کوم خواړه د زړه ناروغي پیدا کوي؟

دلته په 9 هغه خوړو غږیږو، چې ډیر خوراک يې د زړه ناروغۍ پیدا کوي.

۱ـ سورخي غوښه
د زیاتې غوښې خوړل د زړه لپاره له خطرونو ډک کار دی. د زیاتې غوښې خوړل د زړه د حملې خطر څو چنده زیاتوي. د غوښې ۵ ټوټې تر ۲۵۲ کالوري، ۲۲ ګرامه غوړ، او تر ۱۰۰۰ ملي ګرامو پوري سوډیم لري. د زیاتې سورخي غوښې خوړل په وجود کې د کلسټرول اندازه لوړوي، د چاغوالي سبب کیږي او د وینې لوړ فشار لامل کیږي، چې په پایله کې انسان د زړه په نارغۍ اخته کوي.

2ـ پیزا
پیزا – هر ډول چې وي – په زیاته اندازه شحم او سوډیم لري. او دا دواړه د زړه لپاره خطرناک دي.
یوه درمیانه (میډیم) پیزا ۷۶۰ کالوري لري، ۳.۷ ګرامه شحم او ۴۴۰ ګرامه سودیم او کلسټرول لري. دا ټول د زړه لپاره مضر دي.

۳ـ برګر
یو ډبل (غبرګ) پنیر والا برګر ۶۵۰ کالوري، ۳۵ ګرامه شحم او ۹۲۱ ګرامه سوډیم لري. دا د زړه د ناروغیو د پیدا کیدو لامل کیږي.

۴ـ مشروبات (نوشابه):
یو بوتل د څښاک (سوډا) لکه پیپسي . کولا ، فانتا او نور د زړه د حملې احتمال ۲۰ سلنه زیاتوي. ۱۰۰ ملې لیتره نوشابه ۴۰ کالوري، ۴ ملي ګرامه سوډیم او ۸ ملي ګرامه کافین لري، چې زړه ته يې له ګټې تاوان ډیر دی.

۵ـ اش یا اشک
اش چې انګریزي کې ورته نوډلس Noodles وايي، په زیاته اندازه سودیم، کالوري او شحم لري، چې زړه ته تاوان لري. ددې غذا زیات خوړل انسان د زړه په ناروغۍ اخته کوي.

6ـ ایسکریم
ایسکریم چې د ډیرو د خوښې څیز دی، د زیاتې اندازې سودیم، کالوري او فټ په لرلو سره زړه ته خطرناک تمامیږي.

۷ـ کوچ او پنیر:
کوچ او ورسره مارګارین دواړه په زیاته اندازه سودیم او شحم لري، چې په وجود کې د کلسټرول اندازه لوړوي او د زړه د حملې باعث کیږي.

۸ـ چيپس – سره شوي کچالو
چپس سره له دې چې مزیدار او اقتصادي دي، خو که له زیانونو يې خبر شئ، نو مفت به يې هم ونه خورئ. چيپس د زړه، شکرې او ان د سرطان ناروغۍ پیدا کوي.

۹ـ د جوارو پولۍ:
د جوارو پولۍ هم له تاوانه خالي نه دي. د جوارو پولۍ مالګه او فټ لري، چې د وزن د زیاتیدو او ورسره د زړه د ناروغیو د پیدا کیدو لامل کیږي.
پر یادو سربیره ګڼ نور خواړه په ځانګړې توګه سري شوي خواړه او یا هغه چې ډيره مالګه ولري د زړه د ناروغیو په پیدا
کیدو کې مرسته کوي

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب