کوم ښه تاجر دی او د چا گټه پاکه ده؟

عن معاذ رضي الله عنه :ان أطيب الكسب كسب التجار الذين إذا حدثوا لم يكذبوا وإذا ائتمنوا لم يخونوا وإذا وعدوا لم يخلفوا وإذا اشتروا لم يذموا وإذا باعوا لم يطروا وإذا كان عليهم لم يمطلوا وإذا كان لهم لم يعسروا. ([1])

ژباړه: معاذ رضي الله عنه  روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وویل: ډېر پاک کسب د هغه تاجر دی چې کله خبرې کوي نو دروغ نه وایي، او چې کله کوم امانت ورسره وي نوپکښې خیانت نه کوي، او چې کله وعده وکړي نو بې وعدې کېږي نه، کله چې کوم شی اخلي د هغه بې ځایه بد نه وايي، او کله چې کوم شی خرڅوي د هغه بې ځایه صفت نه کوي،کله چې په ده باندې د چا حق وي نو په ورکړه کې یې سستي نه کوي، او کله چې د ده په چا حق وي په غوښتنه کې يې سختي نه کوي.

فایده: وگورئ څومره هر اړخېز حدیث دی، معمولا په تاجرانو او کاروباري خلکو کې نا مناسبې خبرې او کړنې تر سترگو کېږي چې هغه ټولې یې ذکر کړې دي، او په چا کې چې د پورتني حدیث برابر صفتونه پیدا شي د هغه گټه پاکه وي نو دې څيزونو ته باید په ځانگړي ډول پاملرنه وکړي، د خرڅولو په موخه د واقعیت خلاف خبره ونه کړي، په امانت دارۍ او دیندارۍ سره کار وکړي، جعلي جنس له اصلي سره گډ نه کړي، وعده چې وکړي باید حتما یې پرځای کړي، د یوچا د خوشحالولو لپاره یوازې په خوله باندې وعده ونه کړي چې د پوره کولو اراده يې نه وي، له نورو څخه د جنس د اخیستلو پر وخت د هغه جنس بدي بیان نه کړي د دې لپاره چې جنس ارزانه ترلاسه کړي، د تاجرانو عادت وي کله چې خپل جنس خرڅوي نو ډېر تعریف او توصیف یې کوي او کله چې له بل چا څخه جنس اخلي نو بې له کوم دلیل څخه یې بدي بیانوي او عیبونه پکښې پیدا کوي ترڅو په ارزانه قیمت یې تر لاسه کړي او ډېره گټه ورته حاصله شي، خو داسې کول نه دي پکار، همدا رنگه که د نورو د حق مطالبه ور څخه وشي نو زر یې ادا کړي او تأخیر نه پکښې کوي، په عامه توگه د خلکو عادت وي کله چې خپل حق غواړي نو تلوار کوي او کله چې د نورو حق ورکوي بیا تأخیر کوي.

[irp][irp][irp]

ډېر تاجران به د قيامت په ورځ ولې گنهکار را پورته کېږي؟

عن إسماعيل بن عبيد بن رفاعة عن أبيه عن جده : أنه خرج مع النبي صلى الله عليه و سلم إلى المصلى بالمدینة فوجد الناس يتبايعون فقال يا معشر التجار!  فاستجابوا له ورفعوا أبصارهم و أعناقهم الی رسول الله صلی الله عليه وسلم  فقال إن التجار يبعثون يوم القيامة فجارا إلا من اتقى الله وبر وصدق. ([2])

ژباړه: د اسماعیل بن عبید بن رفاعة رضي الله عنه  په روایت کې راغلي دي چې هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره یوځای په مدینه منوره کې د عیدگاه لورته ووتلو، ویې موندل چې خلک په راکړه ورکړه باندې بوخت دي، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وویل: اې د تاجرانو ډلې! ټول خلک د رسول الله صلی الله عليه وسلم  لور ته متوجه شول، خپلې سترگې او غاړې یې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  ولورته پورته کړې، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وویل: بې له شکه تاجران (ډېری) به د قیامت په ورځ فاجران را پورته کېږي، مگر هغه څوک چې له گناهونو څخه یي ځان ساتلی وي، نیکي یې کړې وي او له ريښتینولۍ څخه يې کار اخیستی وي.

فایده: په دې مبارک حدیث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې څه ویلي دي مطلب یې دادی: چې د تاجرانو ډله به د قیامت په ورځ فاسق، فاجر او گنهکار راپورته کېږي، او ښکاره خبره ده چې گنهکار راپورته شي هغه به د الله جل جلاله   په غضب کې اخته وي، دوزخ به یې بدله وي، او څرنگه چې د دې تړاو د بنده گانو له حقوقو سره وي، نو د بخښلو سوال یې هم نه پاتې کېږي.

[irp]

دې فاسق، فاجر او گنهکار کېدو لامل یې دا دی چې تاجر خلک د مال په لاسته راوړلو او دنیوي گټې تر لاسه کولو کې د شریعت او اخلاقو رعایت نه کوي، خراب او عیب لرونکی مال په دوکې سره خرڅوي، ناپوهه او بې تجربې خلک نقلي مال ته اصلي وايي، د غیر مشهورو کمپنیو مالونه د مشهورو کمپنیو د مال په نامه تېروي، زوړ مال ته نوی وايي او په لوړ قیمت یې خرڅوي، د قیمتۍ لپاره مال په گودام کې ساتي ترڅو مال په بازار کې کم شي، خلک مجبور شي نو بیا یې بازار ته وړاندې کوي، په مال خرڅولو کې ډېره زیاته گټه تر لاسه کوي، جعلي نشانونه په مال باندې سرېښوي، د راکړې ورکړې په وخت د لمانځه او جماعت خیال نه ساتي، زکات کره نه ورکوي، د حج توان لري خو حج ته نه ځي، دې ډېروالي له امله خپل مال په گناهونو او داسراف په لارو کې لگوي، د مال د ډېروالي له کبله په لويي او غرور کې اخته شي، د مال د ډېروالي له کبله د نیکۍ پرځای  په گناهونو او فحشاؤ کې بوخت وي، وگورئ د وادونو په محفلونو کې څومره بربادي او بې ځایه مصارف کوي.

نو ای تاجرانو! په تجارت او راکړه ورکړه کې د شریعت له خلاف کارونو څخه ځان وژغورئ، تنها مال او گټې ته مه گورئ، دې ته هم فکر وکړئ چې د شریعت خلاف کړنې در څخه صادرې نه شي، په معاملاتو کې له گناهونو څخه ځانونه وساتئ، د نېکۍ په خورولو کې مال مصرف کړئ نه د فحشاء په عامولو کې، په ريښتینولۍ او امانت دارۍ سره تجارت وکړئ تر څو د دنیا له ښکلا سره سره د آخرت توښه وړیا تر لاسه کړئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب