کولسترولي ډبرې، صباغي تیږې او تصنیف یې

کولسترولي ډبرې

کولسترولي ډبرې:

د کولسترولی ډبرو پتوجنیزس نه یوازی د ځیګر او نه یوازی د صفرا کڅوړی افات د ډبرو د مینځته راتللو سبب ګرځی بلکه د مختلفو فکتورونو له وجی مینځته راځی کولسترولی تیږی د صفراوی کڅوړی او ځیګر د متقابل عکس العمل له وجی مینځته راځی کوم وخت چی د صفراوی کڅوړی په دنده کی تشوش مسنځته راشی په صفرا کی د منحله مشبوع کولسترول د صفراوی کڅوړی د دندی د مختل کیدو له وجی د ډبری هسته پر مخ ځی او ډبره نشونما کوی.

۲-۹ صباغی تیږی:تان

د نړی په سطحه صباغی ډبری په صفراوی کڅوړی کی په زیاته پیمانه پیدا کیږی اپیدیمولوژیکو مطالعاتو ښودلی دی سره لدی چی د کولسترول ډبری په امریکا کی ډیر لیدل کیږی صباغی ډبری د صفراوی ډبرو ۳۰٪ تشکیلوی د صباغی ډبرو د جوړښت د میکانیزم په هکله چی په څه ډول مینځته راځی لږی هڅی شوی دی خو یو څه تعداد فکتورونه شته چی دا واضح کړی چی صباغی ډبری څنګه مینځته راځی او په امریکا کی یی واقعات ولی لږ دی د مناسب حیوانی مودلونو نه موجودیت او د غیر متجانس طبعیت لرونکی دی خو سره لدی چی څرنګه مینځته راځی بیا هم د غیر مشبوع بیلیروبین یی د مینځته راتللو اساسی لامل پیژندل شوی دی.

[irp][irp][irp]

۲-۱۰ د صباغی صفراوی تیږو تصنیف:

صباغی ډبری د زیات بیلیروبین د غلظت درلودلو له امله چی معمولا د ۴۰٪ زیات بیلیروبین او په کمه اندازه کولیسترول درلودلو له امله د یو خاص وصف لرونکی وی خو اکثره یی میکس ډبری وی خو اساسی ماده یی کلسیوم بیلیروبینیت تشکیلوی دا ډبری په تور او نصواری رنګه ډبرو تصنیف شوی توری صباغی تیږی عموما په هغه ناروغانو کی مینځته راځی چی د وینی هیمولایتیک تشوشات او یا هم د ځیګر سیروزس ولری پیدا کیږی صباغی ډبری د بڼی له مخی د قیر په ډول (tarry appearance) وی او د تل لپاره په صفراوی کڅوړه کی موقعیت نیسی او فکر کیږی چی د صفراوی میتابولیزم د مختل کیدو له وجی مینځته راځی خو برعکس نصواری ډبری اکثره په اسیایی ناروغانو کی موندل کیږی خو د ترکیب له مخی د مشترک صفراوی قنات ډبرو سره ورته وی او کیدای شی داخل الکبدی او یا هم خارج الکبدی صفراوی قناتونو کی هم ځای ونیسی او عموما د انتان سره یو ځای وی.

۲-۱۱ پتوجنیزس:

داسی فکر کیږی چی د صباغی ډبرو د مینځته راتللو عمده لامل بیلیروبین وی ځکه چی د 7 free unconjugated bilirubin له وجی چی د باکتریا پواسطه جوړیږی په اوبو کی غیر منحل وی او په صفرا کی د منحل کلسیم سره یوځای کیږی او تر څو د کلسیم بیلیروبینات مترکس جوړ کړی چی همدا د صباغی ډبرو یو عمده جوړښت تشکیلوی او باکتریا هم په کلسیم بیلیروبینات پروتین مترکس کس موجود وی چی په نصواری رنګه صباغی ډبرو کی موجودوی خو په تورو صباغ ډبرو او کولسترولی ډبرو کی موجود نه وی نو دغه لاسته راوړنی د اپیدیمولوژیک مطالعاتو پواسطه ښودلی چی نصواری ډبری په هغه ناروغانو کی چی د صفراوی طرقو انتانات پکی په اندیمیک ډول موجود وی پیدا کیږی خو توری صباغی ډبری په وصفی ډول په هغه ناروغانو کی چی د وینی هیمولایتیک تشوشات او د ځیګر سیروزس لری پیدا کیږی. خو پوهیږو چی صباغی ډبری په هغه ناروغانو کی چی د وینی هیمولایتیک تشوش لری او د ځیګر سیروزس لری پیداکیږی هغه ناروغان چی د اوږدی مودی لپاره داخل الوریدی تغذیه اخلی او یا هم د الیوم د resection څخه وروسته د صفراوی ډبرو انتاناتو مینځته راتلل د یوی واحدی نظریی په ډول نشی کولای چی د ټولو صباغی ډبرو پتوجنیزس واضح کړی او په هغه ناروغانو کی چی د وینی هیمولاتیک تشوش ولری نو د زیات بیلیروبین په کبدی صفرا کی تولیدیږی خو ددی لپاره دوه عمده وضاحتونه موجود دی چی د صباغی ډبرو وقوعات کی سیروزس او هایپرسپلینیزم ناروغانو کی او هیمولایزس او د ځیګر پواسطه د بیلیروبین مشبوعیت مختل کیدلو له وجی دی داسی پیشنهاد شوی دی چی غیر مشبوع بیلیروبین مستقیما د ځیګر پواسطه افرازیږی او نیمایی برخه یی د micelle او نیمایی برخه یی د کلسیم سره یو ځایی کیږی لاسته راوړنو ښودلی دی چی په اندوجنس ډول د b-glucurindase د انسانانو په صفرا کی تولییدیږی چی دا یو بل ممکنه سبب د صفراوی صباغی ډبرو لپاره پیژندل شوی دی. خو د کلسیم رول د ډبرو په جوړولو کی د صفرا په ترکیب کی د زیات مقدار کلسیم موجودیت د ډبرو د جوړیدلو سبب ګرځی او کولسترول د منحله وصف په ډول د mix micelle سره یو ځای کیدل د بیلروبین سره ورته فرضیه لری. له بله پلوه په صفراوی کڅوړی کی د صفرا رکودت هم یو د صباغی ډبرو د مینځته راتګ د مهمو فکتورونو څخه شمیرل کیږی خو د معلوماتو له مخی دا په ګوته شویدی چی هغه ناروغان چی داخل الوریدی تغذیه کیږی نو په صفراوی کڅوړه کی استراحت او رکودیت مینځته راځی او صفرا دی ته میلان پیدا کوی چی د کلسیم بلیروبینات تیږی جوړی کړی همدارنګه sepsis هم د ډبرو د مینځته راتللو سبب شمیرل شوی ځکه د کولانجیو هپاتایتس داخل الکبدی ډبرو ناروغی او primary common duct stones ناروغی د نصواری رنګه صباغی تیګو د مینځته راتللو سبب ګرځی.

اپیدیمولوژی:

ا – عمر:

په زړو اشخاصو کی یی لاتر اوسه د وقوعاتو د مینځته راتګ فزیولوژیک توضیحات لاڅرګند ندی خو د کولسترول مشبوعیت په مسنو ښځو کی نسبت ځوانو ناروغانو ته زیات وی د صفراوی تیږو وقوعات په کاهل نارینه ناروغ کی د اندروجن او ایستروجن هورمون په نسبت کی د بدلون راتګ او د صفراوی کڅوړی په حرکاتو او ددی په نتیجه کی د صفراوی شحم په میتابولیزم کی د خلل دمینځته راتللو له وجی مینځته راځی د التراساونډ له مخی مطالعاتو داسی ښودلی چی د صفراوی کڅوړی حرکات د کولیسیتوکینین (cck) په مقابل کی د حساسیت، د صفراوی کڅوړی تقلص د لمړنی هورمونی تنبی په مقابل کی د عمر په ډیریدو سره کمیږی د پانقراصی پولی پپتایدونه د عمر په زیاتوالی سره ډیریږی خو تجربو داسی ښودلی دی چی دا پپتایدونه په صفراوی کڅوړه کی وروسته د تقلص څخه موثر وی نو پدی لحاظ نوری لازیاتی مطالعی ته اړتیا شته چی ددی پپتایدونو تاثیرات څرګند شی او مسنو وګړو کی د صفروی کڅوړی تقلصات باندی ښه څرګند شی.

سره لدی صفراوی تیږی په ماشومانو او کاهلانو کی په ندرت سره لیدل کیږی خو په هغه ځوانانو کی چی هیمولایتیک تشوشات لری ولادی انومالی او د ایلیوم تشوشات او (short bowel syndrome) راپور ورکړشویدی او همدارنګه په ماشومانو کی چی د اوږدی مودی داخل الوریدی تغذیه اخلی مینځته راځی اپیدیمولوژیک څیړنو ښودلی چی د عمر د زیاتوالی د او د صفراوی کڅوړی تیږو تر مینځ ارتباط موجود دی.

[irp][irp][irp]

ب – ارثی او نژادی فکتورونه:

سره لدی چی په یقینی ډول ځینی ګروپونه او همدارنګه ځینی کورنیو کی په انفرادی ډول د صفراوی کڅوړی ډبری لیدل کیږی خو د ارثی عواملو رول پکی لا تر اوسه څرګند نه دی خو حقیقت دادی چی د صفراوی ډبری واقعات د نژاد او جغرافیایی ویش له مخی داسی ویل کیږی چی محیطی فکتورونه او ممکن غذایی جوړښت کیدای شی سره په مساوی ډول لکه څرنګه چی ارثی فکتورونه د ډبرو په جوړښت کی رول لری لکه د جنوبی امریکا pima Indians کی په زیاته اندازه د صفرا د کڅوړی ډبری لیدل کیږی چی تقریبا ۷۳٪ په ښځو کی د ۳۴-۲۵ کلونو په عمر کی لیدل کیږی خو مختلفو مطالعاتو د کوښښونو په اساس ځینی خاص جینیتکی نواقص موجود دی چی په لوړه سطحه په صفرا کی                 مشبوع کولسترول موجود             وی چی ددی پدیدی ممکنه توضیحات داسی دی چی په هغه صفرا چی په ځیګر کی جوړیږی د کولسترول افراز ډیروالی او د صفراوی تیزابونو د کموالی سره یو ځای وی د ختیځی افریقا په خلکو کی د صفراوی کڅوړی تیږو وقوعات ممکن په ثانوی ډول د ارثی او نژادی فکتورونو له وجی وی خو    غذایی موادوجوړښت یی په اساسی لاملونو کی نه شمیرل کیږی.

ج –  جنس او هورمونونه:

د صفراوی تیږو ناروغی په ښځو کی نسبت نارینه ته زیات لیدل کیږی په ښځو کی د ژوند په اومه او اتمه لسیزه کی یی وقوعات ډیر لیدل کیږی خو وقوعات یی تقریبا ۲۰٪ په دواړو جنسونو کی لیدل کیږی خو په ښځو کی یی د مینځته راتللو لاملونه د هورمونی تغیراتو له وجی چی صفراوی شحمو میتابولیزم او د صفراوی کڅوړی حرکی دندی کی د بدلون راتللو له مخی د تیږو په مینځته راتللو کی سره میلان پیداکوی د ایستروجن تطبیق په premenopausal او postmenopausal ښځو کی او یا هم په نارینه وکی د ایستروجن تطبیق کول په یقینی ډول د صفراوی کڅوړی د ډبرو د جوړیدو لامل ګرځی تجربو دا ښودلی چی د ایستروجن هورمون د ځیګر د هغه انزایمونو فعالیت چی کولسترول په صفراوی اسید باندی بدلوی کموی نو لدی وجی په صفرا کی صفراوی اسید جوړیدل او افراز کمیږی او د مشبوع کولسترول سویه لوړیږی د التراساونډ مطالعاتو ښودلی دی چی د صفراوی کڅوړی د تقلص څخه وروسته د residual volume پاتی کیدل په صفراوی کڅوړه کی د حمل په دوهم او دریم ترایمستر کی د صفراوی ډبرو د مینځته راتګ سبب ګرځی ځکه چی په دی موده کی صفراوی کڅوړه خپل ټول لمړنی مختوی نشی کولای چی تخلیه کړی چی دا تاثیرات کیدای شی چی د پروجسترون له وجی وی په نتیجه کی د صفراوی کڅوړی ناقصه تخلیه او د صفرا د رکودت مینځته راځی چی فکر کیږی چی همدا فکتورونه دی چی د کولسترولی صفراوی ډبرو سبب ګرځی.

د – ثربښت:

کلینیکی شواهدو دا ځرګنده کړی ده چی هغه اشخاص چی د نورمال حالت څخه ډیر وزن لری وقوعات یی دوه یا دری چنده وی او میتابولیک مطالعاتو دا ښودلی چی هغه ناروغان چی چاق دی په کبدی صفرا کی زیات کولستروارول افرازوی نو لدی وجی ډبری جوړونکی حالت نیسی خو برعکس په سرعت سره د وزن ضایع کولو کی هم ځیګر کولسترول افرازوی او د صفراوی ډبرو وقوعات ډیر وی خو سره لدی د ډبرو د مینځته راتګ میکانیزم لا تر اوسه سم څرګند شوی ندی خو د کبدی او معایی صفرا د تیزابونو دوران د کموالی سره ممکن د هغه جراحی عملیاتونه جی د ورن د ضیاع لپاره تر سره کیږی د صفراوی ډبرو د مینځته راتګ سبب ګرځی نو لدی وجی دی چی دهغه اشخاص چی دوزن د ضیاع په منظور د معدی عملیاتونه کوی اجراکوی د صفراوی ډبرو د مینځته راتګ وقوعاتو راپور ورکړل شوی دی ځکه چی د صفراوی کڅوړی تخلیه د کم خوراک له وجی بطی کیږی.

ح – دیابتس:

هغه ناروغان چی شکره لری دوه برابره د نسبت هغه اشخاصو ته چی شکره نلری د صفراوی تیږو لپاره ډیر مساعد دی خو ددی تیږو په هکله چی په ترکیب یی څه دی لا تر اوسه معلومات محدود دی خو پلټنو څرګنده کړی چی ددی ناروغانوپه صفراوی کی هم فوق العاده مشبوع وی نو له همدی وجی ډیری یی کولسترولی وی برسیره پردی چی صفرا یی فوق العاده مشبوع شحم لری صفراوی اسید او هم یی د صفراوی کڅوړی فعالیت مختل شوی وی مطالعاتو ښودلی چی ډیر لوړ خطرلرونکی شکر ناروغانو ښودلی چی د کولسترول د مشبوعیت درجه په صفرا کی په حقیقت کی د انسولین د درملنی په مهال لوړیږی او هغه ناروغان چی کولسترول یی لوړ وی د صفرا د کڅوړی د ډبرو جوړیدو ته ډیر مساعد دی.

[irp][irp][irp]

ط – د ځیګر سیروزس:

سره لدی چی د الکول تاثیر د صفراوی ډبرو په جوړیدو کی معلوم ندی خو د اتوپسی مطالعاتو دا ښودلی ده چی صفراوی کڅوړی ډبری په هغه ناروغانو کی چی د سیروزس سبب یی الکول وی نو صفراوی ډبری هم درلودلی، دا لاسته راوړنی د صباغی تیږو د وقوعاتو له وجی لاسته راغلی وی په خاص ډول د صفراوی تیزابونو په میتابولیزم کی خلل مینځته راتلل داسی ښایی چی د سیروزس له وجی مینځته راغلی صباغی تیږی دی او په سیروتیک ناروغانو کی د کولسیرول ډبری لږی وی نسبت هغه ناروغانو ته چی کولیسیستیکتومی شوی ځکه چی د دوی په صفرا کی کولسترول ډیر زیات وی.

ی – واګوتومی:

مقدمو کلینیکی څیړنو دا ښودلی چی ترنکل واګوتومی د پپتیک قرحاتو د جراحی درملنی لپاره ډیره مهمه ده خو دصفراوی کڅوړی د ډبرو لپاره دری ځلی زمینه برابروی د پخوا څخه داسی فکر کیده چی د صفراوی ډبرو او ترنکل واګوتومی تر مینځ یوه اړیکه موجوده ده ځکه چی په ثانوی ډول د صفراوی کڅوړی د حرکی فعالیت دمختل کیدو سبب ګرځی ددی نظریی لپاره شواهد د التراساونډ او لابراتواری معاینات له مخی معلومیږی چی د صفراوی کڅوړی توسع او د کولیسیستوکینین د افراز په مقابل کی د کڅوړی د داخلی فشار زیاتوالی البته د واګوتومی او پایلوروپلاستی له وجی زیاتیږی تجربوی مطالعات           واګوتومی له  وجی د صفراوی ډبرو مینځته راتللو نظریه ردوی

ه – داخل الوریدی تغذیه:

داسی معنی لری چی هغه ناروغان چی د هضمی جهاز داسی ناروغی ولری چی ناروغ ونشی کړای د خولی د لاری غذایی مواد وخوری د راپورونو له مخی چی تر اوسه پوری په نړی کی مطالعات تر سره شوی چی د اوږدی مودی لپاره د داخل الوریدی تغذیی تطبیق د acalculus او calculaus کولیسیستیت لپاره زمینه برابروی.

چی ډیرو لویو کلینکی مطالعاتو له مخی ښودلی شوی چی په کاهلانو او ماشومانو کی د اوږدی مودی داخل الوریدی تغذیی د صفراوی کڅوړی د ډبرو د مینځته راتللو سبب ګرځی د التراساوند د مطالعاتو له مخی معلومه شوی چی د صفراوی ډبرو ناروغی دی ناروغانو کی لمړی رکودت او بیا د sludge له وجی تیږی مینځته راوړی لمړنی مطالعات داسی وړاندیز کوی چی د نوی ډبری جوړیدل په لمړی سر کی د کلسیوم بیلیروبینات ځخه جوړی شوی دی سره لدی هم د داخل الوریدی تغذیی له وجی د تیږو مینځته راتللو سبب لا تر اوسه معلوم ندی د صفرا رکودت د کڅوړی د نه تخلیی له وجی یو خطرناکه فکتور شمیرل کیږی دواړه تجربوی او کلینکی مطالعات داسی پشنهاد کوی چی دروانی او فارماکولوژیک تخلیی کولای شی چی ددغی حادثی مخنیوی وکړی تر څو د اوږدی مودی داخل الوریدی تغذیه ختمه شی.

لیکوال: دوکتور علي احمد   قانع

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب