (۲۵۱۰).
(18): ترمذي (۲۵۱۲) او یاده کړې یې ده چې ځینو راویانو دا ندي راوړي چې له زبیر نه یې روایت کړی.
(19): ابن ماجه روایت کړی (۹۷۱) محقق یې دا حدیث له زوایدو څخه ګڼلۍ، اسناد یې صحیح دي او راویان یې ثقة دي.
(20): ابوداود د أدب په باب کې روایت کړی (۴۵۱۵) چې راوي یې ابي خراش السلمي راغلۍ خو جمهورو بیا أسلمي راوړۍ، لکه څرنګه چې په (تهذیب التهذیب) کې همداسې راغلي ترجمة د حدرد بن أبي حدرد.
(21): مسلم د منافقینو په صفاتو کې روایت کړی (۲۸۱۲) د حدیث شمیره.
(22): متفق علیه، لکه څرنګه چې په اللؤلؤ والمرجان کې راغلي چې شیخان پرې متفق دي د حدیث شمیره ده (۱۷۰۶).
(23): متفق علیه، لکه څرنګه چې په مخکیني مصدر کې همداسې راغلي (۱۷۰۵) د حدیث شمیره.
(24): فتح الباري ج ۹/ ۱۰۲، ۱۰۳، ط دارالفکر.
(25): حدیث متفق علیه دی، چې د ابوموسی الأشعري څخه روایت شوی.
(26): کونوا جمیعا یا بنی اذا اعتری»«خطب و لا تتفرقوا آحادا»«تأبی العصی اذا اجتمعن تکسرا»«واذا افترقن تکسرت أفرادا

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: