کوم زړونه باید مات شي!؟

د زړه ماتول، یوه ډېره پېچلې موضوع ده، چې هغه ښې هر اړخیزې، څېړنې ته اړتیا لري. کنه، کېدای شي چې د زړه ماتول، د نورو شیانو سره غلط، او اشتباه شي.

الف: دغه لاندې زړونه باید مات شي!

۱- کله چې یو سړی، هر وخت په هر مجلس کې، ټولې خبرې د اسلام په ضد کوي، او د هغه کوښښ، شپه او ورځ، همدا وي، چې د ځینو مسلمانانو، کړه او وړه، په وار وار، په خپلو بنډارونو کې بد یاد کړي، چې تر څو د اسلام څخه، د خلکو زړونه تور کړي. هېره د نه وي، چې د دغه شانته سړي، اصلي هدف، د مسلمانانو بد نامول وي. نو که چېرې د دغه شانته سړي مخه ونیوله شي، نو دغه ته زما په نیمګړي فکر سره، د زړه ماتول نه وایي، او دغه کار حتمي باید تر سره شي.

۲- که د یوه چا د کورنۍ مشر، خدای مکړه، هر وخت د منکر څخه ملاتړي کوي، او په هغه هېڅ نوعه نصیحت کار نکوي. نو پدې صورت کې، که د کورنۍ کوم بل غړی په سمه توګه، د هغه مخنیوی وکړي، نو ګمان نکوم، چې دلته به هم د زړه ماتونه شوې وي.

۳- کله کله داسې هم واقع کیږي، چې یو ډېر نیږدې ملګری او دوست، له تا څخه د غیر قانوني کار، د کولو غوښتنه کوي، او که چېرې، د هغوی سوال ته، د رد ځواب ورکړل شي، نو بیا به هغه مړی او ژوندی درسره بند کړي. نو پدغه حالتونو کې باید ځان ډېر کلک کړو، او دغه ته هم د زړه ماتول نه وایي، او دغه کار باید همداسې تر سره شي.

۴- یوه نجلۍ، او یا هلک، د یوه چا څخه غواړي، چې د پټې یارانه ورسره وکړي، نو که چېرې، هغوی ته د رد ځواب ورکړل شي. نو دغې ته هم د زړه ماتول نه ویل کیږي، او دغه په حقیقت کې یو اسلامي کار دی، چې حتمي همدغه شانته وشي.

۵- یو نیږدې ملګری، درته وایي، چې ته ماته یو مقدار روپۍ، د بانک له لارې راولېږه، تر څو زه حکومت ته ووایم، چې دغه روپۍ ماته خپل ملګري، قرض راکړې، یعنې، دروغ او دوکه واقع شي. که چېرې دغسې ونکړې، نو شاید فکر وکړې، چې د ملګري، زړه د مات کړی. نه داسې نده. دغه زړه باید مات شي، او هغې ته باید په ښه توګه واضح شي، چې له دغه غلطو غوښتنو څخه صرف نظر وکړي.

۶ – یو ملګری درته وایي، چې زما په غلط کار کې ملاتړي وکړه، او تا ته معلومه وي، چې هغه په غلطه دی. نو هغو ته باید په زغرده، د رد ځواب ورکړل شي، او دغه ته هم د زړه ماتول نه وایي.

۷- یو ملګري له تا غواړي، چې د هغې د ګټې په خاطر، د هغو دپاره د دروغو شاهدي ووایه، او ته هغه ته د رد ځواب ورکړې. نو دغې ته هم د زړه ماتونه نه وایي، او دغه کار باید حتمي همدغه شانته وشي.

۸- که یو زوی او یا یوه لور په خپل واده کې در څخه ساز او موسیقي غواړي، نو د هغوی دغه غوښتنه باید ونه منل شي، او هغوی ته په ښه توګه، د اسلام په رڼا کې قناعت ورکړل شي، او دغې ته هم د زړه ماتونه نه وایي.
د یادولو وړ ده، چې الحمدالله، نن سبا، ځینې زامن او لوڼې، د دوی تر میندو او پلرونو، ډېر تکړه مسلمانان دي، او په ځینو ځایو کې همدغه زامن او لوڼې، د ناروا شیانو مخنیوی کوي. نو الله(ج) د وکړي، چې د دغه شانته زامنو او لوڼو شمېره زیاته شي. آمین

۹- یو زوی او یا یوه لور د ستا څخه غوښتنه کوي، چې د هغوی دپاره د هغوی د پیدایښت د ورځې جشن ونیسې. نو که هغوی ته په سمه توګه، د رد ځواب ورکړل شي، نو دغه ته د زړه ماتول نه وایي.

۱۰- که یو څوک له تا څخه وغواړي، چې په هغو ودونو کې برخه ورسره واخله، چې هلته نر او ښځې په ګډه یو ځای کیني، او که چېرې دغه غوښتنې ته، د رد ځواب وویل شي، نو دغه ته هم د زړه ماتول نه وایي.
د یادولو وړ ده، چې که په یوه واده کې ساز وي، نو دا به ډېره بهتره وي، چې خلکو ته مخکې له مخکې خبر ورکړل شي، نو بیا به هغه وروڼه او خویندې، پخپله تصمیم نیسي، چې برخه واخلي، او کنه؟.

هېره د نه وي، چې ځینې تکړه تکړه، وروڼه او خویندې، هم پدغه امتحان کې پاته راځي. ځینې خو یوازې د نورو خلکو په ضعیفو نقطو پسې، پښې لوڅې کړې وي، او چې کله یې خپل نوبت راشي، نو بیا په سره اشاره، په ډېره آسانۍ سره تېریږي، او بیا ډول ډول بهانې، د خپل کار د سرته رسولو دپاره لټوي.
د یادولو وړ ده، چې کېدای شي، ځینې لوستونکي، دغسې فکر وکړي، چې دغه پورتني حالتونه، ټول په وار وار، د دیني عالمانو پواسطه تشریح شویدي. هو! زه ورسره موافق یم، او بس.

د پام وړ ټکي:
راځئ، په ګډه لاسونه پورته کړو، او دعا وکړو، چې الله(ج) د مونږه ته دا توفیق نه راکوي، چې په ناحقه ډول، د خلکو زړونه مات کړو. همدارنګه، الله(ج)، د مونږه ټولو ته دا توفیق را په برخه کړي، چې د الله(ج) د دین، په سمه اسلامي توګه، مرسته وکړو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب