کور کې ډیر کارونه کول مو عمر زیاتوي

یوې نوې څېړنه ثابته کړې چې په کور کې ورځني کارونه لکه جارو کول، پخلی کول او یا لوښې پرېولل د عمر اوږدېدو سبب ګرځېدی شي ځکه چې د زړه د ساتنې لپاره کافي ورزش په دغه توګه کیږي.

څیړونکو وویل: په ورځنۍ توګه د نیم ساعت لپاره په کورني کارونو کې ونډه اخیستل د ناڅاپه مرګ خطر ۲۰ سلنه کموي، او په اونیزه توګه ۱۵۰ دقیقې بدني حرکت ۲۸ سلنه د ناڅاپه مرګ خطر کموي، او همداسي د زړه د ناروغیو څخه انسان ۵ ځله زیات مصؤون پاته کیږي.

او زیاته کړې، ضروري نه ده چې ښه صحت لپاره انسان منډې ووهي، لامبو ووهي او یا په نورو ورزشي پروګرامونو کې برخه واخلي، بلکې کفایت کوي چې د کور په کارونو کې فعاله ونډه ولري.

دغه څېړنه د «لانست» په نامه په طبي مجله کې خپره شوې او ۱۳۰ زره کسانو د ۱۷ هیوادونو څخه ګډون په کښي کړی دی.

د کاناډا په ماکماسټر پوهنتون کې د څېړنې مشر ډاکټر سکوټ لیر رسنیو ته وویل: په څېړنه کې متوسط او فقیر هیوادونه هم شامل وه او له هغو څخه دا جوته شوه چې کار ته پر پښو تګ او یا داسي کار کې برخه اخیستل چې هغه بدني حرکت ته اړتیا لري لکه د کور کارونه، د صحت لپاره ډېر ګټور دي.

او زیاته یې کړه: څوک چې وخت لري ورزشي کلبونو ته ولاړ شي، دا ډېر ګټور دی، خو که ممکن نه وي، نو خپل د کار ځای ته پر پښو تګ او راتګ او کورنیو کارونو کې برخه اخیستنه ډېره مهمه ده.

څېړنه کې ویل شوي که ټوله خلک په اونۍ کې ۱۵۰ دقیقې بدني حرکت وکړي، په نړیواله سطحه به د مرګونو کچه ۸ سلنه را کمه شي.

څیړنه کې ویل شوي چې هر نوعه بدني حرکت مهم دی، خو هغه خلک چې په اونۍ کې ۷۵۰ دقیقې (۱۲نیم ساعته) چټک تګ کوي، د ناڅاپه مرګ فرصت یې ۳۶ ځله کمیږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب