ګوسفندي ملت!!

یو موټرسایکل والا يي درولي وو او ورسره جنجال يي‌ وو.
ما هم له چیک پاینټ (د تلاشي پوسته) سره موټر کرار کړ هنداره مي کښته کړه.
– سلام علیکم عسکرجان
– وعلیکم سلام
– خوب هستین.اینمي نفر بود که دیروز سر وزارت مخابرات حمله کرده بود؟
موټرسایکل ولا وخندل او عسکر له شرمه سر ټیټ کړ، هیڅ يي ونه ویل زه هم په خپله لاره روان شوم.
د غلطیو تکرار، تکرار او بیا هم تکرار اشتبا نه بلل کیږي.
– نو څه شي بلل کیږي؟
– قصدي عمل بلل کیږي، ځکه له اشتباهاتو زده کړه کیږي او بیا تکراریي ډیر لږ ممکن دي. خو که څوک غواړي دا اعمال قصدآ تکرارکړي بیا به نو زورور، سرټمبه اویا هم سخت جاهل وي. هغوي چه بیا بیا غلطۍ کوي او د عوامو په مخکي يي توجیح کولاي هم شي ډیر خوشبخته خلک دي.
– هغه څنګه؟
– ځکه دوي د خلکو په منځ کي نه بلکه د پسونو په منځ کي ژوند کوي، او تاسو کولاي شي له پسونو سره هر څه وکړي، هغوي تږي، وږي وساتي، خرڅ يي کړي او یا کولاي شي چه سرونه ورڅخه پري کړي او غوښي يي وخوري. خو پسونه ستاسو دي ټولو کارونو ته د اشتبا په سترګه ګوري. دا کیسه عین له دي ولس سره هم تکراریږي. داړه ماران، غله، چارواکي ، ټوپکسالاران اوقومي ټیکه داران چه هر ډول يي زړه وغواړي ددي ولس له ژوند او مرګ سره لوبي کوي. دا خلک خرڅوي، دا خلک ټپي کوي او دا خلک په بمونو الوزوي. کله کله خو تیل ورباندي اچوي او سوزوي یي هم، له هوا څخه بمونه ورباندي را غورځوي، په مځکه ورباندي ځانمرګي کوي، ښوونځي يي سوزوي، هو والله ښوونځي يي سوزوي، سرک پل، روغتون او کورونه يي ورانوي. د نجونو په مخ ورته تیزاب شیندي، تعلیم ورته حراموي، پرمختګ ورته کفر ښکاره کوي او په مغز کي يي ورته وحشت او بربریت جنت د تلو یوازیني لاره جوړوي. خو دا خلک، نه پوهیږم چه خلک دي که پسونه، بیا هم دا ټول اعمال اشتباوي ګڼي، که يي قصدي عمل هم وګڼي چي ډیره نادره خبره به وي ، بیا يي هم خداي ته پریږدي چه په اخرت کي يي جهنم ته ولیږي، او دوي خپلو زړونو ته په دي خبره تسلي ورکوي – لکه پسونه چه پخپله غاړه ایښي چاړه د خپل تقدیر زیږنده بولي- چه دا زموږ قسمت دي. خو داړه ماران، غله، چارواکي ، ټوپکسالاران اوقومي ټیکه داران د خلکو په ساده ګي او بي عقلي پوري پټ پټ خاندي او ورته وايي چه دا ټول اشتباهات دي او بیا به هیڅکله هم دا اشتباهات تکرار نه شي حال دا چه هر ورځ او هره شیبه همدا اشتباهات تکرایریږي او ښه په خوند تکراریږي.
کمیســــــــــــــــــــــــــــــونونه ورته جوړیږي ته فکر وکړه چه هري پیښي ته یو کمیسون جوړ شي، په افغانستان کي هر ورځ خلک وژل کیږي نو په کال کي یوازي ۳۶۵ کمیسونونه جوړیږي خو پایلي یي له خلکو سره نه شریکیږي. ته پوهیږي چه ولي نه شریکیږي ځکه چارواکي وايي چه خلک يي په دي پایلو (موندنو) نه پوهیږي او دا موندني د خلکو تر سويي لوړي دي او ښي ډیري لوړي دي، دومره لوړي چه خلک پنځه زیني سر په سر ورته کښیږدي بیا هم نه ورسیږي. هو رښتیا هیر مي شول دوي خو دي خلکو ته پسونه وايي نو له پسونو سره چا پایلي شریکي کړي دي.
په اوو بجو له کوره را ووتلم او په ۹:۳۰ بجو دفتر ته ورسیدلم ( په نورمال کي حالت کي دا شل دقیقی لاره ده)، ځکه د مخابراتو له وزارت سره عسکر موټر تلاشی کول ( تاسو خو ښه پوهیږي چه زموږ عسکر اوپولیس ټول ارواحپوهان دي او هر څه په پټو سترګو موندل شي ځکه علم غیب هم لري). ډیر غوصه راغله عسکر ته مي وویل:
به نام عقل چیزي را میشناسین؟ احساس دارین دو ساعت میشه که در بیروبار بند ماندیم.
– بیبین محترم.
– چي را بیبنم؟ شما همینجا بودین که در پشت سرت به وزارت (مخابرات) حمله کنند ه گان خودکش بالا شدن جلویشان گرفتي- بگو گرفتي؟ مردم کشتند و شما تلاشی میکردین وتاحالي هم تلاشی میکنید افرینتان.
– از این طرف بالا نه شدند ازطرف زیارت بالا شدند
– هاهاهاهاهاها از طرف زیارت بالا شدن؛ او هلته د تلاشي تر دي هم لوي کمربند دي. د مخابراتو وزارت څلورو د تلاشي کمربندونو محاصره کړي دي او د هر کمربند شاته په زرګونو موټر د تلاشي انتظار کوي، او زموږ ارواحپوهان یو یو موټر په کراماتو تلاشي کوي. هو کرامتوالا خلک دي ټول يي علم غیب لري. دي تلاشیو، پوستو او کمربندونو ښه ښار کي دومره زور اخستي ته به وايي چه یوازي او یوازي همدا کار فرض عین دي، له ناموس څخه دفاع ده او د حکومت د ساتلو یوازیني لار ده. د خلکو وژل، زخمي کول، فرارول او له لوږي او تندي وژل په تیرو څلورو لسیزو کي د حکومتونو او د هغوي د مخالیفینو فرض عین او ددوي د (TOR ) یو تر ټولو مهم مسولیت ګڼل کیږي. او دوي هم د خپلو مسولیتونو دا برخه ښه په میړاني سره پرمخ بیايي.
او پالیسي جوړونکي مو تر دوي بدتره خــــــــــــــــــــ… دي ځکه هغوي بیا په وزراتونو کي الکترونیکي حاضري لګولي چه څوک ناوخته رانه شي. څنګه به ناوخته کیږي چه داسي پراخه او صاف سړکونه وي، په ښار کي دومره منظم ترانسپورتي سیستم وي هو داسي منظم ترانسپورتي سیستم چه یو دقیقه وړاندي او وروسته نه کیږي.
که سورلي والا موټر ته وواي چي ولي د سرک په منځ کي ولاړ يي؟
چي کنم سواري بالا میکنم.
که له هغه چا څخه چي ددیوال څنګ ته ناست دي او ښه په خوند میتازي (بولي) کوي، پوښتنه وکړي چه ولي دلته میتیازي کوي؟
نو چیري يي وکړم په پرتاګه کي خويي نه شم کولاي، یو ساعت کیږی چه په تشناب پسي ګرزم نه پیدا کیږي.
ولي موټر په چپه (غلط) لاره بیايي په ترافیکي قوانینو نه پوهیږي؟ دا کار ډیر خطرناک دي.
څه وکړم ټولي لاري بندي دي او زه ډیر عاجل کار لرم، باید ځان ورسوم.
پیاده رو دي ولي بند کړي دي، دا ځاي ددوکانداري دي؟
– نو چیري ولاړشم؟
– له ځانه سره مي فکر وکړ چه دا خلک خو ملامت نه دي. کله چه تشناب نه وي نو په رښتیا هم په پرتوګ کي خو میتازي نه شي کولاي. د بیکاري دي لوړي کچي ته په کتو سره دا موټرچلوونکي چه د سړک په منځ کي موټر دروي او سورلي پورته کوي او ټول سړک يي بند کړي دي بله کومه چاره لري؟ ځکه د موټر تم ځاي نه شته چه خلک هلته ورته انتظار وکړي او دي هم لکه د نوري دنیا په شان موټر په هماغه ځانګړي ځآي کي ودروي او خلک موټر ته پورته کړي.
کله چه تاسو عاجل کار ولري، ناروغ ولري، انتریو ولري، ضرروي میټنګ ولري او ټول سرکونه بند وي نو تاسو مجبور یاست چه په چپه لاس ولاړ شي ، د ټکر خطر په سر واخلي او ځان تر منزله ورسوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب