د انجونو تعلیم – کيسه ګۍ

مطالعه:
دکتاب ورقې يې څو وارې سره واړولي؛د غټ ټيليفون رڼا يې ځان ته پام واړاوه ،ورپورته يې کړګوتې يې پرې کشولي،څو دقيقې بعد يې په خواږه خوب کي د کتاب مطالعه کوله.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کبر:
پيغلې په هنداره کي د سر سپين ويښته ته کتل، پلار يې د يو شتمن زوم په فکر کي و.

ــــــــــــــــــــــــــــــ
قانون:
پوليسو موټروان د تيزرفتاری په جرم ونيو، په شنه رينجر کي يې له ځان سره بوت په لاره کي رينجر څو د ميوو ګاډيانې ورباندې چپه کړې ، ګاډيوانانو په رينجر پسې بد بد کتل.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تعليم:
په ښار کي د ښځينه ډاکټرې نشتون ناهيلي کړل ميرمن او خاوند ستړي د کور په طرف روان شول، دکور دروازه يې په زوره خلاصه کړه
خاوند : دا لا څنګه ښار دی چي يوه ښځينه ډاکټره نلري
د لور سترګې يې په پلار ولګېدې ژر يې زوړ کتاب او شليدلي کتابچه ترپلاستکي فرش لاندي کړل.
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
انتظار:
د څو مياشتو انتظار وروسته د سليم د راتلو ورځ وه ، اوږده نری ګوته يې د ټيليفون په سکرين کش کړه د سليم په نوم شمېرې ته يې زنګ وواهه
بلې سليمه چيرته يې؟ مقابل اواز ښڅينه و
مهرباني سليم په کار کي دی زه د سليم ميرمن خبري کوم
په ټيليفون کې د سليم هغه پيغام (زماګرانې بې له تا مې وخت نه تيريژي زه به درځم ) د اوښکو څاڅکي پيکه کړ.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
قومندان:
قومندان مجرم د خلکو د ظلم په تور بندي کړ
د ميز جابه یې کش کړه د هغو پيسو په حسابولو پيل وکړ چي تيره ورځ يې په زور د خلکو څخه اخيستې وې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب