خواړهروغتیا

ګټوري ميوې(اوله برخه)

انسان ډېر علوم حاصلولی شي خو ورو ورو او د وخت په تېرېدو سره ، نو ځکه الله پاک مخکي تر مخکي زيات شيان د انسانانو لپاره خلق کړي او انسانان يي يو پر بل پسي پيږني ، بله خبر دا چي اوسنيو علومو دا په ښه توګه روښانه کړي چي زياتره ميوي  د انسانانو د بدن له برخو سره ورته والی لري او د بڼي سره سم هماغي برخي ته ګټي هم رسوي ، چي ځيني بېلګي به يي دلته راواخلو :

ګازري : که يوه ګازره په منځ کي دوه ټوټي کړو نو و به وينو چي د سترګي بڼه لري ، د ګازري منځنۍ برخه ځغلېدلي ريښې،او ځلا ټول د انسان د سترګو په شان ښکاري ، اوسني طب هم دا ثابته کړي چي د ګازرو اوبه په وجود کي د وينو بهير په تېره بيا سترګو ته منظم او چټکوي .

سره بانجان يا روميان :که يو رومي ټوټه کړو نو وبه وينو چي څلور خوني يا برخي لرې، او ټول پاخه روميان سور رنګ لري ، د انسان زړه هم څلور خوني او سور رنګ لري ، د رومي خوړل پر زړه  فشار يا بوج کموي، او د صاف او روغ زړه لپاره د غذا حيثيت لري .

انګور: انګور په يو اوښکالي يا خوشه کي سره راغونډ او ځوړند وي ، چي زړه هم ورته بڼه يا شکل لري، د انګور هره دانه د ويني د حجرو په شان ده ، د انګورو په هکله وروستۍ څيړني دا ښيي چي د زړه لپاره ډېر ګټور دي ، او د ويني صافولو له لاري زړه تازه ساتي .
چارمغز يا غوځاڼ : که يو کوچني چارمغز ته ځير شو نو وبه وينو چي د انسان د سر دماغزو بڼه لري .کله يي چي ښۍ او چپي ژۍ وګورو نو د انسان دماغ اصغر او دماغ اکبر بڼي تري څرګنديدای شي .

چارمغز يا غوځاڼ : که يو کوچني چارمغز ته ځير شو نو وبه وينو چي د انسان د سر دماغزو بڼه لري .کله يي چي ښۍ او چپي ژۍ وګورو نو د انسان دماغ اصغر او دماغ اکبر بڼي تري څرګنديدای شي .  نور بیا…

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: